لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ماه رنګ بلوڅ: څلور نور له مخکې څخه لا درکه کړل شوي بلوڅان وژل شوي دي


د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ویلي د بلوچستان په مچ او بولان سيمو کې امنیتي ادارو په عملياتو کې د ترهګرو پر نامه له مخکې څخه لا درکه کړي پينځه بلوڅان وژلي دي.

د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ او ځينو بلوڅو کورنيو په ګډه د ګل یا دوشنبې په ورځ د کوټې په سيول روغتون کې یو خبري کانفرنس ته وویل، څو ورځې وړاندې چې په مچ کې کوم وسلوال بريد شوی او د هغه بريد په ځواب کې د عملياتو پر وخت د کومو خلکو د وژنې حکومتي دعوه شوې ده پدې کې څلور هغه بلوڅان هم شامل دي چې له مخکې څخه لا درکه وو.

د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وویل،

" په دې پينځو کسانو کې درې کورنيو د خپلو نازولو شناخت کړی دی، څلورمې کورنۍ نن سهار د خپل نازولي شناخت کړی، چې دا ټول له اوله څخه لا درکه وو، د دوی د په زوره لا درکه کولو تمام ثبوتونه د دوی له کورنيو سره او د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم سره موجود دي."
خو د بلوچستان د اطلاعاتو نڰران وزیر جان اڅکزئي د ماہ رنڰ بلوچ دغه ادعاوې رد کړي دي او پر ایکس پاڼه یې ليکلي،

"په مچھ کښې وژل شويو د ترھڰرو کورنیو د وژل شوو جسدونه د تر لاسه کولو پر وخت په ليکلې بڼه کې دا منلې چي په مچه کې وژل شوي د بي ایل اې خلک وو او د ترھڰرۍ په پېښو کښې شریک وو، په دنيا کې يو ملک هم د ترهګرو جسدونه د هغوی کورنيو ته نه ورکوي خو پاکستان بيا هم د خپلو ګمراه يا بې لارې شوو بچانو خيال ساتي."

د نويشتمې جنورۍ په ماښام د کچي ضلعې په مچ بولان او ځينو نورو سيمو کې وسلوال بريدونه شوي وو، د دې بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې او دعوه يې کړه وه چې دره بولان اپريشين په نامه دې بريد کې يې پر لويه کچه حکومتي او عسکري ادارو ته ځاني او مالي زيانونه رسولي.

د پاکستان پوځ وياندې ادارې پر دويمه فروري د پېښې تفصيل خپور کړی و او په هغه کې يې دعوه کړې چې د مچھ او بولان په ځوابي آپریشن کښې یې ۲۴ ترھڰر وژلي دي او د څلورو عسکرو ترڅنڰ دوہ عام وڰړي ھم د ترھڰرو لخوا برید کښې وژل شوي.
پدې بريد کې 17 تنه ټپي شوي هم وو۔ ځايي سرچينې او د پوليسو معلومات دي چې په ياده پېښه کي ديارلس ولسي وګړي وژل شوي وو.

د ماہ رنڰ په وینا دوی یواځې د هغو څلورو کسانو د سپیناوي خبري کوي چي اوس يې مړي د کوټې په سيول روغتون مرده خانه کې پراته دي، د هغوی جسدونه د هغوی کورنيو ته پدې شرط ورکول کېږي چې کورنۍ به په ليکلې بڼه دا ورسره مني چې ګواکې دوی ترهګر دي خو په وينا یې چې دوی دې ته تيار نه دي.
ساټ

د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وايي،

"د جسدونو تر لاسه کولو لپاره دلته راغلي يو خو دلته يو داسې فارم راکول کېږي او له دې کورنيو څخه غوښتنه کېږي چې تاسو پر دې دستخط وکړی، پر هغه فارم ليکلي چې وژل شوی تن ترهګر وو، دا غېر انساني عمل دی، که پر دې فارم کورنۍ دستخط نه وکړي نو دوی جسدونه راکولو څخه انکار کوي."

د ماه رنګ په وينا، که پر کوم چا کوم تور دی يا په کوم جرم کښې ککړ دي د هغوی پر ضد دي د آئین او قانون په چوکاټ کښې دننه کاروائي وشي، او که دوی مجرم ثابت شي نو دوی ته دي عدالتونه سزا ورکړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG