لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان اڅکزی: بلوچستان کې به د ټاکنو په ورځ په حساسو علاقو کې انټرنېټ موقتي بند وي


د پاکستان د بلوچستان صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د انتخاباتو په مهال به د صوبې په حساسه علاقو کې انټرنېټ په موقتي توګه بند وي.

نوموړي دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي، په وروستيو کې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

اڅکزي په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ويلي، "د عامو وګړو خونديتوب مهم دی او دا اندېښنه موجوده ده چې ترهګر ټولنيزې پاڼې لکه فېس بک، ټویټر (اېکس) او نور د رابطو دپاره کارولی شي".

هغه ويلي، "د خطرې کمولو دپاره به په تربت، مچ او چمن کې انټرنېټ محدودولی شي".

له دغې وړاندې نوموړي په کوټه کې په انتخابي غونډو د بنديز لګولو ويلي وو.

په اېکس پوسټ کې اڅکزي ويلي وو، "د بلوچستان حکومت په کوټه کې د یوې ښځینه ځانمرګې د ممکنه شتون په اړه د ګواښ له امله په ولسي او ټاکنیزو غونډو بندیز لګولی دی. له ټولو سیاسي ګوندونو او کاندیدانو غوښتل شوي چې د خطر د کمولو لپاره خپلې غونډې په کور دننه ترسره کړي. ‏حکومت د خلکو خوندیتوب ته ډیر اهمیت ورکوي".

د پاکستان د بلوچستان صوبايي حکومت لخوا دا اعلانونه په داسې وخت کې شوي، چي په تیرو څو ورځو کې په بلوچستان کې په انتخابي کانديدانو، انتخابي دفترونو او امنیتي عسکرو يو شمېر لاسي بمي بريدونه شوي دي.

په تیره يوه اوونۍ کې د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په لسوضلعو کې تر 25 زیات بمي بريدونه او چاودنې شوي، چې پکې پينځه تنه وژل شوي او تر 20 زیات ژوبل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې هم د تېرې مياشتې راهسې په انتخابي امېدوارانو دغه ډول بريدونه شوي دي.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) د جنورۍ په میاشت کې د شوو ناامنۍ د پېښو په اړه خپور کړي رپورټ کې ويلي، په جنورۍ 2024م کې په ملک کې 93 وسله وال بريدونه شوي، 90 کسان پکې وژل شوي، 135 ژوبل شوي او 15 تښتول شوي دي.

د پيکس ترمخه تېره میاشت په انتخابي هلو ځلو بريدونه سېوا شوي، 21 حملې شوي، لس تنه پکې وژل شوي او 25 ژوبل شوي، په وژل شوو کې د باجوړ نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلۍ ازاد امېدوار رېحان زېب او په شمالي وزیرستان کې ازاد امېدوار شامل دي، او په څو بريدونو کې امېدواران روغ وتلي دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، په ملک کې د کېدونکو انتخاباتو دپاره ټول انتظامات بشپړ کړل شوي دي.

د پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په لومړۍ فرورۍ ويلي وو، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG