فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په غزه کې د روانې جګړې په اړه دعوه کړې ده چې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو سره تړلی نوی وړاندیز ورته شوی دی، وایي دوی دې وړاندیز ته کتنه کوي، خو اسرایل په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
حماس د دې ممکنه وړاندیز د تر لاسه کولو دعوه په داسې وخت کړې چې یوې خواته بېلابېلو منځګړو له اسرایل سره د ډزبندۍ په اړه مذاکرات کړي دي او بلې خواته اسرایل نن بیا د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې هوایي بمبارۍ کړې دي.
د شورو- چارشنبې په ورځ اسرایل د غزې په مرکزي ښار کې هم بریدونه کړي دي، پوځ یې دعوه کوي چې په دغو مځکنیو عملیاتو کې یې 15 وسلوال وژلي دي، خو د ولسي مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د حماس ډلې یوه اعلی چارواکي ویلي، د ډزبندۍ لپاره دوی ته په وړاندې شوي پلان کې درې مرحلې په ګوته شوې دي، وایي په لومړي پړاو کې به حماس په یرغمل کړو کسانو کې شامل عام خلک خوشي کوي.
د حماس دې چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط رویټرز ته ویلي، د ډزبندۍ په دویم پړاو کې به اسرایلي پوځیان خوشي کوي او په درېیمه یا وروستۍ مرحله کې به د هغو کسانو مړي اسرایل ته سپاري چې په غزه کې یرغمل کړی شوي وو.
د حماس چارواکي دا څرګنده نه کړه چې دغه درې پړاوونه به په څومره وخت کې بشپړېږي او کله چې د ډزبندۍ درېیم پړاو هم بشپړ شي نو بیا به څه کېږي.
ټاکل شوې چې د حماس مشر اسماعیل هنیه د ډزبندۍ د دې وړاندیز په اړه د بحث لپاره د مصر پایتخت قاهرې ته لاړ شي. هنیه د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، ډزبندۍ ته کتنه کوي خو د دایمي ډزبندۍ له غزې پټۍ د اسرایلي ځواکونو د وتلو پر اوږدمهاله غوښتنه یې ټینګار کړی دی:
"لومړۍ ترجیح مو دا ده چې پر غزې ناجایزه تېری ختم شي او قبضه ګر ځواکونه په بشپړه توګه ووځي".
حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل برید کړی وو، چې د چارواکو په وینا 1200 کسان یې وژلي او په سلګونو نور یې ټپیان کړي وو، د اسرایل په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې په درو کې یوه برخه پوځیان وو.
حماس د هغه برید په مهال شاوخوا 240 کسان غزې ته یرغمل وړي وو، چې په هغوی کې بهرني وګړي هم شامل وو او له هغو څخه تر 100 زیات کسان د تېر کال په نومبر کې په لنډمهاله ډزبندۍ کې را خوشي شول او اوس هم شاوخوا 130 کسان لا یرغمل دي.
اسرایل د اووم اکتوبر د بریدونو په جواب کې له هغه راهیسې پر غزې پټۍ د حماس خلاف هوایي او مځکني عملیات پیل کړي او د دې ډلې د زرګونو وسلوالو د وژلو دعوه یې کړې ده، خو په دغو بریدونو کې زرګونو عامو خلکو وژل کېدو نړیوال غبرګون هم را پارولی دی.
په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 26000 اوښتی دی او تر 60,000 زیات کسان پکې ټپیان شوي دي، وایي په وژل شویو او ټپیانو کې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی.
د تېر کال د نومبر میاشتې له لنډمهالې ډزبندۍ وروسته یو ځل بیا په لومړي ځل داسې معلومات مخې ته راغلي چې د جګړې د درېدو او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو لپاره کېدونکو هڅو باندې دواړه ښکېلې غاړې تر څه حده رضا شوې دي.
له ډزبندۍ سره تړلي وړاندیزونه په فرانس کې د امریکې، مصر او اسرایل د استخباراتي ادارو د مشرانو او د قطر د وزیراعظم له خبرو وروسته تیار کړای شوي دي.
د ډزبندۍ لپاره حماس ته د وړاندیزونو د لېږلو پر خبرونو باوجود د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې اسرایل به خپل پوځونه تر هغه وخته له غزې پټۍ ونه باسي چې بشپړه کامیابي یې نه وي تر لاسه کړې.
بل لور ته حماس ډله پرله پسې وایي، پاته یرغمل کړي کسان به تر هغه وخته پورې خوشي نه کړي چې په غزه کې بشپړه ډزبندي نه وي عملي شوې.
یادونه:- د رپوټ اکثره معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum