لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د نهمې مې پېښو په قضيه کې د تحریک انصاف  ګوند په درېو مشرانو فرد جرم لګول شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور د ترهګرۍ ضد يو عدالت د نهمې مې د پېښو په قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند درېو مشرانو ډاکټر ياسمین راشد، اعجاز چودري او ميا محمود الرشيد باندې فرد جرم لګولی دی.

د پي ټي آی د دغو درېو مشرانو پرضد لاهور کې مقدمې درج وې. عدالت په دوی فرد جرم لګولی او په جېل کې دننه یې د قضيو د اورېدنې حکم کړی دی.

د پي ټي آی ياسيمن راشد د لاهور نه د قومي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 130) باندې د مسلم ليګ ن ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف په مقابله کې ولاړه ده.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

د پاکستان تېر حکومت ويلي وو د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

او تېر کال د جون په میاشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د یو لېفټننټ جنرل په شمول درې پوځي افسران په دې الزام له دندې څخه لرې کړی شوي چې د مې په میاشت کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې د تشدد په مخنیوي کې ناکامه شوي وو.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل احمد شریف چودهري په 26م جون يو خبري کانفرنس کې ويلي وو، د نورو 15 افسرانو خلاف ګامونه مکمل کړی شوي دي.

پوځي وياند ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو خلاف پخواني چيف جسټس جواد اېس خواجه، د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران، قانون پوهه بېرسټر اعتزاز احسن، سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او نورو څو کسانو خواستونه کړي وو.

تېر کال په 23م اکتوبر د پاکستان سپريم کورټ د پينځه ججانو بنچ په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد د قضيو اورېدنې غېرقانونه ګرځولې او د دفاع وزارت بيا دغه فېصله په انټرا کورټ يا سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.ا

او په 13م دسمبر بيا د پاکستان سپريم کورټ د شپږو ججانو بنچ په اکثريت سره فېصله اورولې او پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو ودرولو فېصله یې معطل کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG