لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د وي او اې سروې: په ټاکنو کې نوماند یا سیاسي ګوند; د ځوانانو لومړیتوب څه دی؟

په پاکستان کې د څلورو څخه یو ځوان وایي چې هغه د یو ازاد کاندید پر ځای سیاسي ګوند ته خپله رایه ورکوي.

د وي او اې د یوې تر سره شوې سروې په اساس له ځوانانو څخه په راروانو ټاکنو کې د هغوی د انتخاب په اړه څو پوښتنې شوې دي.

په سروې کې 29 فیصده ځوانانو ویلي چې د دوی لپاره په ټاکنو کې د نوماند په پرتله سیاسي ګوند ډېر مهم دی او د دوی رایې د نوماند په توګه سیاسي ګوند ته ځي.

په سلو کې 18 فیصده ځوانانو ويلي، دوی ته نوماند ‌ډېر مهم دی، هغه که د هر ګوند پورې تړلی/تړلې وي.

په سروې کې تر ټولو زیات یعنی 35 فیصده ځوانانو ویلي دوی د رایې ورکولو پر مهال په ټاکنو کې نوماند او د هغه سیاسي تړاو دواړه په نظر کې نیسي.

کله چې له دغو 35 فیصده ځوانانو بیا وپوښتل شوه چې دوی سیاسي ګوند یا نوماند ته ترجیح ورکوي، نو اکثریت (53 فیصده ) یې د سیاسي ګوند په ګټه رایه ورکړه.

د اووه فیصده ځوانانو په وینا دوی د خپلوی او ټولنې پر بنسټ رایه ورکوي. په ښارونو او کلیو کې د خپلوۍ او ټولنې په اساس د رایې ورکوونکو شمېر یو شان دی، په داسې حال کې چې د دغو دواړو پر بنسټ باندې د رایې ورکوونکو شمېر د سیند او پنجاب په پرتله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات دی.

په سروې کې 10 فیصده ځوانانو د رایې ورکولو په اړه د څه ویلو څخه ډډه وکړه.

د نظر پوښتني پایلې دا ښيي چې په پاکستان کې اوس هم یو زیات شمېر ځوانان سیاسي ګوند ته لومړیتوب ورکوي. په سلو کې 18 فیصده ځوانان هغه دي چې آزادو نوماندانو ته رایه ورکوي.

د نظر پوښتني پایلې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د 8 نیټې د عامو انتخاباتو لپاره په کمپاین کوولو مصروفه دي او د سیاسي ګوندونو مشران د ځوان رایه ورکونکو په جذبولو بوخت دي.

کلیوال او ښاري وېش:

په کلیوالي سیمو کې یواځې د ځینو سیاسي کورنیو غړي یا انتخابي نوماند بریالي کیږي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې د نوماند په پام کې نیولو پرته د ولس اکثریت رایې سیاسي ګوندونو ته ځي.

خو د نظرپوښتنې له مخې، په ښاري او کلیوالي سیمو کې هغه ځوانانو شمیر مساوي دی چې د دواړه، نوماند او د هغه د سیاسي تړاو پر بنسټ د خپل رایې ورکولو پریکړه کوي.

د کورنۍ نظر او اغېزه:

په سروې کې، کله چې له ځوانانو وپوښتل شول چې ایا د دوی د کورنۍ نظر د رایې ورکولو په پریکړه اغیزه کوي، نو 53 فيصده ځوانانو منفي ځواب ورکړ.

د کورنۍ د غړو نظر د نارینوو (45 فیصده) په پرتله په ښځینه رایه ورکوونکي (49 فیصده) ډېره اغېزه کوي. په همدې ډول، د کورنیو نظر په کلیو کې د مېشتو ځوانانو په رایو ډېر اغېز لري.

د سروې پايلې ښيي چې د خيبر پښتونخوا ځوانان د خپلې رايې په پرېکړو کې ډېر خپلواک دي او د دوی پريکړه د خپلو کورنيو له نظره اغېزمنه نه ده.

د وي او اې او اپسوس د 2024 کال د جنورۍ 3 نېټې څخه تر 12 نېټې ترمنځ د ټیلیفون له لارې د برخه اخیستونکي رایه واخستل شوه. د سروې په پایلو کې د تېروتنې حد 2 فيصده کېدای شي.

See all News Updates of the Day

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې د حافظ ګل بهادر نزدې ترهګر ملګری وژلی

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې په کې یو ترهګر وژل شوی.

د پوځ ویاندې ادارې اي ایس پي آر د جمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي د عملیاتو په مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته هم شوې ده.

پوځ دعوه کړې چې په نښته کې وژل شوی ترهګر رزاق د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې د مشر حافظ ګل بهادر نزدې ملګری ؤ.

د اي ایس پي آر په بیان کې ویل شوي چې وژل شوي ترهګر په تېرکال په شپږمه جنورۍ د فقیر ایپي د نمسي ملک شیر محمد په هدفي وژنه کې لاس لرلو اؤ سږ کال په ۱۶م مارچ شمالي وزیرستان کې د شوي ځانمرګي برید سهولت کار هم ؤ.

په دغه ځانمرګي برید کې اووه پوځیان وژل شوي وؤ.

پوځ ویلي سیمه کې د پاکونې عملیات دوامداره دي اؤ امنیتي ځواکونه ملک نه د ترهګرۍ نوغي ویستو ته ژمن دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په امنیتي ځواکونو پرله پسې بریدونه کیږي چې ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

روانه اونۍ د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس آي مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف رسنیو ته ویلي وؤ چې سږ کال ترهګریزو بریدونو اؤ وسله والو سره نښتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي.

هغه ویلي وؤ امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

نوښار: د کولې درنګ کې د چاودنې له امله درې مزدوران مړه شوي

د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې د سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله د کولې درې مزدوران وژل شوي دي.

د ډان نیوز له مخې دا پېښه تېره ورځ د نوښار په دروازګۍ سیمه کې شوې ده اؤ وایي په پېښه کې د وژل شوؤ مزدورانو تعلق د شانګلې سیمې سره دی.

رپورټ کې ویل شوي چې دغلته مزدورانو د سکرو کان یا درنګ کې کار کولو چې په دغه مهال د ګیس چاودنه شوې اؤ درې کسان د سکرو په درنګ کې بند پاتې شوي چې وروسته مرستندویه فعالینو د هغوي مړي راویستي دي.

د پاکستان سنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په ټول پاکستان کې روان کال په جلا جلا پېښو کې د کولې د درنګونو 111 تنه مزدوران مړه شوي دي.

په دغو کې په سيند صوبه کې پينځه، په پنجاب کې 10، په پښتونخوا کې 29 او د تېرو کلو په څېر تر ټولو زيات په بلوچستان کې 67 د کولې مزدوران مړه شوي دي، چې زياتره د سوات او شانګلې دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن صدر لالا سلطان د کولې په کانونو کې د مرګونو د پېښو ذمه واري پر حکومت او اړوند ادارو اچوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د کارګرو خوارانو پر مخ او سر باندې يو څادر او ګونۍ [بوجۍ] واچوي چې که په کان کې دننه چاودنه کېږي او دوی پکې مري نو د دوی شناخت به بيا په اسانه کېږي:

د سوات او په خاصه د شانګلې خلک له حکومته د کار او دوی ته پر کلي وطن د روزګار نه برابرولو ګیلې کوي.

د مودي بیان ته د پاکستان غبرګون: د هند د تېري د اقداماتو مقابلې ته تیار یو

پاکستان د هند د وزیراعظم نریندرا مودي هغې وروستۍ وینا ته سخت غبرګون ښودلی چې پکې یې پاکستان د ترهګرو د سرپرست په نوم یاد کړی وو او ویلي یې وو د دوي سرتیري به د ترهګرو د سرپرستو منصوبې په پوره قوت سره ځپي.

د پاکستان خارجه دفتر د مودي په بیان خپل غبرګون کې ویلي، ګواښونه اؤ د جګړې ذهنیت سیمه ییز امن ته نقصان رسوي او دا طرز عمل د پاکستان او هند په ځانګړې توګه د جمو و کشمیر په څېر د زړو شخړو د هواري بیخي پرضد دی.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د جمعې په ورځ په کارګل کې په جنګ کې د وژل شویو هندي عسکرو په یادګار حاضري ورکړې او یوې دستورې ته يې خطاب کې ویلي وؤ، نن د هغه ځای څخه وېنا کوي چې د "ترهګرۍ اقاګان" د هغه اواز نېغ په نېغه اورېدلی شي.

د مودي وینا وه "د ترهګرو سرپرستو" ته ویل غواړي چې ناپاکې منصوبې به يې کامیابېدو ته نه پرېږدي او "زمونږ جانباز به يې په پوره طاقت چقوي، دښمن ته به خوله ماتی جواب ورکول کېږي."

دپاکستان د خارجه فتر له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې هندي مشران په خپلو داسې بیانونو د نړیوالې ټولنې پام پخپل ملک کې د بشري حقونو له کېدونکو سرغړونو اؤ د کشمیري ولس د منصفانه جدوجهد په وړاندې د خپلو سختو ګامونو نه اړول غواړي.

بیان کې ویل شوي هند باید په ترهګرۍ د نورو د تورنولو پځای په غیر ملکي سیمو کې په هدفي وژنو، ورانکارۍ اؤ د منظمې ترهګرۍ په خپل مهم غور وکړي.

بیان کې ویل شوي پاکستان د هر رقم تیري په ضد د خپلې خودمختارۍ د تحفظ لپاره پخپله اراده اؤ صلاحیت باور لري اؤ ددې مثال یې په فرورۍ ۲۰۱۹ کې د هند اړخه د شوې دراندازۍ په مهال د پاکستان د کوټلي غبرګون په شکل کې ښودلی هم دی.

خارجه دفتر ویلي چې پاکستان د هند د تیري د اقداماتو مقابلې ته تیار اؤ په سیمه کې امن اؤ ثبات ته ودې ورکولو ته ژمن دی.

د پاکستان او د هندوستان ترمنځ د کارګل په غرونو کې د جنګ ۲۵ کاله پوره شوي او واړه ملکونه په دې جنګ کې د خپلې کامیابۍ دعوېدار دي.

تېره ورځ پخپله وینا کې د هند وزیراعظم نریندر مودي ویلي و، د کارګل د جنګ په مهال هندوستان د امن کوښښونه کول خو پاکستان یو ځل بیا خپل مخ وښودلو خو د مودي په قول د تاریخ په مخکې ترهګرو ماتې وخوړه.

هندي وزیراعظم ویلي پاکستان چې په تېرو وختونو کې څومره اقدامات هم کړي دي ماتی يې په کې خوړلی دی خو پاکستان د خپل تاریخ نه سبق نه دی زدکړی او د ترهګرو په ملاتړ خپل ځان د مضبوطولو کوښښ کوي.

هند او پاکستان د کال ۱۹۹۹ د می او جولای د میاشت ترمنځ ورځو کې د کشمیر په کارګل ضلعه او په ځینو نورو علاقو کې محدود جنګ کړی ؤ.

د کارګل د غرونو په څوکو چې اکثر په واورو کې پټې وي هندي خواکونو به چې موسم ښه و نو قبضه وکړه او په موسم کې د شدت په مهال به يې د غرونو څوکې پرېښودې او مېداني علاقو ته به يې تګ وکړو.

د کال ۱۹۹۹ د فېبرورۍ په شروع کې هندي ځواکونه د کارګل غرونو ته لا بېرته نه وو تللي چې د پاکستاني پوځ نادرن لایټ انفېنټري (اېن اېل ایي) او د پاکستان په قول مجاهدین د کارګل په غرونو قبضه وکړه. هندي پوځ او استخباراتي ادارو ته د کارګل په غرونو د پاکستان د قبضې علم نه و.

خو د ګرمۍ په موسم کې چې د پاکستان د دغه مهم جويي علم وشو نو د قبضې د ختمولو دپاره د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ شدید جنګ شروع شو. هندي پوځ په کې د هوايي ځواکونو استعمال هم وکړو.

په کارګل کې د دریوؤ میاشتو د جنګ وروسته هندوستان د کال ۱۹۹۹ د جولای د میاشت په ۲۶ نېټه د ایرېشن د کامیابۍ او د خپل پوځ د فتحې اعلان وکړو.

په پاکستان کې د ځینو تجزیه کارانو دا وېنا ده چې پاکستان د کارګل جنګ بېللی نه دی بلکې د سفارتي دباو په نتیجه کې يې د محاذ نه خپل ځواکونه ستانه کړي وو.

د څېړونکو په قول د پاکستان سیاسي حکومت او د پوځ ترمنځ هم اهنګي نه وه او د دواړو د خرابو تعلقاتو اثر د کارګل په مهم هم وغورځېدو او نتیجه يې دا ووتله چې د امریکې صدر بېل کلېنټن په فشار پاکستان د کارګل نه خپل پوځ بېرته راووغوښتلو.

د ځینو تجزیه کارانو دا وېنا ده چې کارګل نه د پاکستان بیانیې ته نقصان رسېدلی دی ځکه چې په مغربي دنیا دا د پاکستان مېس اېډوېنچر یا ناکامه مهم بلي.

جنوبي وزیرستان: زرګونو خلکو د ناامنۍ ضد پاڅون کړی، وایي پوځي اپرېشن او ترهګري نه قبلوي

د جنوبي وزیرستان په واڼه ښار کې په زرګونو خلکو د ناامنۍ په ضد ولسي پاڅون او کاربندیز کړی او ویلي یې دي دوي نور په یو صورت هم پخپله خاوره کې اپرېشنونه، ترهګري اؤ ناامني نه مني.

د جمعې په ورځ راجوړ شوي دې ولسي پاڅون کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، ولسي استازو، قامي مشرانو، د مدني ټولنې اؤ ولسي تنظیمونو غړو برخه اخستې وه اؤ د ناامنۍ اؤ ترهګرۍ پر ضد یې کلک شعارونه ورکول.

ددې احتجاجي لاریون په مهال واڼه بازار په بشپړ ډول تړل شوی ؤ اؤ په سیمه کې سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ.

د واڼه بازار څخه په تېرېدو دغه لاریون د میرزا عالم پمپ سره نزدې په یوه لویه جلسه بدل شو چې ورته ورته سیمې نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي زبېر وزیر، پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر او د بیلابیلو ګوندونو سیمه ییزو مشرانو ویناوې وکړې.

ویناوالو وویل په سیمه کې امن پر ځای ساتل اؤ د ترهګرۍ مخنیوی د ریاست ذمه واري ده اؤ ریاستي ادارې باید باید د امن په ټینګښت کې سنجیدګي وښیي.

هغوي وویل ترهګرۍ اؤ پوځي عملیات د سیمې د خلکو ژوند، روزګار اؤ اقتصاد تباه کړی اؤ اوس د ریاست نه د امن غوښتنه کوي خو ګواښ یې وکړو چې که د امن غوښتنه یې ونه منل شي د خپلو پرامنه احتجاجونو لړۍ به نوره پسې وغځوي.

د جلسې په پاي کې د پاڅون یو منتظم مولانا نیک محمد د ۱۴ نکتو یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په هغې کې ویل شوي د امن ټینګښت د ریاست ذمه واري ده اؤ د امن په نوم به سیمه کې هیڅ لښکر، کمیټي یا مسلح تنظیم ونه منل شي.

ولسي پاڅون سیمه کې د پوځي عملیاتو سره سخت مخالفت ښودلی اؤ ویلي دي چې عملیاتو کې عام خلک زیانمن کیږي.

دوي غوښتنه وکړه چې په دې وروستیو کې په هدفي بریدونو کې د وژل شوؤ مولانا مرزا جان اؤ مولانا دین سعید قاتلان دې زر تر زره ګرفتار اؤ د انصاف محکمې ته راکش کړل شي.

د پاڅون برخه والو وغوښتل چې د سیول انتظامیې په اختیاراتو کې دې د مداخلې لړۍ ودرول شي اؤ د غیر اییني اؤ غیر قانوني ګامونو مخه دې ونیول شي.

د پاڅون برخه والو د افغانستان سره د انګور اډې د لارې هر رقم تجارت لپارهد پرانستو غوښتنه هم وکړه اؤ وي ویل په کوز جنوبي وزیرستان کې باید ولس اؤ سرکاري ملازمانو ته بشپړ تحفظ ورکړل شي.

پاڅون پخپله اعلامیه کې سیمه کې د تورو شیشو په ګاډو، په منشیاتو اؤ د وسلې په نمایش د بندیز غوښتنه وکړه اؤ وي د سیمې نه ټول لادرکه کسان اؤ سیاسي قیدیان باید عدالتونو ته وړاندې کړل شي.

په سیمه کې د هدفي وژنو، بهته خورۍ، تښتونو اؤ بمي چاودنو د لړۍ ودرولو غوښتنه هم وکړل شوه.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر محمد ناصر خان وي او ای ډیوه ته ویلي د امن پاڅون چې کومې غوښتنې کړي د سیمې د خلکو اؤ مشرانو په ملتیا به انتظامیه د هغې د پوره کولو هڅه کوي .

هغه ویلي چې انتظامیه په سیمه کې دامن ټینګښت ته جدي ده اؤ هیچاته اجازه نه ورکوي چې د سیمې امنیت ګډو وډ کړي.

ایشیايي ترقیاتي بینک پاکستان لپاره ۴۰ کروړه ډالر قرضه منظور کړې

د ایشایي ترقیاتي بینک له لوري به دا ۲۵ کروړه ډالر د پاکستان حکومت ته اساسي ځاندره یا انفراسټرکچر کې د سرمایه کارۍ مد کې د مرستې لپاره ورکول کیږي
د ایشایي ترقیاتي بینک له لوري به دا ۲۵ کروړه ډالر د پاکستان حکومت ته اساسي ځاندره یا انفراسټرکچر کې د سرمایه کارۍ مد کې د مرستې لپاره ورکول کیږي

ایشیایي پرمختیایي بینک د پاکستان لپاره د ۴۰ کروړه ډالرو د قرضې منظوري ورکړې اؤ پاکستاني مطبوعات وایي ښیي چین اؤ سعودي هم پاکستان نه د خپلو ۹ اربه ډالرو د پورونو ستنولو موده لا پسې وغځوي.

خو په عین حال کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د اقتصادي چارو قایمه کیمټې ته ویل شوي چې پاکستان کې د سیاسي وجوهاتو له امله بهرني سرمایه کاران هیڅ خبرې کولو ته تیار نه دي .

کمیټې ته ویل شوي د جېنوا په کانفرنس کې چې د سیلاب ځپلو سره د ۱۰ اربه ډالرو د مرستو کومې ژمنې شوې وې هغې کې تر اوسه پاکستان ته یوازې درې اربه ډالر ورکړل شوي دي.

ډان نیوز د ایشیایي پرمختیایي بینک د چارواکو له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې پاکستان ته ورکړل کیدونکي دا ۴۰ کروړه ډالر به په سیند صوبه کې دسیلاب نه د اغېزمنو کورنیو په بحالۍ اؤ مرستو مصرفولی شي.

چارواکو ویلي دوه نیمو لکه سیلاب ځپلو کورنیو ته به د کورونو جوړولو لپاره مرستې په نغدي ډول ورکول کیږي.

ایشیایي پرمختیایي بینک په ۵م جون د پاکستان لپاره د ۲۵ کروړه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه.

د ایشایي ترقیاتي بینک له لوري به دا ۲۵ کروړه ډالر د پاکستان حکومت ته اساسي ځاندره یا انفراسټرکچر کې د سرمایه کارۍ مد کې د مرستې لپاره ورکول کیږي.

د پاکستان ایکسپریس رسنۍ د جمعې په ورځ ویلي کیدای شي چین اؤ سعودي عرب هم دمالي کال ۲۰۲۴-۲۵م لپاره پاکستان نه د خپلو غوښتل کېدونکو نهو اربه ډالرو د ستنلو موده نوره هم وغځوي.

رپورټ کې د پاکستا د اقتصادي چارو د وزارت د سرچینو له خولې ویل شوي پاکستان اړ دی چې سږکال ۲۰ اعشاریه ۸ اربه ډالرو نه زیاتې پیسې بیلابیلو هیوادونو اؤ ادارو ته ور ستنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې سخت سیاسي اړی ګړی رامنځته شوی اؤ د ترهګرۍ لړۍ نوره هم چټک شوې ده.

پاکستاني مطبوعات وایي تېره ورځ د قامي اسمبلۍ د اقتصادي چارو قایمه کیمټې ته ویل شوي چې پاکستان کې د سیاسي وجوهاتو له امله بهرني سرمایه کاران هیڅ خبرې کولو ته تیار نه دي اؤ د سیلاب ځپلو سره چې د ۱۰ اربه ډالرو د مرستو کومې ژمنې شوې وې هغې کې تر اوسه پاکستان ته یوازې درې اربه ډالر ورکړل شوي دي.

غونډې ته داقتصادي چارو وفاقي سکتر پخپل بریفنګ کې ویلي چې د ملک سیاسي حالات داسې دي چې بهرني سرمایه کاران په دیامیر بهاشا ډیم سرمایه کارۍ لپاره خبرې ته هیڅ تیار نه دي اؤ دا مهال په دغه ډیم یوازې د ترقیاتي پروګرام نه پنګې لګول کیږي.

هغه ویلي د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره د جېنوا په کانفرنس کې د ۱۰ اربه ډلرو د مرستو ژمنې شوې وې خو په دې پیسو کې پاکستان ته تر اوسه درې اربه ډالر ورکړل شوي دي.

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک روانه اونۍ ویلي، په تېر مالي کال 2023/24م کې د کرنټ اکاونټ خساره په ریکارډ کچه کمه شوې او اقتصاد پوهان وایی د بهر هیوادونو څخه په ترسیلات زر کې زیاتوالی او تجارتي خسارې د کمي له وجې په امدن او خرڅونو کی فرق کم شوی خو په راتلونکې کې دې سره په اقتصادي پرمختیا یا شرح نمو هم اثرات کېدای شي.

چين د پاکستان چاينا اقتصادي راهدارۍ د منصوبې يا سي پېک لاندې په پاکستان کې د توانايۍ او سړکونو په منصوبو کې نزدې د 64 بيليونه ډالرو سرمايه کاري کوي خو په دې تېرو وختونو کې د سي پېک په منصوبو کار ورو شوی، او غټ علت یې په پاکستان کې په چينايي کار کوونکو حملې بلل کېږي خو پوهان وايي ددې نه علاوه هم ځينې نور وجوهات شته.

اقتصاد پوه شاهد محمود وايي ډیوه ته ویلي "د سي پېک په دوېم پړاو چين کار ځکه نه شورو کوي چې چين غوښتنه کوي بايد لومړي پړاو کې د توانايې د انډپنډنټ پاور پروډيوسر پاتې پېسې ورکړي او مونږ هم د سي پېک د لومړي پړاو د پروژې نه هيڅ ګټه پورته نه کړه او دغه خو تشې قرضې دي چې اوس يې مونږ بېرته نه شو واپس کولی"

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان اقتصاد په درامداتو اډاڼه لري او په درامداتو د بندیزونو او د حکومتي ټیکسونو له وجې اغیزمن کیدی هم شي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان دا وخت د غېر ملکی زرمبادله د کمي سره مخ دی او که خساره سېوا کیږی نو دې سره به د پاکستانی روپۍ په قیمت هم منفي اغېزې کيږي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG