لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استاذان وایي د پښتونخوا پوهنتونونه د لسو کالو راهسې مالي بحران سره مخ دي خو سیاسي ګوندونه ورته پام نه لري


په خېبر پښتونخوا کې د پوهنتونونو استاذان وايي چې نزدې د تېرو لسو کالو راهيسې د صوبې پوهنتونه له مخ په زياتېدونکې مالي بحران سره مخ دي خو د سياسي ګوندونو او حکومتونو له خوا ورته په سمه توګه پاملرنه نه کېږي.

د پوهنتونونو د مالي ستونزو د سياسي ګوندونو مخې ته د اېښودلو او دا چې سياسي ګوندونو راتلونکو ټاکنو کې د لوړو زده کړو دپاره پخپلو منشورونو کې څه پروګرامونه شامل کړي دي؟ په دې موضوع د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې يو ورځنې غونډه ترسره شوې چې پکې زده کوونکو، استاذانو او د سياسي ګوندونو غړو ګډون درلود.

د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون د استاذانو اتحاديه وايي چې له ۱۸م ايیني ترميم وروسته د لوړو زدکړو کمېشن د خېبر پښتونخوا د پوهنتونو فنډ یا پنګې ۴۰ فیصده راکمې کړې دي چې له امله يې د صوبې پوهنتونونه د مالي ستونزو سره مخ شوي.

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د استاذانو د اتحاديې مشر ډاکټر فضل واحد وایي، د پوهنتونونو په پنګو یا فنډونو کې د کمي راوستل کېدو سره د پښتونخوا د پوهنتونونو مالي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.

د هغه په خبره " وفاقي ايچ اي سي کټ ولګولو په پوهنتونونو او صوبايي حکومت د پوهنتونو شمېر هم سېوا کړو نو په کومو پېسو چې دوی کټ لګولی و نو هغه نورې هم تقسيم شوې په پوهنتونو نو کې، بل طرف ته چې کوم اخراجات دي هغه هم سېوا کېږي د ګرانې له وجې او بل اړخ ته يې په کالجونو کې بي ايس شروع کړو نو چې شته پوهنتونونه د مالي بحران سره مخ وي نور ورسره هم زده کوونکي کم شول"

د غونډې پرمهال د استاذانو وېنا وه چې د فنډز د کمي له وجې د استاذانو تنخواګانو او پنشنونو ورکولو کې ستونزې مخې ته راځي او د فيسونو سېوا کولو په صورت کې زور يې د زده کوونکو نه وځي.

د اسلاميه کالج پوهنتون زده کوونکی حماد خان ډیوه ته وایي، په لومړي کال کې د دوي فيس 43،000 زره روپۍ و او چې کله 2023-24 سېشن شروع شو نو هغه 48،000 ته ورسېدو.

د هغه په وینا " بيا که مونږه د سلف فنانس خبره وکړو نو د سهار دپاره د یو کال کوم فیس چې 90،000 روپۍ ؤ نو هغه اوس 148،000 ته ورسیدو، دوېمه خبره دا ده چې دوی سره کومې هاسټلې دي نو دوی د هغې کرايه نه ورکوي نو تېر کال يې مونږه فيس 33،000 ورکړی و او اوس دا کال مونږه 36،000 روپۍ فیس ورکړو"

د اتحاديي غړي وايي چې د غونډې جوړولو مقصد د پوهنتونو په مالي بحران بحثونه کول او د سياسي ګوندونو نه غوښتنه کول وؤ چې خپلو منشورونو کې لوړو زدکړو ته لومړيتوب ورکړي.

غونډې ته راغلو د پاکستان پپيلز ګوند، جماعت اسلامي، عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف پارلېمنټېرين او د جمعيت علما اسلام غړو ژمنې وکړې چې واک کې له راتلو وروسته به د پوهنتونونو د مالي بحران د مخنيوي او زده کوونکو ته د فيسونو په مد کې د اسانتیاؤ ورکولو دپاره خصوصي ګامونه اخلي.

‎د خېبر پښتونخوا ګورنر چې د پوهنتونو نو چانسلر هم دی د جمعيت علما اسلام ګوند سره تړاو لري.

په غونډه کې د ياد ګوند د نماينده وېنا وه چې تعليم د دوی په اولنیو ترجيحاتو کې شامل دی او دوی به ضرور د تعليم د پرمختګ دپاره ګامونه اخلي.

‎د جعميت علما اسلام ګوند غړی او پخوانی صوبايي وزير ‎آصف اقبال داودزي وویل کله چې د دوي ګوند واک ته ورسیږي نو پوهنتونونو ته به ځانګړی پام وګرځوي.

‎هغه وینا وه" تاسو ته مالومه ده چې زمونږ دا صوبه د خپلو وسایلو پېدا کولو حوالې سره ډېر کم اختيار لري، په سلو کې لس روپۍ د دې صوبې خپل پېداوار دی باقي دپاره زما صوبه په مرکز او بهرني امداد انحصار کوي، مونږ باور ورکوو چې څومره هم په خېبر پښتونخوا کې پوهنتونه دي او د هغوی ملازمين دي چې جمعيت علما اسلام په واک کې راشي نو د هغوی د اطمينان مطابق به کار کېږي"

د اسلاميه کالج پوهنتون د استاذانو د اتحاديي نه د ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه تر 2017 کال پورې به د لوړو زدکړو کمېشن له خوا پوهنتونونو ته څه باندې 100 اربه روپۍ د يو کال دپاره فنډ ورکول کېدو خو د 2018 کال وروسته دغه فنډ 66 اربه روپو ته راکم کړل شو.

دوی وايي د هېواد په نورو صوبو کې پوهنتونونو ته د صوبايي خزانې څخه پېسې ورکول کېږي خو دلته هغه فنډ هم نشته.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG