د پاکستان په بلوچستان صوبه کې نن د شوو دوو چاودنو وروسته نګران وزيراطلاعات جان اڅکزي وويل، "انتخابات به سبا په هر صورت کيږي او د نننيو پېښو يواځينی هدف انتخابات سبوتاژ کول وو چې دا عمل اغېزمن شي خو سبا به انتخابات کيږي".
نوموړي نزدې يو ساعت وړاندې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، د پښين په خانوزۍ کې د انتخابي دفتر مخې ته شوې چاودنه کې 12 کسان وژل شوي او 24 ژوبل شوي، په هغو کې د مرګونو شمېره سېوا کېدی شي.
هغه وويل، د قلعه سېف الله په چاودنه کې 12 کسان وژل شوي او اته ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل، ژوبل کسان کوټې ته منتقل کړی شوي دي او په ضرورت پېښېدو نورو ښارونو ته هم منتقل کول کېدی شي.
خو ځايي مطبوعات د پښين او قلعه سېف په چاودنو کې د مرګ ژوبلو شمېرې زياتې ښايي.
لومړۍ چاودنه د پښين په خانوزۍ کې د يو ازاد امېدوار اسفنديار کاکړ د دفتر مخې ته شوې او بله بيا په قلعه سېف الله کې د جمعيت علمااسلام ګوند د امېدوار مولانا عبدالواسع د دفتر مخې ته شوې ده.
د چارواکو په وينا په چاودنو کې امېدواران بچ شوي دي.
په سمدستي ډول د دغو چاودنو زمه واري چا نه ده منلې.
جان اڅکزي وويل، په نننيو پېښو د بلوچستان وزيراعلا د درېو ورځو ماتم اعلان کړو. هغه زياته کړه، د بلوچستان ولس به سبا په پرامنه توګه بې له کومې ويرې خپله رای کاروي، ځايي انتظاميه د امنیت دپاره د ټولو ادارو عسکر رابللی شي.
بلوچستان کې دا چاودنې په داسې وخت کې شوي چې سبا په ملک کې د کال 2024م عام انتخابات ټاکل شوي دي.
د پاکستان صدر عارف علوي او نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په پښين او قلعه سېف الله د چاودنو غندنه کړې ده.
د رپورټونو ترمخه، الېکشن کمېشن په پښين کې د چاودنې نوټس اخستی او د چارواکو نه یې رپورټ غوښتی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، د سبانو انتخاباتو دپاره یې د امنیت کلک ګامونه پورته کړي دي.
Forum