لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټګیو د تورونو او ناامنۍ تر څنګ پاکستانیان نن عامو ټاکنو کې رایې اچوي


واشنګټن – پاکستان به نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ نوی پارلمان په داسې حال کې ټاکي چې د وسلوالو مخالفینو بریدونه زیات شوي او د ټګیو له تورونو سره د رایه اچونې بهیر تر پوښتنې لاندې راغلی او ژور سیاسي ویش تر ډېره د یو ایتلافي حکومت د جوړېدو امکان ښکاره کوي.

دغه اټومي هېواد ته چې له افغانستان، چین، هند او ایران سره سرحدونه لري، ټاکنې په یو داسې مهم وخت کې راغلي چې په دغه سیمه کې پر پولو باندې شخړې دي او اړیکې تاوجنې دي.

اسوشیېتېډ پریس خبري رسنۍ په یو راپور کې لیکلي، د پاکستان راتلونکی حکومت به لوی چېلنجونه ولري، چې په هغو کې به د نا امنۍ کابو کول، اقتصادي ناورین حلول او د غیر قانوني کډوالو مسلې شاملې وي.

په ټول پاکستان کې د رایه ورکولو په مرکزونو باندې په لسګونو زره پولیس او ملیشې ګمارل شوي چې کلک امنیت وساتي.

خو بیا هم د انتخاباتو په شپه، په بلوچستان کې د انتخاباتو په یو شمېر دفترونو کې چاودنې وشوې، چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې ووژل شول او تر شلو زیات نور پکې ‌ژوبل شول.

د تحریک انصاف ګوند د بندي مشر پخواني وزیر اعظم عمران خان تورونو هم په انتخاباتو خپل سیوری غورځولی چې د دوی کاندیدانو ته د کمپاین کولو لپاره مناسب چانس نه و ورکړل شوی.‌

د کرکټ د غه پخوانی ستوری یو اسلامپاله سیاستوال باندې بدل شو چې بیا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د بې باورۍ د تحریک په پایله کې د وزیر اعظمۍ له څوکۍ څخه لېرې کړای شو او اوسمهال د زندان د میلو تر شاه پروت دی او ټاکنو ته له درېدو څخه منع کړای شوی خو اوس هم ستر پلویان لري.

خو دا له څرګنده نه ده چې د هغه قهرجن او مایوسه شوي ملاتړي به په ټاکنو کې زیاتې شمېرې راخپلې کړي او که نه.

د پارلمان د استازو د جرګې یا د نشنل اسامبلس د ۲۶۶ څوکیو لپاره د شاخوا ۴۴ سیاسي ګوندونو څخه کاندیدان ټاکنو ته ولاړ دي.

د دې ترڅنګ د اسامبلۍ د ټولو ۳۳۶ څوکیو څخه ۷۰ نورې څوکۍ یا سیټونه د ښځو او اقلیتونو لپاره محفوظې کړای شوي.

له ټاکنو وروسته به نوی پارلمان د دغه هېواد نوی وزیر اعظم ټاکي. دغه ډول د زیارت د ورځې په ټاکنو کې به د څلورو صوبايي اسامبلیانو لپاره هم خلک انتخابات وشی.

په پاکستان کې چې تېر ځل پارلماني ټاکنې شوې وې هغه په ۲۰۱۸ کال کې وې هغه وخت چې خان پکې واک ته راغی. په دغو انتخاباتو کې د پاکستان ۱۲۷ میلیونو خلکو رایه ورکړې وه.

کچېرې هېڅ کوم ګوند اکثریت ونه ګټي نو مخکښ ګوند به په جرګه کې د خپلو متحدینو په مټ یو ایتلافي حکومت جوړوي.

اې پي لیکي، چې مخکښ سیال پکې د پاکستان د درې ځله پخواني پاتې شوي وزیر اعظم د پاکستان مسلم لیګ ګوند ښکاري څوک چې په تېر اکټوبر کې له څلور کلنۍ جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شوی.

هغه هېواد ته له رسېدو سره سم د هغه په اړه د محکمې پرېکړې بېرته واخېستل شوې او د څلورمې دورې واک لپاره ازاد کړای شو.

د هغه په پرتله خان یوې خواته کړای شوی او په زندان کې دی. داسې ښکاري چې شریف به د وزیر اعظمۍ په لاره کې خلاصه لاره ولري او د خپل ځوان ورور پخوانی وزیر اعظم شهباز شریف ملاتړ هم له ځانه سره لري چې دی به هم د شریف تر مشرۍ لاندې هرې یوې کابینه کې یو مهم رول ولري.

د پاکستان پیپلز ګوند هم یو ځواکمن سیال دی چې په جنوب کې واک لري او په کورني سیاست کې پاڅېدونکی ستوری بلاول بوټو زرداري یې مشري کوي چې د پخوانۍ وژل شوې وزیر اعظمې بې نظیر بوټو ځوی دی.‌

شریف او بوټو زرداري دودیز سیالان دي خو د خان پرضد په تېر وخت کې یو شوي وو او بوټو زرداري د شهباز شریف د وزیر اعظمۍ په دوره کې د تېر اګسټ پورې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پاتې شوی.

کچېرې د خان ملاتړي له ټاکنو څخه لېرې شي نو څېړونکي اټکل کوي چې سیالي به د نواز شریف او بوټو زرداري ګوندونو ته پاتې شي او دواړه لیواله دي چې خان له صحنې څخه وباسي.‌

نو لکه څنګه چې بوټو زرداري داسې نه ښکاری چې په یواځې وزیر اعظمي راخپله کړي خو بیا به هم د شریف تر مشرۍ لاندې د ایتلافي حکومت د یوې برخې په توګه پاتې شي.‌

د خان لپاره چې په ګڼو تورونو تورن دی او تر ۱۴ کالو بند سزا باندې محکوم شوی داسې ښکاري چې بخت ورسره داځل د تېرو ټاکنو په څېر یاري و نه کړي.

د خان د ګوند کاندیدان مجبوره کړای شوي چې وروسته له هاغې چې سترې محکمې او انتخابي کمېشن وویل چې دوی د خپل ګوند نخښه نشي کارولی چې د کرېکټ د بېټ نخښه وه نو یواځې د خپلواکو کاندیدانو په توګه ودرېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG