امریکا اوس په دې لارو چارو سوچ کوي چې څنګه د ایران او په عراق او شام کې د هغه ملک د ګوډاګیو ډلو نه د هغه مرګوني برید انتقام واخلي کوم چې درې امریکایي عسکر په کې مړه او شاوخوا څلوېښت (۴۰) نور زخمیان شول. دا حمله د اردن په شمال ختیځ کې د امریکاییانو په یوې پوځي اډې وشوه.
امریکا د انتقام د لارو چارو د سنجولو ترڅنګ، کوښښ کوي دا معلومه کړي چې حمله کوونکی ډرون څه قسمه کامیابه شوی و چې د دفاعي سیسټم نه تېر شي او په پوځي اډه حمله وکړي.
امریکایي چارواکو د ګل/دوشنبې ورځې ناوخته وویل، په اډه کې درې تنه مړه شوي عسکر د جورجیا ایالت د فورټ مور د ۷۱۸ انجنیري ډلې پوځیان و. چارواکو زیاته کړه چې دا خودکشه ډرون و او د ټاور-۲۲ پوځي اډې په هغو برخو راوغورځېد او وچاودېد چېرته چې دغه عسکر اوده ؤ. ټاور-۲۲ د شام سرحد ته نږدې د امریکا د پوځ یوه لاجېسټيکي اډه ده او د داعش ډلې د چقولو او کمزوره کولو کوښښونه هماهنګه کوي.
یو امریکایي چارواکي چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې د وي او اې سره خبرې کولې، وویل داسې ښکاري چې حمله کوونکی ډرون، یو څه د خپل قسمت له کبله د امریکا دفاعي سیسټم نه تېر شوی، او هغه وخت اډې ته نږدې شوی چې په هماغه وخت کې یو امریکایي ډرون هم د یو مېشن نه واپس راتللو.
د چارواکي په وینا، ابتدا کې چې څه غلط فهمۍ پیدا شوي، دومره وخت په کې تېر شوی چې د دښمن ډرون د دفاعي سیسټم نه تېر شي او د سهار په لومړیو ساعتونو کې چې اکثره امریکایي عسکر لا د خپلو کوټو څخه نه و راوتلي، د هغوی په بارکونو یا د اوسېدو په ځایونو راوغورځيږي.
دا چې د برید د ترسره کېدو په هماغه وخت کې یو امریکایي ډرون هم اډې ته واپس راتللو، د دې خبر په اول ځل والسټريټ جرنل اخبار ورکړ.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د درې تنانو د وژل کېدو ترڅنګ، په برید کې څلوېښت نور پوځیان هم زخمیان شوي دي.، چې اکثره یې د چاودنې د زور او قوت له امله په تن زخمیان شوي او یا دماغي صدمې یې لیدلي دي.
چارواکو زیاته کړې چې که چېرته په هغې اډې کې موجودو نور عسکرو کې هم د چاودنې د اثراتو له امله د مریضۍ نښې ولیدلی شي، نو د ژوبلو کسانو په شمېر کې به اضافه راشي.
چارواکو دا هم ویلي چې درې ډېر سخت ژوبل شوي عسکر، جرمني کې د امریکا پوځ پورې متعلق د لنډسټل ریجینل مېډيکل سنټر ته لېږدول شوي چې هلته یې معالجه وشي.
پنټاګان ویلي دي چې په خطه کې د امریکا د پوځي اډو د لا تحفظ دپاره نور ګامونه اخلي، خو د دې حملې ذمه واري یې په ایران او د هغه په ګوډاګیو ډلو وغورځوله.
د امریکا د دفاع وزارت نایب ترجمانې صبرینا سينگهـ د ګل/دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې برید کې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي دستې د حمایت لاندې، د کتائب حزب الله ډلې نښې نښانې لیدلی کیږي.
د ایران حمایت لاندې د څو ملېشه ډلو نه جوړه شوې یوه ډله – مقاومت الاسلامیه فی العراق – د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو بیان په جاري کولو، د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته او ویې ویل چې دا په امریکایي قواوو باندې د هغو د څلورو حملو نه یوه حمله وه.
د ایران خارجه وزارت په اردن کې د امریکا په پوځي اډې باندې د برید ذمه واري رد کړې ده.
د پنټاګان او وایټ هاوس چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکا د ایران سره جنګ نه غواړي، مګر د ایران د ګوډاګیو ډلو له خوا په امریکایي عسکرو باندې بریدونه د برداشت وړ ندي او دغه قسمه حملو ته به هرو مرو جواب ورکولی کیږي.
Forum