څېړونکي وایي له روس سره د شمالي کوریا پوځي همکارۍ چین خفه کړی او کېدای شي هڅه وکړي دغه اړیکې د سیمه ییز استحکام د خرابېدو د مخنیوي په خاطر د واشنګټن پر ځای د خپلو ګټو لپاره همداسې پر ځای وساتي.
ماهرین اندېښنه لري چې کېدای شي شمالي کوریا له روسه د وسلو ټیکنالوجي ترلاسه کړي او په سیله یې پیانګ یانګ د میزایلو او اېټمي ودې پروګرامونه ګړندي کړي چې وایي دا به سیمې ته یو لوی خطر پیدا کړي.
د شمالي کوریا د مشر کیم جانګ اون زیاتېدونکو جګړو دا اندېښنې لا زیاتې کړې دي. هغه خپل پوځ ته امر کړی که جګړه پیل شي او د بیا یو ځای کېدو پالیسي منسوخ کړل شي، نو د جنوبي کوریا د نیولو لپاره دې تیار و اوسي.
د سپینې ماڼۍ یوه اعلی چارواکي د جنورۍ پر 27مه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوېن او د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي تر منځ له خبرو وروسته وویل:
"موږ د روس او شمالي کوریا تر منځ زیاتېدونکو اړیکو باندې ژوره اندېښنه لرو او دا اړیکې د ښاغلي کیم [جانګ اون] څه ارادې ښکاره کوي، موږ دا اندېښنې په پیانګیانګ باندې د بېجینګ اغېز ته په کتو له چین سره مخامخ ذکر کړې دي."
کیم جانګ اون د تېر 2023م کال په ستمبر میاشت کې په ماسکو کې د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره لیدلي وو او په ممکنه توګه یې پر هغو پوځي وسیلو ورسره بحث کړی وو چې د روس تکنیکي مرستې په بدل کې یې د اوکراین په جګړه کې روس ته ورکړي.
په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو د چارشنبې- شورو په ورځ د ایمېل له لارې وي او اې ته وویل چې هغه "د شمالي کوریا او روس تر منځ په همکارۍ هیڅ خبر نه دی" او په دې اړه "داسې هیڅ [معلومات] نه لري چې شریک یې کړي".
څېړونکي وایي چین اندیښنه لري چې د پوټین او کیم تر منځ د وسلو هر ډول معامله د دې سبب کېدای شي چې سیمه نوره هم ناارامه کړي. د امریکې د څېړنیزې ادارې سټیمسن سنټر یو مشر څېړونکی رابرټ مېننګ وایي:
"زه پر دې خبره شک لرم چې چینایان دې پوټین یو ګډوډي جوړوونکی ګڼي چې ګواکې کېدای شي [د سیمې] له ارامۍ سره لږ دلچسپي ولري، بلکې هغوی د کیم د میزایل او اېټمي پروګرام فعالوي او د پیانګ یانګ د پاروونکي چلند په وړاندې ډېر زغم لري".
ښاغلي مېننګ په خپل ایمېل کې ویلي، "د امریکې او جنوبي کوریا خلاف د کیم د سختې دښمنۍ او لږ ګټې تر لاسه کولو ترکیب [چینایان] نور هم د ارامۍ په اړه اندېښمن کړي او کېدای شي له امریکا سره یې یو څه معتدله همکاري ولیدل شي."
چین شمالي کوریا ته د هغو امریکایي ځواکونو خلاف د یوه بفر یا خنډ ریاست توګه ګوري چې په جنوبي کوریا کې مېشت دي. بېجینګ په سیمه کې ددې حالت پر ساتلو ټینګار کوي.
په امریکا کې د سمندري څېړونو د مرکز «نېول انالیسیز» څېړونکی کېن ګاس وایي بېجینګ اندیښنه لري که پیانګ یانګ د روسي ټیکنالوجۍ په مرسته د پرمختللو وسلو په کارولو سره خپل حرکات زیات کړي دا به د امریکې غبرګون را وپاروي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سین وي ډونګ او د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير چو سون هوی د جنورۍ پر 26مه په پیانګ یانګ کې پر دې اتفاق وکړ چې تر خپل منځ د پوځي تګلارې همکاري زیاته کړي او د خپلو ګډو ګټو د دفاع لپاره له یو بل سره تګ راتګ وکړي.
د جنورۍ پر 30مه د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ما ژاو سو په ماسکو کې سره ولیدل، دوی دواړو د خپلو هېوادونو د سياسي او سفارتي حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
Forum