د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې د قامي اؤ صوبابي اسمبلۍ د یو امیدوار ریحان زیب د وژل کیدو نه وروسته د پاکستان الیکشن کمیشن په دغه حلقو این اې 8 اؤ پي کې 91 ټاکنې ځنډولې دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یو ځایي مشر اؤ قامي اسمبلۍ د اتمې اؤ د صوبایي اسمبلۍ د 22مې حلقې په ازاد امیدوار ریحان زیب نن د چارشنبې- شورو ورځ وسله والو صدیق اباد پاټک کې ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ.
ټاکل شوې ده پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې کیږي خو د ریحان زیب له وژل کیدو وروسته د انتخاباتو کمیشن په قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په یادو دواړو حلقو د انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی دی.
آر او یا ریټرننګ افسر په دغو دواړو حلقو د انتخاباتو د ځنډولو باقاعده اعلامیه جاري کړې ده خو په دغه اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې اوس به په دغو دواړو حلقو ټاکنې کله کیږي.
ددې تر څنګ الیکشن کمیشن د صوبایي اسمبلۍ په حلقه پي کې 91 کوهاټ 2 کې هم د ټاکنو د یو امیدوار عصمت الله خټک د مړینې له امله د ټاکنو ځنډولو اعلان کړی دی .
د باجوړ د حلقه این اې 8 په نشست دا ځل د سختې مقابلې امکان ښودل کیږي اؤ د بیلابیلو ګوندونو لخوا دغلته د خپلو امیدوارانو ودرولو ترڅنګ یو شمیر ازاد امیدواران هم ټاکنو ته ولاړ دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د امیدوار ګل ظفر، د عوامي نیشنل ګوند د امیدوار مولانا خانزیب، د مسلم لیګ نواز ګوند د امیدوار شهاب الدین خان د جماعت اسلامي د صاحب زاده هارون الرشید، د پاکستان پیپلز پارټۍ د اخند زاده چټان اؤ د جمعیت علماء اسلام ګوند د مولانا عبدالرشید تر منځ به د قامي اسمبلۍ په دې څوکۍ سخته مقابله وي.
په این اې 8 کې ټول شپږ لکه 64,711 ووټونه رجسټرډ دي چې په دې کې درې لکه 63,207 د سړیو اؤ درې لکه 1,105 د ښځو دي.
Forum