امنیتي چارواکي وایي د بلوچستان په قلات ضلعه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په انتخابي دفتر نامعلومه وسله والو د لاسي بم برید کړی دی اؤ د خېبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې د تحریک انصاف یو ځایي مشر د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته یوازې څلور ورځې پاتې شوې دي خو ددغه انتخاباتو نه وړاندې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په انتخابي غونډو اؤ کمپاینونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې یو شمیر امیدوارانو اؤ د هغوي پلویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لیویز چارواکو له خولې پاکستاني رسنیو ویلي د خالي په ماښام د بلوچستان د قلات ضلعې په منګوچر سیمه کې نامعلومو وسله والو د جمعیت علماء اسلام ګوند د انتخابي کمپاین په دفتر نامعلومو کسانو د لاسي بم برید کړی خو وایي په دغه برید کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوړېدلې.
چارواکي وایي له برید وروسته برید کوونکي له سیمې تښتېدلي اؤ پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د شواهدو په راټولولو سره یې د پېښې پلټنې پېل کړې دي.
تر دې پېښو دوه ورځې وړاندې هم بلوچستان کې د پیپلز ګوند په انتخابي دفتر د لاسي بم برید اؤ تحریک انصاف ګوند د ریلۍ مخې ته چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي اؤ څو نور ژوبل شوي وؤ.
د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې د یوې خودکش ښځینه برید کوونکې بلوچستان ته د ننوتلو د خبرداري مخې ته له راتلو وروسته یې کوټه کې په ولسي جلسو اؤ انتخابي غونډو بندیز لګولی دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې په ټولو سیاسي ګوندونو اؤ امیدوارانو ټینګار کړی دی چې هغوي باید خپلې غونډې له کورونو دننه وکړي ترڅو د ممکنه خطرې مخه ونیول شي.
پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ابیټ اباد سیمه کې هم د تحریک انصاف ګوند یو ځایي مشر عمران د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې عمران یوه اوونۍ وړاندې په تحریک انصاف ګوند کې شامل شوی ؤ اؤ دا لا نه ده معلومه چې هغه په هدفي توګه وژل شوی که د شخصي دښمنۍ په اساس.
په عین حال کې پولیس وایي د پښتونخوا د بنو ضلعې په خدري مامند خیل سیمه کې د پخواني صوبایي وزیر اؤ دصوبایي اسمبلۍ لپاره د پي ټي آی د کاندید ملک شاه محمد خان وزیر د انتخابي جلسې تر څنګ 10 کلو چاودیدونکي مواد موندل شوي.
د بمونو شنډونکو پولیسو سرچینو ډیوه ته ویلي چې که دغه مواد چاودیدلي وؤ نو په لویه کچه به یې تباهي کړې وه خو وایي پولیسو له وخته مخکې دغه مواد ترلاسه کړي اؤ د تباهۍ مخه یې نیولې ده.
له چاودیدونکو موادو ترلاسه کېدو وروسته د ملک شاه محمد خان انتخابي جلسه ځنډول شوې ده.
تېره اوونۍ هم په بنو کې د ملک شاه محمد خان د کور ترڅنګ ولاړ یو موټر سایکل کې اېښودل شوی بم چاودیدلی ؤ چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان ژوبل شوي وؤ.
خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په انتخابي فعالیتونو دا ترهګریز بریدونه په داسې حال کې چټک شوی چې انتخاباتو ته یوازې څلور ورځې پاتې شوې دي .
د ټاکنو رانزدې کېدو سره سم پاکستان کې د تشدد پېښې سیوا شوي اؤ ګڼ شمیر امیدوارانو باندې بریدونه شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ یو امیدوار ریحان زیب د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ اؤ هم د بلوچستان په قلعه عبدالله سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال وژل شوی ؤ.
همدا شان د بلوچستان د سرښار کوټې په سریاب روډ ګایي خان چوک کې د پیپلز ګوند د غړي او امیدوارعلی مدد جتک پر دفتر د لاسي بم برید شوی ؤ چې پکې 5تنه ټپیان وؤ.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د انتخاباتو نه وړاندې د ناامنۍ په رامنځته شوي وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي څنګه چې د انتخاباتو ورځې رالنډیږي نو پاکستان کې ورسره د تشدد په پېښو کې اضافه کیږي.
ایچ ار سي پي پخپل یو بیان کې ویلي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې په سبي کې پي ټي آي، کوټه کې پیپلز پارټي اؤ شمالي وزیرستان کې ملي جمهوري غورځنګ ګوند په نخښه کړل شوي دي اؤ نګران حکومت ته به دې پېښو کې ککړ کسان معلومول اؤ د انصاف محکمې ته راکش کول وي.
د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي پرون دخالي په ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ترهګرۍ کې اضافه شوې ده اؤ القاعده اؤ ټي ټي پي افغانستان نه د خپلو خوندي ځالو په توګه استفاده کوي خو بیا هم پاکستان کې به ټولټاکنې په سوله ییزه توګه وشي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو نګران وزیر وویل کله چې د کال 2008 م اؤ 2013م ټولټاکنې کېدې نو هغه مهال هم هیواد کې ترهګري وه اؤ اوس هم چې طالبان افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسیدلي نو ترهګرۍ کې اضافه شوې ده خو ددې باوجود به انتخابات په پرامنه توګه کیږي.
Forum