لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتن یاهو د حماس د اوربند پلان رد کړی او د "بشپړې بریا" ژمنه یې کړې


واشنګټن – د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حماس لخوا وړاندې شوی پلان رد کړی.

نتن یاهو دا هود هم څرګند کړی چې په حماس باندې به تر "بشپړې بریا" پورې بریدونه دوام ولري.‌

د اسرایلو رهبر د حماس دا وړاندیز چې روانه څلور میاشتنۍ جګړه به درېږي او حماس به سل برمته کړي اسرایلیان هم خوشې کوي رد کړی. خو د حماس په وړاندیز کې دا هم راغلي چې دوی به د غزې پټۍ کنټرول ساتي او دا حق به هم ولري چې خپلې پوځي ظرفیتونه بېرته ورغوي.‌

نتن یاهو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټني بلېنکن سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، "مونږ د بشپړې بریا پر لور یو. بل کوم حل نشته."

هغه وویل، د یهودي دولت د جګړې هڅې به میاشتې ونیسي نه کلونه.

بلېنکن چې خپله به هم د شورو یا چهارشنبې د ورځې ناوخته خبري غونډه ولري، دا پنځم ځل دی چې د منځني ختیځ له مشرانو سره د خبرو لپاره سیمې ته ورځي خو داسې ښکاري چې تر اوسه هم دا هڅې د جګړې په پای ته رسولو کې بې ګټې دي.

حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. اسرایلو په غبرګون کې په غزې پټۍ باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې تر اوسه پورې پکې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۷۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي او دوه میلیونه نور له خپلو کورونو څخه بې ځای کړای شوي دي.

نتن یاهو هر ډول جوړ جاړی چې په ترڅ کې به یې حماس د ټولې او یا نیمه غزې کنټرول ولري رد کړی دی.

هغه همدارنګه ویلي دي، چې اسرایل "یواځینی قدرت" دی چې د اوږد مهاله امنیت ضمانت ورکولای شي.

امریکا غوښتي چې فلسطیني چارواکي دي غزه او د اسرایلو تر ولکې لاندې لویدیځه غاړه کنټرول کړةي خو نتن یاهو دا هم رد کړي‌ دي.

خو د اسرایلو دننه او د باندې ځینې انتقاد کونکي په نتن یاهو باندې نیوکې کوي چې له جګړې وروسته هم د غزې د کنټرول لپار ه هېڅ دول څرګند پلان نه لري.‌

بلېنکن د خپلې خبري غونډې څخه دمخه ویلي، چې د اسرایلو او حماس ترمنځ د نوي اوربند او د حماس لخوا د بندیانو د خوشې کېدو څخه دمخه لا "زیات کار" پاتې دی.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG