لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم اېف د پاکستان د اقتصادي ترقۍ په رفتار کې د کمي پېش بیني کړې ده


نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) د مالي کال 2024م لپاره د پاکستان د معاشي پرمختیا رفتار کې د کمي پېش بیني کړې ده اؤ د اقتصادي ترقۍ د کچې اندازه یې دوه فیصدي ته راکوزه کړې ده.

ماهرين وايي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ ټیټه کچه به په هېواد کې د غربت کچه نوره هم سېوا کړي.

د ای ایف پي خبري اژانس له مخې آی ایم ایف نړیوال اقتصادي وضعیت ته د جنورۍ میاشتې لپاره د خپلې کتنې په رپورټ کې ویلی دي چې اکتوبر کې د نمو د کچې اندازه دوه نیم فیصدي لګول شوي وه خو په دې کې اوس 0.5 فیصدي کمی راوستل شوی دی.

د آی ایم ایف له اړخه د نمو د کچې په حواله وروستۍ اندوینه روان کال لپاره د حکومت د 3.5 فیصدي جي ډي‌ پي ګروتهـ د هدف نه کمه ده.

د دې ترڅنګ آی ایم ایف د امریکې اؤ چین په ګډون د نړۍ د پرمخ تللو اؤ راڅرګندو منډهیانو معیشتونو نمو کې د لچک حواله ورکړې ده د 2024 لپاره د نړیوالې نمو اندوېنه یې 3.1 فیصدي ته لوړه کړې ده.

دا شمیرې د اکتوبر په میاشت کې د شوې اندوینې څخه 0.2 فیصدي زیاتې دي.

د آی ایم ایف د اقتصادیاتو ماهر پینر اولیور ګورینچاس د نهې په ورځ جنوبي افریقه کې خبریالانو ته ویلي چې عالمي معیشت کې غیر معمولي لچک لیدل کیږي اؤ په افراط زر کې پرله پسې کموت اؤ ترقۍ کې اضافه کیږي.

خو د هغه وینا وه چې معیشت کې د پراختیا عمل اوس هم په کراره دی اؤ ګواښونه پخپل ځای دي.

نوموړي ویلي چې پالیسۍ جوړونکي د سود په کچه کې په بریالیتوب سره د کمي‌ راوستلو له لارې ګراني راکمولی شي.

د هېواد په اقتصادي منظرنامه نظر لرونکي ماهرين وايي د اي اېم اېف د اقتصادي شرح نمو دا هدف د پاکستان په ابادۍ کې د 2.6 فيصده ودې څخه هم کم دی.

د اقتصادي چارو خبريال مهتاب حېدر وایي، ددې واضح مطلب دا دی چې په روان مالي کال کې به د سړي په سر امدن کې د اضافې په ځای کمې کېږي او دا ټولې شمېرې ښيي چې اقتصاد په دمه دی:

"پاکستان د کمې اقتصادي ودې او زياتې ګرانې څخه تېرېږي او په عام تن به اثر دا وي چې د روزګار موقعې به نه پېدا کېږي او د خلکو ژوند به په غربت کې تېرېږي ".

که د جي سیون هیوادونو د پرمختللو معیشتونو خبره وکړل شي نو د آی ایم ایف له مخې اندېښنه ده چې د اروپایي هیوادونو د نمو کچه کمزورې پاتې شی اؤ په جاپان اؤ کاناډا کې بیا د نمو کچه کې د غوره والي امکان دی.

نړیوالې مالیاتي ادارې اندوینه کړې ده چې کال 2024م کې د افراط زر مجموعي کچه 5.8 پځای پاتې کیدای شي خو په شتمنو اؤ بې وزله هیواددونو کې په دې کچه کې زیات توپیر شته.

د اقتصادي چارو ماهرين د نړیوال بېنک د شمېرو په اساس وايي چې په پاکستان کې د غربت کچه 40 فيصده ده خو دوي زياتوي په هېواد کې موجوده اقتصادي ودې او ګرانۍ ته په کتو ویلی شي چې سږني کال کې دا کچه کېدی شي د 40 فيصد څخه هم واوړي.

ماهرين وايي وخت راغلې چې پاکستان اقتصادي اصلاحات وکړي. د اقتصادي چارو څېړنکار طاهر ډهنډسا وایي، "که حکومت د محصولاتو په مرکزي بورډ کې اصلاحات راوړل غواړي نو باید چې د بلواسطه ټېکسونو پر ځاې نېغ په نېغه ټېکسونه ولګوي او په امدن د شتمنو خلکو څخه ټېکسونه اخستل پېل کړي".

په پرمختللو معیشتونو کې په کال 2024م کې د افراط زر د کچې 2.6 فیصدي د پاتې کیدو اندوینه شوې چې د اکتوبر په مقابله کې 0.4 فیصدي پواینټونه کم دي اؤ مخ په ترقۍ معیشتونو کې د کلیز افراط زر په کچه کې د 0.3 فیصدي امکان ښودل شوی اؤ اندوینه شوې چې دا 8.1 فیصدي ته رسیدلی شي.

ددې اضافې بنیادي وجه ارجنټاین کې ګډوډ اؤ د پریشانۍ وړ حالات ښودل کیدای شي ځکه چې دغلته د اقتصادي ناورین له امله د سود سودا نرخونه پروسکال 200 فیصدي سیوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG