لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي، جمهوري عمل د قانون عملدارۍ او بشري حقونو ته ژمن دی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هايي کمشنر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، پاکستان جمهوري عمل، د قانون عملدارۍ، بشري حقونو او بنيادي ازادۍ ته ژمن دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وولکر ترک پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په بشپړه توګه ازاده او عادلانه رایه اچونه باوري کړي او د جمهوري عمل په اړوند دې خپله ژمنه تازه کړي.

په جېنوا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې، لیز تروسل ټینګار کړی چې په بشپړه توګه دې د ازادو او عادلانه منصفانه ټاکنو عمل باوري کړل شي.

پاکستان کې سبا د زيارت- پنجشنبې په ورځ عام انتخابات ټاکل شوي دي.

پاکستان کې د انتخاباتو نه مخکې د غټ سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف لخوا تورونه لګول شوي چې انتخاباتو کې د دوي د ګټې د مخې نیولو هڅې کولی شي.

تحریک انصاف ګوند وایي لکه څنګه چې نواز شریف او د هغه د ګوند نورو امېدوارانو ته د جلسو او انتخابي کمپین لپاره لاره ورکړل شوې دغسې د تحریک انصاف سره نه دي شوي او ترې دې چې دوي انتخابي کمپېن ته هم نه دي پرېښودل شوي خو چارواکي دا تورونه ردوي او وایي ټولو ګوندونو ته یوشان د کمېین موقعې ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څرګندونو په غبرګون کې نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيان جاري کړی دی.

په بيان کې ویل شوي،"پاکستان يو کوټلي جمهوري عمل ته ودې ورکولو، د قانون عملدارۍ په ځای ساتلو، د بشري حقونو ساتنې او بنیادي ازادۍ ته ژمن دی ايين او قانون یې د دغو خبرو ضمانت ورکوي".

ويل شوي، "پاکستان کې د انتخابي قانون لاندې د 2024م د اتمې فرورۍ د کېدونکو انتخاباتو دپاره امنیتي پلان ته ختمي شکل ورکړل شوی دی".

پاکستان د امنيتي پلان خبره په داسې وخت کې کړې چې نن د بلوچستان صوبې په پښين او قلعه عبدالله کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنې شوي، ګنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د دې ترڅنګ د انتخابي کمپېن په وخت په ځانګړي ډول بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې د ناامنۍ ګڼې پېښې شوي، انتخابي امېدواران وژل شوي او په انتخابي کمپېنو حملې هم شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل هم وړمه ورځ په واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال ویلي وو، امریکا په پاکستان کې د تشدد په پېښو، په رسنیو د قدغنونو، د انټرنېټ د ازادۍ او د رایې څرګندولو مخې ته په پرتو خنډانو اندېښنه لري او غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې باید د رایې څرګندولو بشپړ درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د ګوند او پلویانو په ځورونه او نیولواندېښنې څرګندې کړې او ويلي یې دي، پاکستان کې باید ټولو ګوندونه په منصفانه ډول سیالۍ کې د ګډون جوګه کړل شي.

ملګرو ملتونو د پاکستان په انتخاباتو کې د ښځو او اقلیتي ورورولیو په ځانګړي ډول احمدیانو ته د پېښو خنډانو يادونه هم کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، "زمونږ عدالتي نظام منصفانه اورېدنو ته زمينه برابروي، او په انتخابي عمل کې د هر ډول شکايت دپاره کورني قانون موجود دی".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG