د امریکې د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل پینځم سفر په ترڅ کې نن اسرایل ته رسېدلی او د ډزبندۍ د نوي پلان په اړه یې ورسره خبرې کوي چې په ترڅ کې به یې د غزې په جګړه کې وقفه راځي او پاته یرغمل کسان به خوشي کېږي.
تر اوسه له اسرایلي چارواکو سره د بلینکن د لیدو او خبرو تفصیل مخې ته نه دی راغلی خو پرون یې ویلي وو، چې د ډزبندۍ د نوي پلان په اړه د حماس د مشرانو جواب یې تر لاسه کړی او هغه ته ژوره کتنه کوي.
اینټني بلینکن نن د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع له وزیر یوواو ګېلېنټ او صدر اسحاق هرزوګ سره لیدلي او د ډزبندۍ د پلان په اړه د حماس پر تر لاسه کړي جواب یې ورسره خبرې کړې دي.
د اسرایل د وزیراعظم دفتر پر خپل ایکس له وزیراعظم نتنیاهو او نورو چارواکو سره د بلینکن د لیدو ویډیو خپره کړې او وایي چې نتنیاهو او بلینکن لومړی په خپل دفتر کې جلا تفصیلي خبرې وکړې او وروسته یې له ګڼو اسرایلي چارواکو سره په غونډه کې هراړخیزې خبرې وکړې.
تر 130 زیات اسرایلي وګړي تر اوسه لا په غزه کې له دې حماس ډلې سره یرغمل دي او د اسرایل له خوا بشري مرستو ته د اجازې ورکولو په بدل کې د هغوی خوشي کول د امریکا په ملاتړ د دغو مذاکراتو د ایجنډا مهمه موضوع ده.
بلینکن د نهې- سه شنبې په ورځ په دوحه کې خبریالانو ته وویل، "موږ به چې څومره ممکنه وي هغوی په محنت سره به کار کوو او هڅه به کوو چې یو تړون وشي او پر مخ لاړ شو چې نه یواځې د یرغمل کسانو بلکې ټولو ګټو په برخه کې یو پراخ تړون وشي".
فلسطیني وسلوالې ډلې حماس د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي وو، په غزه کې د ډزبندۍ د وړاندې شوي پلان په اړه یې خپل جواب اړوندو اړخونو ته سپارلی دی او امریکا دې جواب ته په کتنې سره ویلي امکان لري ډزبندي وشي.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي که څه هم تر اوسه د حماس ډلې د جواب تفصیل معلوم نه دی خو وایي دې ډلې په یو بیان کې ویلي چې جواب یې "په مثبته جذبه" ورکړی دی. حماس په بیان کې ویلي:
"[په جواب کې] د هراړخیزې او بشپړې ډزبندۍ ډاډ، زموږ د خلکو خلاف د تېري پای ته رسېدل، د مرستې، سرپناه او بیارغونې باور، د غزې د محاصرې ختمېدل او د بندیانو تبادله شامله ده".
د حماس یوه چارواکي غازي حماد رویټرز ته په لېږلي یو پیغام کې ویلي، د حماس مقصد دا دی چې د امکان تر حده د اسرایل په زندانونو کې بندي زیات شمېر فلسطیني وګړي را خوشي کړل شي.
د اسرایل د وزیراعظم دفتر د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته ویلي، چې د ډزبندۍ په اړه د حماس جواب یې تر لاسه کړی او "په مذاکراتو کې شامل چارواکي یې بشپړه ارزونه کوي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پر اسرایل د اکتوبر له اوومې د حماس له بریدونو راهیسې د خپل پینځه ورځني سفر په ترڅ کې سعودي، مصر، قطر او نن اسرایل ته تللی، ټاکل شوې ده چې سبا لوېدیځ غاړې ته هم سفر وکړي.
د امریکې د تورپوستو مذهبي مشرانو یو اتحاد- چې د غړو شمېر یې تر 1000 زیات دی- له صدر جوبایډن څخه په غزه پټۍ کې د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه یې د سه شنبې- نهې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په هغه غونډه کې کړې ده چې صدر بایډن هم پکې ګډون کړی وو.
Forum