لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې بلوچستان کې د پي ټي ای په لاریون شوی بمي برید غندلی دی


US North Korea
US North Korea

د امریکې د خارجه محکمې ویاند میتهیو مېلر د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته د احوال تېرولو پر وخت په بلوچستان کې د تحریک انصاف ګوند په لاریون د بمي برید نتیجه کې د اغېزمن شوؤ کسانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

ویاند ویلي دي "مونږ پاکستان کې د پي ټي آی په لاریون شوي برید کې د متاثره شوؤ کسانو سره خپله کلکه خواخوږي ښیو اؤ د پاکستاني ولس په لوړو حوصلو اؤ د مشکلاتو نه د وتلو په وړتیا باور لرو"

د پولیس چارواکو له مخې تېره ورځ د بلوچستان په سبي ښار کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د موټر سایکلو په یوه ریلۍ بمي چاودنه شوې وه چې پکې څلور تنه وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي وؤ .

هیڅ یوې ډلې تر دې مهاله د دغه برید ذمه واري پغاړه نه ده اخستې.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند د تېرې یوې میاشتې په مهال پاکستان کې د بیلابیلو ګوندونو پرضد د شوؤ حملو په یادولو سره وویل چې امریکا د انتخاباتو پروسې ته د زیان رسولو د هر عمل غندنه کوي.

"دا له هغو حملو څخه یوه ده چې مونږ تېره یوه میاشت کې د پاکستان دننه د ګڼو ګوندونو پرضد ولیدلې، الیکشن کمیشن پخپله هم په څو ځایونو کې د دې حملو په زد کې راغلی، مونږ د انتخاباتو عمل ته د زیان رسولو د هر عمل په سخته غندنه کوؤ"

ویاند وویل د پاکستان ولس دا حق لري چې هغوي د انتقام یا تشدد ګواښ ذهن ته له راوستو پرته د خپل مشرتابه انتخاب وکړي.

ویاند د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د هڅو ملاتړ ښکاره کړو اؤ وئ ویل "مونږ ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو د ګډې خطرې سره مقابلې لپاره د پاکستان سره په ګډه کار کولو ته ژمن یو اؤ د ترهګرۍ د مقابلې لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوؤ"

پاکستان کې عامو ټاکنو ته یوازې یوه اوونۍ وخت پاتې دی خو د ټاکنو رانزدې کېدو سره سم پاکستان کې د تشدد پېښې سیوا شوي اؤ ګڼ شمیر امیدوارانو باندې بریدونه شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ یو امیدوار ریحان زیب د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ اؤ هم د بلوچستان په قلعه عبدالله سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال وژل شوی ؤ.

همدا شان د بلوچستان د سرښار کوټې په سریاب روډ ګایي خان چوک کې د پیپلز ګوند د غړي او امیدوارعلی مدد جتک پر دفتر د لاسي بم برید شوی ؤ چې پکې 5تنه ټپیان وؤ.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د انتخاباتو نه وړاندې د ناامنۍ په رامنځته شوي وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي څنګه چې د انتخاباتو ورځې رالنډیږي نو پاکستان کې ورسره د تشدد په پېښو کې اضافه کیږي.

ایچ ار سي پي پخپل یو بیان کې ویلي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې په سبي کې پي ټي‌ آي، کوټه کې پیپلز پارټي اؤ شمالي وزیرستان کې ملي جمهوري غورځنګ ګوند په نخښه کړل شوي دي اؤ نګران حکومت ته به دې پېښو کې ککړ کسان معلومول اؤ د انصاف محکمې ته راکش کول وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG