نړیوالې رسنۍ ټیلیویژن چېنلونه او ورځپاڼې که یوې خواته د پاکستان عمومي انتخاباتو ته ملک ته د ور پېښو اقتصادي او امنیتي چېلنجونو په تناظر کې ګوري، خو بلې خواته پکې د انتخاباتو پر شفافیت هم پوښتنې را پورته کېږي.
اکثرو نړیوالو ورځپاڼو او نشریاتي ادارو په ایټمي وسلو سمبال پاکستان د لوېدیځ یو په ستونځو کې ګېر متحده بللی دی چې وایي په داسې وخت کې یې پارلماني ټاکنې کېږي چې له سیاسي ناارامۍ، اقتصادي مسایلو، ترهګرۍ او ناامنۍ سره مخامخ دی.
په ځینو څېړنیزو رپوټونو کې په سیاست کې د پوځ ممکنه لاسوهنې، په ټاکنو کې د تحریک انصاف د ګډون محدودولو او د مسلم لیګ (ن) ګوند لپاره په ښکاره مناسب چاپېریال برابرېدو ته اشاره شوې او ویل شوي چې د 2024م کال انتخابات له تضادونو ډک دي او ډېر لانجمن ښکاري.
امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» په یو رپوټ کې ویلي، د پاکستان پارلماني ټاکنې د وسلوالو د بریدونو او هغو شکایتونو تر سیوري لاندې کېږي چې انتخابي عمل یې "غیرمنصفانه" بللی دی.
د رپوټ له مخې په هېواد کې له ژور سیاسي تقسیم څخه داسې ښکاري چې د انتخاباتو په نتیجه کې به یو اتحادي حکومت جوړ شي.
واشنګټن پوسټ په جنوبي اېشیا کې د پاکستان جیوسټرېټیجک موقعیت مهم بللی ځکه چې وایي پولې یې له افغانستان، چین، هندوستان او ایران سره لګېدلې دي او د دې سیمې اړیکې او سرحدي چارې کړکېچنې دي.
د انتخاباتو د چاپېریال په اړه په رپوټ کې ویل شوي چې په زندان کې د بندي مخکیني وزیراعظم عمران خان د ګوند تحریک انصاف امیدوارانو ته د کمپېن چلولو موقع نه وه چې وایي له کبله یې د ټاکنو پر عمل پوښتنې را پورته کېږي.
ورځپاڼې په لندن کې د څېړنیزې ادارې «چیتم هاوس» د څېړونکې فرزانه شیخ په حواله ویلي چې د عمران خان د ګوند له ماتولو دا تاثر پیدا کېږي چې د دغو انتخاباتو نتیجه مخکې له مخکې ټاکل شوې ده. بلې خواته مخکیني وزیراعظم نواز شریف ته لاره صفا ښکاري.
بلې امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» په یو څېړنیز رپوټ کې ویلي، چې د کارپوهانو په نظر دغه انتخابات به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو د کم باور وړ وي.
ورځپاڼې په دې لړ کې لیکلي چې تر انتخاباتو څو ورځې مخکې عمران خان ته- چې په 2022م کال د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې کړی شوی وو- په دوو جلا جلا فیصلو کې په مجموعي توګه 24 کاله د بند سزا واورول شوه.
ورځپاڼه وایي دغو سزاګانو ته د عمران خان د سیاسي ګوند د څنګ ته کولو لپاره د پاکستاني پوځ تر مشرۍ لاندې د ممکنه کمپېن د برخې په توګه کتل کېدای شي.
ورځپاڼې د امنیتي چېلنجونو په اړه تر انتخاباتو یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په پښین او کلا سیف الله سیمو کې پر انتخابي دفترونو په چاودنو کې د شاوخوا 30 تنو وژل کېدو ذکر کړی او لیکلي یې دي چې په هېواد کې حالات کړکېچن دي.
نیویارک ټایمز د انتخاباتو د ارزښت په اړه لیکلي دي چې په وسیله به یې د پاکستان په تاریخ کې د ملکي حکومتونو تر منځ دا درېیم ځل وي چې یو جمهوري حکومت به بل ته واک سپاري.
د امریکې یوې بلې نشریاتي ادارې «سي این این» په یو رپوټ کې تبصره کړې چې له انتخاباتو د عمران خان تر ایستلو وروسته اوس د ټاکنو سیالي د دوو سیاسي کورنیو تر منځ ښکاري چې په هغوی کې درې ځله وزیراعظم پاته شوی نواز شریف او د مخکینۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو زوی بلاول بټو زرداري امیدواران دي.
نشریاتي ادارې په خپل رپوټ کې د تحریک انصاف خلاف د حکومتي اقداماتو او تر انتخاباتو مخکې د ممکنه درغلۍ یادونه هم کړې ده.
سي این این دا هم ویلي چې د پاکستان پوځ او نګران حکومت د عمران خان پر ګوند د فشار اچولو تورونه رد کړي دي.
د قطر نشریاتي ادارې «الجزیره» په خپل یو رپوټ کې د انتخاباتو په ورځ د موبایل ټیلیفون او انټرنیټ د بندولو په اړه لیکلي دي چې دا کار د پاکستان د نګران حکومت باور ته زیان رسوي ځکه چې وایي خلک ازاد او منصفانه انتخابات غواړي.
برتانوي ورځپاڼې «انډیپینډنټ» په خپل رپوټ کې لیکلي چې د سیاسي مشرانو په نیولو او د عمران خان په ضد قانوني ګامونو اخیستلو کې زیاتوالی مثال نه لري.
په رپوټ کې ویل شوي چې د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د ملک په بېلابېلو برخو کې ولسي ملاتړ تر لاسه کړی دی.
د ورځپاڼې په وینا د انتخاباتو په نتیجه کې چې کوم حکومت جوړېږي د هغه لپاره به لوی چېلنجونه د هېواد د لوېدلي اقتصاد بیرته په خپلو پښو درول او له څنګلورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې ښه کول وي.
هندي ورځپاڼې «ټایمز آف انډیا» د پاکستان د ټاکنو په اړه په اسلام اباد کې د هند له پخواني های کمیشنر اجې بساریه سره مرکه کړې او هغه ویلي چې د اتم فرورۍ په انتخاباتو کې درغلي ښکاره ده.
د ورځپاڼې په وینا اجې بساریه ویلي چې دا د الیکشن یا انتخاباتو پر ځای سلیکشن یا چوڼ ښکاري ځکه چې وایي د خپلې خوښې د حکومت جوړولو لپاره تر انتخاباتو مخکې لا ممکنه درغلي شوې ده، خو ورځپاڼې د هغه له خولې د دې درغلۍ څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.
Forum