لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین په اسرایلو باندې د نړیوالې محکمې د فیصلې په اړه په احتیاط چلند کړی


واشنګټن – چین دا اونۍ په احتیاط سره د عدالت لپاره د ملګروملتونو د نړیوالې محکمې د پرېکړې په اړه نظر څرګند کړی.

د دغې پرېکړې له مخې، له اسرایلو غوښتل شوي چې په غزه کې د فلسطینیانو له وژنې څخه ډډه وکړي.

څېړونکو امریکا غږ ته ویلي، چې چین په شخصي توګه د داسې محکمو په اړه چې د قتل عام د تورونو په اړه کار کوي ملاحظات لري.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند وانګ وین بېن څخه چې کله د ګل یا دوشنبې په ورځ په دې اړه د یوې خبري غونډې پر مهال پوښتنه وشوه نو هغه وویل، "مونږ هیله لرو چې د آی سي جې لخوا موقتي ګامونه به په اغېزناکه توګه عملي شي."

خو اروپايي ټولنې او امریکا په هېګ کې د جمعې د ورځې د پرېکړې په اړه په سمدستي ډول غبرګون څرګند کړ.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دولتي ټي وي سي سي ټي وي د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل،

"مونږ د ملکیانو پرضد هر ډول کړنې غندو او د ټولو هغو اقداماتو مخالف یو چې له نړیوال قانون څخه تېری وي. چین د شخړې له ښکېلو غاړو څخه غواړي چې په یو ځل معنی لرونکی اوربند وکړي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو ساتنه وکړي."

د جنوبي افریقا کېس:

دا د جنوبي افریقا حکومت وو چې د اوږدې مودې راهیسې د فلسطینیانو ملاتړی پاتې شوی چې له آی سي جې یې وغوښتل چې په دې اړه پلتنې وکړي چې ایا اسرایل خو د غزې په جګړه کې قتل نه کوي.

په داسې حال کې چې ایا د کلونو په اوږدو کې قتل عام شوی او که نه محکمې تېره اونۍ موقتي تدابیر وغوښتل.

د چینايي قاضي په ګډون اکثرو قاضیانو پرېکړه وکړه چې جنوبي افریقا د منلو وړ کېس لري او اسرایل باید اوس ټول هغه ګامونه واخلي چې په غزه کې له وژنو څخه مخنیوی وشي.

د امریکا په څیړنیز سټیمسن مرکز کې د چین د پروګرام مشرې یون سن امریکا غږ ته وویل، "زه فکر کوم چې چین د آی سي جې له پرېکړې د جګړې د کمېدو لپاره کار اخلي. خو د قتل عام یادونه یې نه کړې او دغه پرېکړې ته یې د موقتي ګام نوم ورکړی."

هغې وویل، "قتل عام د چین لپاره یوه حساسه کلیمه ده او زه شک لرم چې چین دې داسې یو څه ووايي چې په یو خپلواک هېواد باندې بیا عملي شي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG