لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو پوځ وايي، په غزه کې یې په لسګونو جنګیالي وژلي


واشنګټن – د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په غزې پټۍ کې یې د ګل یا دوشنبې په ورځ په لسګونو جنګیالي‌ وژلي.

دا خبر په داسې وخت کې راغلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن بېرته سیمې ته ورغلی چې په جګړه کې د یوې نوې وقفې لپاره په ښکېلو غاړو باندې زور راوړي.

د اسرایلو دفاعي ځواکونو ویلي، دوی تېره ورځ په خپلو عملیاتو کې په خان یونس نومې ځای کې هوايي بریدونه او ځمکنۍ جګړه کړې ده او دغه ډول یې په شمال او مرکزي غزه کې هم بریدونه کړي.‌

ملګروملتونو ویلي، په خان یونس کې د سختې جګړې له امله ملکي وګړي نور هم جنوبي ښار رفعې خواته کډه شوي چېرې چې د غزې تر نیمايي زیات خلک لا له مخکې څخه کډه شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې ۷۵ فیصده خلکو خپل کورونه پریښي دي او وايي چې د غزې خلک د "خوراکي توکو، اوبو، سرپناه او درملو له سخت کموالي سره" مخ دي.‌

په لنډ مهاله اوربند کې به غزې ته د بشري مرستو رسول زیات شي او د حماس لخوا به ورسره بندیان هم خوشې کړای شي.

د حماس مشران د اوربند په دې وړاندیز باندې د یوې اونۍ راهیسې غور کوي او دغه وړاندیز له مصري، قطري او د امریکا د منځګړو ترمنځ له خبرو څخه راوتلی و.

بلېنکن به په دې سفر کې له سعودي عرب، مصر، قطر، اسرایلو او لویدیځې غاړې څخه هم لیدنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "خارجه وزیر به ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي چې داسې یو تړون ته سره ورسېږي چې په ترڅ کې یې بندیان خوشې کړای شي او د بشري مرستو لپاره په جګړه کې وقفه راشي چې د غزې ملکیانو ته پکې د بشري مرستو لېږل زیات شي."

اسرایلو وروسته له هاغې د حماس د له منځه وړلو ژمنه وکړه چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل چې اکثره یې ملکیان وو.‌

اسرایلي چارواکو دا هم ویلي وو چې حماس په دغه برید کې ۲۴۰ نور اسرایلیان له ځانه سره تښتولي هم وو.

په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، چې په غزه کې د اسرایلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۷۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۶۶۰۰۰ نور ژوبل شوي دي چې ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.‌

د دې راپور ځینې برخې د فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG