لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي د بلوچستان په مچ اؤ کول پور کمپلیکس کې د لټون درې ورځنیو عملیاتو کې 24 ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ د بلوچستان په مچ سیمه اؤ کول پور کمپلیکس کې د ترهګرو د ډله ییز برید جذیات مخې ته راوړي دي اؤ وایي امنیتي ځواکونو د د دریوؤ ورځو په عملیاتو کې 24 ترهګر وژلي دي.

د جمعې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل بیان کې ویلي دي چې قانون پځای کوونکو ادارو په مېړانې سره د ترهګرو بریدونه پشا تمبولي دي اؤ د لټونې په درې ورځنیو عملیاتو کې یې 24 ترهګر وژلي دي.

پوځ ویلي چې په وژل شوؤ ترهګرو کې شهزاده بلوچ، عطاء الله صلاح الدین اؤ عبدالودود شامل دی اؤ د نورو وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو روانه ده.

پوځ زیاتوي چې ترهګرو سره په نښته کې د قانون پځای کوونکو ادارو څلور مامورین اؤ دوه عام وګړي هم وژل شوي دي.

د دوشنبې- ګل په ماسخوتن شاوخوا نهه بجې د ضلعه کچي په بولان دره کې د ډله یيزو وسله والو بريدونو خبر ورکول شوی وو.

ددغو بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په دې بريد کې د دوی فدايي ډله هم برخه لري.

د بریدونو په مهال وسله والې ډلې بي ایل اي د مچ په بیلابیلو سیمو راکټونه داغلي وؤ چې د امنیتي چارواکو په وینا عامو خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوړمه ورځ پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي وؤ چې د مچ په عملیاتو کې د دریوؤ ځانمرګو په ګډون نهه ترهګر وژل شوي دي خو د چهارشنبې په ورځ بیا امنیتي سرچینو عملیاتو کې د نورو 12 ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې سیمه کې د وژل شوؤ ترهګرو شمیره 21 تنو ته رسېدلې ده.

د بريد مرکزي سيمه مچ ښار له کوټې څخه شاوخوا 65 کیلو ميټره لرې د بولان درې پر غاړه پرته ده. ياده ضلعه کچي د بولان په نامه هم پېژندل کيږي، دا له مستونګ، قلات، سبي، هرنايي سره ضلعي سرحدي سيمې لري. دا سيمه د بلوچستان له نا امنه سيمو څخه ګڼل کيږي.

د وسله والو ډلو پر فعاليت او بلوچستان نظر لرونکي خبريال زين الدين احمد په وينا، " د دې ضلعې په غریيزو سيمو کې د بلوچ وسلوالو تنظيمنو تر څنګ د بېلابيلو مذهبي تندروه ډلو فعاليت هم پاته شوی دی".

بولان دره

بلوڅ وسله والې ډلې بي ايل اې ياد بريد ته "اپريشن دره بولان" نوم ورکړی. دره بولان شاوخوا 70 کیلو ميټره اوږدوالی لري. په دې دره کې بهېدونکو اوبو ته د بولان سنيد ويل کيږي.

دره بولان د ضلعه کچي له کولپور سيمې څخه شروع کيږي او د کچي ضلعې تر مرکزي ښار ډهادر پورې غځېدلې ده. ياده دره په تاريخي توګه د تجارتي قافلو، ځايي او پوځي لښکرو د بريدنو او تګ راتګ لاره اوسېدلې ده.

له دې درې څخه تېرېدونکې لويه لاره اين 65 يا کوټه سبي سکهر سړک بلوچستان صوبه له سيند او پنجاب صوبې سره د سړک او هم د اورګاډي يا ريل ګاډي له لارې نښلوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG