یوه نوې سروې ښیي چې په پاکستان کې تر عمومي ټاکنو دوې ورځې مخکې د دې هېواد د ابادۍ تر نیمایي زیات یعنې په درو کې دوې برخې خلک د انتخاباتو او حکومت پر ریښتینوالي او صداقت باور نه لري.
په امریکا کې د انتخاباتو پر چارو نظرلرونکې څېړنیزې ادارې ګېلپ ته په نظرپوښتنه کې معلومه شوې چې د پاکستان اوسېدونکي د اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو له کبله په تېزۍ سره د ناهیلۍ خواته روان دي.
ګېلپ وایي ددغو چېلنجونو له کبله پاکستان ارامي له خطر سره مخ ده او د خلکو دا ناهیلي د انتخاباتو په را رسېدو سره نوره هم زیاته شوې ده.
په سروې کې ویل شوي چې له 2018م کال راهیسې بیا د پاکستان تر اوسنیو عامو انتخاباتو پورې سیاسي چاپېریال همدومره خراب دی څومره چې د دې هېواد اقتصادي حالت خراب دی.
د سروې له مخې "په هرو 10 پاکستانیانو کې اووه تنه یې د انتخاباتو په ریښتینوالي باندې باور نه لري"، د ګېلپ نظرپوښتنه ښیي چې پر انتخاباتو له شکونو سره سره 88 فیصده پاکستان په دې نظر دي چې په حکومت کې یې بډې رشتونه زیات دي.
په دې سروې کې ویل شوي چې د ملک د اقتصاد په اړه د پاکستانیانو ناهیلي په تېرو 18 کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي او 70 فیصده خلک یې فکر کوي چې دوی چېرې ژوند کوي هلته حالات په خرابېدو دي.
ګېلپ وایي د تېر 2023م کال د ستمبر او اکتوبر میاشتو تر منځ یې په پاکستان کې د 15 او تر دې زیات عمر لرونکو 1,000 تنو سره په اتفاقي توګه د دې سروې لپاره مخامخ مرکې کړې دي.
په نظرپوښتنه کې ورته څرګنده شوې ده چې د جنوبي اېشیا په دې ایټمي طاقت لرونکي هېواد کې سیاسي فضا له هغه وخته ناارامه ده له کله راهیسې چې مخکینی وزیراعظم عمران خان له خپلې څوکۍ لرې کړی شوی دی.
عمران خان د 2022م کال په اپرېل میاشت کې په قومي اسمبلۍ کې د باور د رایو په وسیله د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې کړی شو.
عمران خان د تېر 2023م کال له اګست میاشتې راهیسې د بډو رشوتونو په تور په زندان کې دی او تېره یوه اوونۍ کې په درو جلا مقدمو کې په مجموعي توګه د 31 کالو بند سزا ورته اورول شوې ده.
تېره اوونۍ عمران خان ته د ریاستي راز د افشا کولو په مقدمه سایفر کې 10 کاله، د ملکي توشه خانې د ډالیو د خرڅلاو په تور 14 کاله او د غیرقانوني واده په تور اوه کاله د بند او جرمانو سزا شو.
خو عمران خان دا ټول تورونه رد کړي او وایي د وزیراعظمۍ له څوکۍ د لرې کېدو په شمول دا هر څه په سیاسي بنیاد د ده خلاف شوي دي. عمران خان تور لګوي چې د ملک زورور پوځ غواړي د ده د بیا واکمنېدو مخه ونیسي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیش د عمران خان په ګډون د ده د تحریک انصاف ګوند ډېر نور کسان هم له سیاسي فعالیته منع کړي او نااهله کړي دي. سپریم کورټ هم د انتخاباتو د کمیشن د فیصله په ملاتړ تحریک انصاف له خپلې انتخابي نخښې «بېټ» څخه محرومه کړی دی.
تېر کال د مې پر نهمه د عمران خان تر نیول کېدو وروسته په ملک کې سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو په تور د پوځ په مرسته د پي ټي ای په سلګونو کارکنان، انتخابي غړي نیول شوي، تښتول شوي او مجبوره کړل شوي چې پي ټي ای پرېږدي یا په ټاکنو کې له ګډون یا بېخي له سیاسته لاس واخلي.
د ګېلپ څېړونکي وایي د پي ټي ای خلاف د پاکستاني چارواکو اقداماتو "د خلکو ښکاره غصه" را پارولې ده، په ګېلپ کې د رسنیو د څانګې مشره او د مواصلاتي چارو سلاکاره خورشید نصرتي وي او اې ته وویل:
"دا په یو نه یو شکل له همدې سره تړلې ده چې د انتخاباتو پر ریښتینوالي یې د خلکو باور کم کړی دی".
د ګېلپ څېړونکي وایي له ولسي مېنډېټ یا انتخاب پرته که هر څوک په پاکستان کې انتخابات وګټي، دا به ډېره ګرانه وي چې اصلاحات وکړي. ګېلپ د فرورۍ د اتمې ټاکنې نتایج د سیمې د ارامۍ لپاره مهم وبلل.
Forum