لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیسو نړیواله اداره اټکل کوي د چین اقتصاد به په راتلونکو څلورو کلونو کې ورو شي


د پویسو نړیواله اداره ای ایم ایف وایي امکان لري چې د چین اقتصادي ځوړتیا په راتلونکو څلورو کلونو کې دوام ولري ځکه چې وایي د نړۍ دا دویم لوی اقتصادي هېواد د زیاتېدونکې ابادۍ، زیاتې بې روزګارۍ او د جایدادونو د بحران له چېلنجونو سره مخ دی.

ای ایم ایف د جمعې په ورځ په خپل یو نوي رپوټ کې اټکل کړی چې د چین اقتصادي وده به په روان کال کې 4.6 فیصده ته کښته شي، چې په 2023م کې 5.2 فیصده وه او وايي تر 2028م پورې به یې اقتصادي وده 3.4 فیصده ته راټیټه شي.

د جایدادونو د خرڅلاو بازار د چین په تاریخ کې د کورني پیداوار په څلورو کې یوه برخه جوړوي، رپوټ وایي په دې وروستیو کې دغې برخې د چین پر اقتصاد ځانګړی ګوزار کړی دی.

د جنورۍ پر 29مه د هانګ کانګ یو عدالت د جایدادونو د معاملاتو یوې لویې کمپنۍ «چاینیز ایورګرېنډ» ته امر وکړ، چې خپل کارونه بند کړي، ځکه چې دغه کمپنۍ په نړۍ کې تر ټولو زیاته یعنې 300 اربه ډالره پوروړې ده.

د پیسو نړیوالې ادارې په خپل څېړنیز رپوټ کې پېشبیني کړې ده چې د جایدادونو یا ریل اسټېټ په برخه کې سرمایه کاري کېدای شي د 2022م کال د کچې په نسبت په رتلونکو لسو کلونو کې له 30 تر 60 فیصدو پورې ولوېږي:

"د پراپرټۍ څانګې لپاره د یوې پراخې او نوې پالیسۍ د پېکیج د نشتوالي له کبله کېدای شي په ریل اسټېټ کې سرمایه کاري تر توقع زیاته وغورځېږي او تر اوږدې مودې پر کورنۍ وده او تجارتي شریکانو باندې منفي اغېز وکړي".

خو د چین لپاره د ای ایم ایف یو مشر ژانګ ژینګسین د دې ادارې په رپوټ کې شامل د جنورۍ د لسمې نېټې په یو بیان کې له ذکر شویو نتایجو سره اختلاف کړی دی او لیکلي یې دي:

"[د ای ایم ایف] رپوټ خبرداری ورکوي چې ګواکې د چین ریل اسټېټ بازار له خطر سره مخ دی، خو دا اټکل، تر یو څه حده، ډېره ناهیله کوونکې ده".

ژانګ ژینګسین وایي د 2023م کال له اګست میاشتې راهیسې د چین د ریل اسټېټ په بازار کې راکړې ورکړې په عمومي توګه وده کړې ده، چې وایي په تدریجي توګه یې د جایدادونو د بازار باوړ پیاوړی کړی دی.

په انټرنېشنل کرایسیز ګروپ څېړنیزه اداره کې یو څېړونکی او د امریکې او چین د چارو سلاکار علي واین وایي، د ځایي حکومت پورونه او د چین او لوېدیځو جمهوریتونو تر منځ اختلافات هم کېدای شي د چین د اقتصادي ځوړتیا سبب شي.

د رپوټ له مخې ای ایم ایف د چین حکومت ته وړاندیز کړی چې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې خپل خلک وهڅوي چې د سرمایه کارۍ نوې لارې پیدا کړي او له نورو وسیلو سره سره له بازار سره تړلي اصلاحات وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG