په بحرالکاهل کې د چين د زياتېدونکي اثررسوخ د د مخنيوي د پاره په ګانګرس کې د اووه اربه ډالرو امدادي فنډ د موجوده بِل یا مسودې نه لرې کړی شوی دی.
د بېړنيو اخراجاتو د پاره تجويز شوي دغه بل باندې په کانګرس کې تر څو هفتو بحثونه شوي چې پکې په بحرالکاهل کې د آزاد تجارت د خوندي کولو د پاره اووه اربه ډالر ځانګړي کړی شوي وو چې اوس د دغې بل نه لرې کړی شوي دي.
په بحرالکاهل سيمه کې درې واړه ملکونه چې يو پکې مارشل آيې لېنډ هم دی ، چرته چې اتيا کاله پخوا په دويم جنګ عظيم کې د کواجلين په جنګ کې امريکايي پوځونو جاپانيانو ته ماتې ورکړې وه.
دغه د امريکايي پوځ د پاره د جاپان د پوځ د دفاع ماتولو يوه مهمه بريا وه، په امريکا کې د مارشل ايي لېنډ سفير چارلس پال وايي د دوي وګړي هغه جنګ نه شي هېرولی.
"اوس هم هلته يو شمېر مورچې دي، په کومه جزيره چې زه لوي شوی يم، هلته اوس هم مونږه د جاپانيانو د لاس جوړ بندرونه او د کشتو د تړلو تختې کاروو".
خو پال ګيله من دی چې مارشل ايي لېنډ د امريکا د سلامتیا دپاره کوم کار کړی وو واشنګټن هغه هېر کړی دی، " که ريښتيا ووايم نو کله کله خو مونږه داسې احساسوو چې له پامه غورځول شوي يو،خو دغه په تېرو پينځه /لسو کالو کې يو څه بدل شوي دي".
هغه وايي د دوي هېواد ته يو ځل بيا ځکه پام راګرځېدلی چې د بحرالکاهل په دغه سيمه کې د چين تګ راتګ زيات شوی.
چين وايي دغلته د دوي زيات اثر د کوم بل هېواد په ضد نه دی.
له تېرو څو لسيزو راهسې امريکايي پوځ د بحرالکاهل په دغه لويه سيمه د يو تړون لاندې قابض و چې ورته کمپېکټ اف فري اېسوسيشن يا کوفا ويل کېږي، تېر کال د بحرالکاهل درې ملکونو مارشل ايي لېنډ، ماېکرونېشيا او پالاود امريکې سره د راتلونکو ۲۰ کالو د پاره دغه تړون بيا تازه کړو چې په بدل کې به امريکا دغې وړو جزيرو ته اووه اربه ډالرې اقتصادي مرستې ورکوي.
دغه فنډونه په هغه بل کې شامل وو چې په کانګرس کې پرې اوږده باثونه شوي وو خو په څلورمه فرورۍ د امريکايي اخراجاتو د بل نه دغه اووه اربه ډالرې لرې کړی شوي دي.
د هوايي رياست نه د ډېموکرېټ ګوند سنېټره مازي هېرونو وايي دغه د ډېرې مايوسۍ خبره ده. هغه وایي "دغه پېسې په بل کې نه وې شاملې، زه خپل پوره وس کوم چې دغه رقم پکې بيا شامل کړم، او لکه څنګه چې ما وړاندې هم ويلي وو، په دې کې به بيا دواړه ګوندونه را يوځاېې کوم".
مېرمن هيرونو وايي دغه فنډونه به د انډو پېسفک، اسرايل او يوکرين د پاره په امنيتيبل کې وراچوي او خپل ملګري به پرې هم خبروي:
"زما اکثره همکاران د هغه لوظنامو نه خبر نه دي چې د کال ۱۹۸۰م په لسيزه کې شوي، دغه د يوې مودې رهسې عملي دي خو هر شل کاله پس بيا تازه کېږي".
ريپبلکن کانګرس مېن سټيو ومک هم وايي دې به هم دغسې کوي، "په کانګرس کې زما زياتره ملګري د کمپېکټ اېنډ فري اېسوسيشن په تړون نه دي خبر".
په واشنګټن کې د مارشل آيي لېنډ سفير چارلس پال وايي دوي سره د صحت او تعليم د پاره د فنډونو کمی دی، "مونږه سره ډاکټران،نرسانې او استادان ځکه کار کوي چې مونږه ته د امريکا سره د دغې تړون نه پېسې راځي".
روانه اونۍ د پالاو، ماېکرونيشيا او مارشل آيي لېنډ مشرانو کانګرس ته په يو خط کې يادګېرنه ورکړې چې د کانګرس لخو دوي سره په فنډونو کې د لم لېټ نه به چين ګټې پورته کړي.
Forum