لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان خارجه پالیسي تل ریاستي ادارو په قبضه کې وي، سیاسي ګوندونه ورته خپلو منشورونو کې ځای نه ورکوي


د سياسي چارو څېړونکي وايي د سيمي او نړۍ سره د مثبتو اړيکو او د هېواد دمعاشي نظام پياوړي کولو د پاره مهمه ده چې بهرنۍ تګلاره سياسي ګوندونه وټاکي.

د څېړونکو په اند د پاکستان بهرنۍ تګلاره تل رياستي ادارو ټاکلې او هم دغه وجه ده چې سياسي ګوندونه يې د خپلو منشورونو برخه نه ګرځوي۔

دوی وايي اوس که بهرنۍ تګلاره د سياسي ګوندونو د منشور برخه نه وي نو راتلونکی سياسي حکومت به هم يو هائبرېډ رژيم وي او د هېواد اقتصاد به نور هم اغېزمن شي۔

د څېړونکو په وینا د پاکستان بهرنۍ تګلاره تل د امنيت متمرکز پاتې شوې او د جمهوري حکومتونو پرځای اختيار يې غېر جمهوري ادارو په لاسو کې اخستی چې له امله يې سياسي ګوندونه د خپل منشور برخه نه ګرځوي۔

پېښور پوهنتون کې د صحافت دڅانګې استاذ او څېړونکی ډاکټر سيد عرفان اشرف وایي. له بده مرغه په پاکستان کې خارجه پالېسي او د معاش سره تړلې معاملات مدام غېر جمهوري قوتونو پخپل لاس کې نیولي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویای "پاکستان کې عسکري ادارې اکثر بهرنۍ تګلاره په لاس کې اخلي نو د دې په بنياد وخت په وخت د سياسي پارټيو په منشور کې د بهرنۍ تګلارې اهميت کم شوی دی ولې چې هغوی که اقتدار کې را هم شي هغه وعدې چې کومې يې په منشور کې کړې وي هغه عملي کولی نه شي".

په هېواد کې عام انتخابات د روانې فرورۍ د مياشتې په اتمه نټيه په داسې حال کې کېدونکي دي چې پاکستان د دريوؤ مهمو ګاونډي هېوادونو افغانستان، ايران او هندوستان سره د تاوجنو سفارتي اړيکو نه تېرېږي.

څېړونکي وايي د سياسي ګوندونو له خوا بهرنۍ تګلاره د خپل منشور برخه نه ګرځول ښیي چې له ټاکنو وروسته به سياسي حکومت يو هائبرېډ رژيم وي او دا به د هېواد په اقتصاد خراب اثر ولري۔

ډاکټر سيد عرفان اشرف زیاتوي" که زمونږ بهرنۍ تګلاره د سياسي ګوندونو د منشور حصه نه وي د دې مطلب دا شو چې زمونږه سياسي حکومت چې کوم راځي هغه به بااختياره نه وي او هغه شان هایبرډ رژيم به وي څنګه چې مونږه په تېرو اتو یا لسو کالو کې وکتو".

که څه هم په پاکستان کې پوځ باندې دا تورونه لګول کيږي چې د هېواد په سياست کې مداخلت کوي خو د پاکستان پوځ وخت په وخت دا خبره تکراروي چې پوځ د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه نه کوي۔

د سياسي چارو څېړونکي وايي د نړۍ نورو لرو هېوادونو سره د تجارت کولو پرځای مهمه ده چې د ګاونډي هېوادونو سره سفارتي او تجارتي اړيکې ښه کړل شي، دوی وايي کوم سياسي ګوند چې د ټاکنو وروسته واک ترلاسه کړي بايد بهرنۍ تګلاره پخپله وټاکي۔

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان پيپلز ګوند غړی انور زیب وایي پاکستان کې راتلونکي جمهوري حکومت ته به هڅه کول وي چې د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره خپل تجارت اؤ سوداګري پیاوړې کړي اؤ په بهرنۍ پالیسۍ کې باید دې اړخ ته خاص پام وشي.

ډيوه سره خبرو کې دهغه وینا وه" زه امريکا، افريقه او نورې دنيا ته ځم او هلته منډهۍ او کاروبار لټوم او ماسره په ګاونډ کې د يو ارب او څلوېښتو کروړو ابادۍ هندوستان دی او هغه سره زما تجارت د نيشت برابر دی، دغه شان افغانستان او ايران سره دا اوس اوس واقعات شوي نو زما خپله رائ داده چې راتلونکی کوم سياسي حکومت راځي او هغه کوشش دا وکړي چې دلته بهرنۍ تګلاره باندې هغه اثر انداز شي، چې د هغه ګاونډي ملکونو سره ښه د رورولۍ تعلق وي او کاروبار وي ورسره".

د سياسي چارو پوهان وايي چې راتلونکی حکومت به د بهرنۍ تګلارې ټاکلو ترڅنګ د سياسي معاشي او ماحولياتي ستونزو، په اتلسم ترميم دعمل نه کېدو او د ترهګرۍ د چېلنجونو سره هم مخامخ وي د کومو حل کول چې د پاکستان د معاشي او سياسي استحکام دپاره ډېر مهم دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG