د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې عدالت د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې ده.
د تېرو پینځو ورځو په مهال پاکستاني عدالتونو بیلابیلو مقدمو کې عمران خان ته په مجموعي دول د 31 کالو اؤ د هغه مېرمنې ته د 19 کالو د بند سزاګانې اورولې دي.
پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف مشر عمران خان دجمعې په ورځ خپل یو بیان کې په ځان لګیدلي ټول تورونه رد کړي اؤ ویلي یې وؤ هغه ته ملک سره د غدارۍ نه کولو سزا ورکړی شوې ده.
په اډیاله جیل کې بندي عمران خان ته دا سزاګانې په داسې حال کې اورول شوي چې د پاکستان عامو انتخاباتو ته یوازې پینځه ورځې پاتې شوې دي اؤ تحریک انصاف ګوند تورونه لګوي چې انتخاباتو کې د هغوي د ګټې مخه نیول کیږي.
د خالي یا شنبې په ورځ په اډیاله زندان کې د عمران خان اؤ بشرا بي بي د غیرشرعي نکاح د مقدمې اوریدنه شوې ده اؤ په دغه موقعه عمران خان اؤ دهغه مېرمنه بشرا بي بي هم عدالت ته وړاندې شوې دي.
د عدالت جج قدرت الله دواړو ښځې اؤ خاوند ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په ثابتېدو د 7، 7 کالو د بند اؤ 5، 5 لکو روپو د جرمانې سزا واوروله.
عدالت پخپله لنډه فیصله کې ویلي دي چې د غیر شرعي نکاح کیس تفیصلي فیصله به وروسته جاري کولی شي.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ یاد جج ددغه مقدمه تر 14 ساعتو اوږده اورېدنه کړې وه اؤ له دلیلونو اوریدو وروسته یې خپله پرېکړه خوندي کړې وه.
عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې دی، په 31مه جنورۍ هغه او مېرمن ته یې د توشه خانې قضيه کې د 14, 14 کلونو بند او يو ارب او 75 کروړه روپیو جرمانې ورکولو سزا اورول شوې او احتساب عدالت عمران خان د لسو کلونو دپاره نااهل کړی وو.
له دغې يوه ورځ وړاندې عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزا اورول شوې وه.
د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی و چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
خاور مانیکا د سېول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی او د عدالت نه یې غوښتي وو چې بشرا بي بي او عمران خان ته سزا ورکړي.
د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې له دې وړاندې محمد حنیف نومې یو تن د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غېرشرعي نکاح په مقدمه کې خپل درخواست بیرته اخستی وو.
خاور مانیکا د عمران خان او بشرا بي بي د نکاح نقل او د څلورو ګواهانو فهرست هم عدالت ته ورکړی وو.
د ځايي رسنيو ترمخه، عمران خان او بشرا بي بي عدالت ته خپل بيانونه وړاندې کړي دي.
بشرا بي بي ويلي، خاور مانيکا ورته په اپرېل 2017م کې طلاق ورکړی او هغې د اپرېل نه تر اګست 2017 پورې عدت پوره کړی وو.
هغې ویلي، په جنورۍ 2018م کې یې د عمران خان سره نکاح شوی وو.
د اسلام اباد په ضلعي عدالت کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال د عمران خان او بشرا بي بي نکاح خوان مفتي سعيد په خپل بيان کې دعوه کړې وه چې د 2018م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه يې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح تړلې وه.
مفتي سعید دعوه کړې وه چې عمران خان د 2018م کال په فرورۍ میاشت کې بیا ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې بشرا بي بي د 2017م کال په نومبر میاشت کې طلاقه شوې وه او د لومړۍ نکاح پر مهال د بشرا بي بي عدت هم نه وو پوره شوی.
خاور مانیکا په خپل خواست کې نکاح خوان مفتی سعید، عون چوهدری او محمد لطیف د شاهدانو په توګه شامل کړي وو.
هغه دعوه کړې وه، عمران خان د پرلت پر مهال د بشرا بي بي د خور په واسطه د دوي سره پېژندګلو پېدا کړې وه او وروسته بیا هغه د دوي په کورني ژوند کې لاسوهنه پېل کړې وه.
هغه په خواست کې ويلي وو، "ما هڅه وکړه چې عمران خان له خپلې کورنۍ څخه په باعزته توګه په ډډه وساتم، خو هغه پرله پسې لاسوهنې کولې او د پيرۍ مريدۍ په بهانه یې د دوي کور او شخصی ژوند ته لار پیدا کړه".
عدت څه ته وايي؟
قانون پوهه اقبال شاه خټک وايي، عدت دوه ډوله وي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې خپله خپله موده ټاکل شوې ده".
هغه زیاته د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی".
د نوموړي په خبره، "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".
هغه وویل، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي او د هلته نه یې تاييد کيږي، او 90 ورځې د عدت ځکه دي نکاح پکې نه شي کېدی د هغې بنيادي وجه د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي."
اقبال شاه خټک زياته کړه، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".
Forum