لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان انتخابات: کلاچي، ټانک او خاران کې په پولیسو بریدونو کې د پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي


پاکستان کې د روانو عامو انتخاباتو په مهال د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو په موبايل چاودنه او ډزې شوي، سرچينې په پېښه کې د څلورو نه تر پينځو پورې پوليسو وژلو خبر ورکوي.

د ډېره اسماعيل خان سره څنګ ته پرتې ټانک ضلعه کې د انتخاباتو په ډيوټۍ مامورو پوليسو او نورو امنيتي اهلکارو دوه وسله والو بريدونه شوي، لږ تر لږه درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي. رویټرز وایي په دې پېښه کې یو تن وژل شوی هم دی.

پاکستان کې عام انتخابات روان دي، په ملک کې د امنیت له امله د موبايل فون او انټرنېټ سروس بند کړی شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان څخه د ډیوه خبريال عدنان بېټنی وايي، د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سيمه کې د پوليس په ګزمه بوخت ګاډي باندې چاودنه شوې او بيا پرې ډزې شوي دي.

د سیمې ځایي پولیس مشر روف قیصراني رویټرز ته ویلي چې په پېښه کې څلورو پوليس وژل شوي او د دوو نورو د ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په سمدستي توګه د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د ټانک ضلعې د پولیسو په وينا نن سهار د کوټ اعظم په سيمه کې د انتخابي عملې په ساتنه مامورو امنيتي ځواکونو باندې د ډزو پېښه کې يو اهلکار ژوبل شوی وو.

د ټانک د پوليسو مشر (ډي پي او) افتخار علي شاه ويلي، د شېخ اوتار په علاقه کې د پوليسو په ګزشتي ډله ډزې شوي او دوه پوليس پکې ژوبل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې د ليويز ځواک په ګاډی د چاودنې خبر دی، ویل کيږي په چاودنه کې يو اهلکار وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د يادو پېښو نه علاوه په پنجاب او سيند صوبه، کراچۍ کې ځای په ځای د نښتو خبرونه مخې ته راغلي خو د زياتو مرګ ژوبلو نه دي ويل شوي.

پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې د دوو انتخابي امېدوارانو د دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 30 کسان وژل شوي وو.

يوه چاودنه په قلعه سیف الله او بله پښين ضلعې کې شوې، په ابتدايي رپورټونو کې ويل شوي وو چې په چاودنو کې لږ تر لږه 27 کسان ووژل شوو او 40 زيات نور ژوبل شوي وو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، وړومبۍ چادونه په پښین کې د ازاد امېدوار اسفندیار خان د الېکشن دفتر مخې ته شوې او لږ تر لږه 18 کسان پکې وژل شوي وو.

دویمه چاودنه په قلعه سیف الله کې د جمیعت علمااسلام د انتخابي امزدوار دفتر څنګ ته شوې او 12 کسان پکې وژل شوي وو.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ويلي وو، دغه پېښې د انتخاباتو سبوتاژ کولو دپاره شوې او زیاته کړې یې وه نن به په هر صورت انتخابات کولی شي.

دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو نګران وزير ګوهر اعجاز ویلي وو، په ملک کې 90777 پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوی او 44000 پکې نورمل پولينګ سټېنشې ګرځول شوې وې. 29985 پولینګ سټېشنې حساسې ګرځول شوې او 16766 تر ټولو زیاتې حساسې ګرځول شوي.

اعجاز شاه د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي وو، په هر پولينګ سټېنش به د اوو نه تر اتوو پورې امنيتي اهلکار په ځای کولی شي او يو قوت به هم نه پرېښودل کيږي چې انتخابات ګډوډ کړي.

هغه ويلي وو د يو لک 37000 نه زيات اهلکار د امنيت دپاره په ځای کړی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG