لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او اې لخوا د ځوانانو نظر پوښتنه! اکثره ځوانانو ګراني‌ د هېواد تر ټولو لویه مسله بللې


د پاکستان ځوانانو خپل دغه نظر د واېس آف امريکا يوې سروې ته ويلی چې د نړيوالې ادارې اپسوس لخوا ترسره شوې.

په دغه سروې يا نظر پوښتنه کې د ۱۸ کاله نه تر ۳۴ کاله عمر ځوانانو نه دغه پوښتنه شوی چې دا وخت د پاکستان ترټولو لوی چېلنج څه دی؟

د سروی تر مخه د ښاريزو سيمو ۵۳٪ او د کليواليو سيمو ۶۳٪ ځوانان ګراني د ملک تر ټولو لويه ستونزه ګڼي. په سروی کې 70٪ ځوانانو ګراني د ملک تر ټولو لويه ستونزه بللې. د ګرانۍ نه ګيله منو ځوانانو کې د ښځو شمېره زياته ده، چې پکې ښځې 76٪ او نارينه 66٪ دي.

پوهان وايي، ښځې ځکه ګراني ترټولو لويه ستونزه ګڼي چې په اکثرو کورونو کې د کور د بجټ ذمه د ښځو وي او په تېرو دوو کلونو کې د ګرانۍ زياتېدونکې شرحې د ښځو په مشکلاتو کې نور زياتوالی راستی.

په ملک کې د خوراک څښاک توکيو بيو له زياتېدلو سره د منځني او کم آمدن لرونکي خلک ډېر ځپل شوي دي.

د سروی د نتيجو نه دا هم څرګندېږي چې ګرانۍ د پاکستان اولس څومره ځپلی دی نو ځکه د ملک په ټولو صوبو او پايه تخت اسلام آباد کې اکثره ځوانانو ګراني د ملک ترټولو لويه ستونزه بللې.

د پاکستان اکثره سياسي ګوندونه په راتلونکو انتخاباتو کې د برياليتوب وروسته د ګرانۍ قابو کولو دعوې کوي خو ماهرين ګڼي چې د نړيوالو حالاتو او کشالو اغېزې د ګرانۍ په شکل کې په ټوله نړۍ پرېوزي اود پاکستان د پاره به دا آسان کار نه وي چې ځان د دغو نړيوالو اثراتو نه بچ کړي.

ماهرين وايي، په پاکستان کې د ځوانانو رايې ورکونکو زياته شمېره په پام کې په نيولو سره سياسي ګوندونو ته پکار ده چې د ځوانانو غوښتنو ته لومړيتوب ورکړی شي، په خصوصي توګه د سوشل مېډيا او ټېکنالوجۍ په مد کې د ترقۍ سره د پاکستان ځوانان د ملک د موجوده سياسي حالاتو په اړه ډېر بېدار شوي دي اوپه راتلونکيو انتخاباتو کې خپل ووټ اچولو ته لېواله دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG