لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرانشا: د محسن داوړ د پلویانو اؤ امنیتي ځواکونو نښته کې محسن داوړ ژوبل، درې پولیس وژل شوي


سرچینې وایي دشمالي وزیرستان په میرانشا سیمه کې د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د پلویانو اؤ امینتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې پکې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ژوبل شوی اؤ د ګوند یو بل فعال وژل شوی دی.

ډان ورځپاڼې مخکې د امنیتي سرچینو له خولې ویلي وو چې دې نښته کې درې پولیس هم وژل شوي دي خو بیا یې له خپل رپوټه دا خبره ایستلې ده. وي او اې ډیوه ته تر اوسه د پولیسو سرچینو نه ده تایید کړې چې ګوندې په پېښه کې دې پولیس هم وژل شوي وي.

دواړو خواو په یو بل د ډزو د پېل کولو دعوې کړې دي.

په پېښه کې ژوبل شوی محسن داوړ اؤ د هغه ملګري د میرانشا روغتون ته رسول شوي اؤ د روغتون سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې د محسن داوړ حالت له خطرې بهر دی.

د ملي جمهوري غورځنګ پلویان په ټولنیزو رسنیو تورونه لګولي چې ډزې ورباندې امنیتي ځواکونو کړې دي خو امنیتي ځواکونو یا سیمه ییزې انتظامیې لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې محسن داوړ اؤ د هغه ملګرو غوښتل په زوره پوځي چاؤڼۍ ته ننوځي اؤ د اجازت په نه ورکړل کېدو یې په پولیسو ناتاره ډزې کړي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي په محسن داوړ دا ډزې د خالي یا شنبې په ورځ هغه مهال شوې کله چې هغه د خپلو سلګونو پلویانو سره یو ځای په میرانشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې د انتخابي نتیجو د ځنډ پرضد احتجاج کولو .

تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې د انتخابي کمپین په مهال په محسن داوړ یو وژونکی برید شوی ؤ خو هغه له دغه بریده روغ وتلی ؤ.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند یو مخکښ مشر رحیم داوړ رسنیو ته ویلي محسن داوړ اؤ د هغه ملګرو غوښتل د شمالي وزیرستان ضلعې د ریټرننګ افسر دفتر ته ورشي اؤ له هغه د انتخاباتو د نتیجو اعلانولو غوښتنه وکړي.

نوموړی وایي کله چې پوځ محسن داوړ اؤ دهغه د ګوند پلویانو ته د ار او دفتر ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه نو هغوي د پوځي چاوڼۍ مخې ته خپل احتجاج پېل کړو اؤ کله چې محسن داوړ دغه احتجاجي غونډې ته وینا کوله نو ناتاره ډزې پرې پېل شوې.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ بیلابیلو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د غونډې په مهال یو ناساپه ناتاره ډزې پېل کیږي اؤ خلک یو خوا بلخوا منډې وهي .

رحیم داوړ منلې ده چې په ډزو کې د هغوي د ګوند یو ملګری وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

وي او ای ډیوه د پېښې په په اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو د نظر معلومولو په غرض د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر یا ډي پي او روښان زیب سره د ټيلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغه فون هیڅ ځواب نه ویلو.

په ټولنیزو رسنیو په محسن داوړ د شوي برید سخته غندنه روانه ده .

د پاکستان د سینیټ غړي ښاغلي مشتاق احمد خان په ایکس رسنۍ لیکلي چې د شانګلې له پېښې وروسته دا دویمه پېښه ده چې پکې د الیکشن کمیشن د درغلیو پر ضد په احتجاج کوونکو ګولۍ ورؤل شوي اؤ بېګناه خلک پخپلو وینو کې لمبول شوي دي.

هغه دا پېښه حکومتي دهشت ګردي بللې ده اؤ سپریم کورټ نه یې ددې د نوټس اخستو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې هم د انتخاباتو نتیجو کې د درغلۍ د تورونو په بنیاد د راجوړ شوي احتجاج په مهال د پولیسو اؤ پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو تر منځ نښته شوې وه چې د پي ټي آی دوه کارمندان پکې وژل شوي وؤ اؤ پولیسو دعوه کړې وه چې څلور پولیس عسکر هم ژوبل شوي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ ویاندې بشرا ګوهر په محسن داوړ اؤ د ګوند په نورو پلویانو د شوؤ ډزو غندنه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د پېښې باید عاجلې پلټنې وکړل شي اؤ ذمه وارانو ته دې یې سزا ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په ایکس رسنۍ دا پېښه غندلې اؤ لیکلي یې دي چې امنیتي ادرې دې د غنډا ګردۍ یا بدمعاشۍ لړۍ پائ ته ورسوي.

پر اېکس ليکلي چې ددې پېښې خلاف له محسن داوړ ا د هغه له ګوند سره ولاړ دی. نوموړي زياته کړې چې "امنيتي ادارې دې د غنډه ګردۍ لړۍ پای ته ورسوي."

محسن داوړ تر ژوبلېدو وړاندې په سوشل میډیا تورونه لګولي وؤ الیکشن کمیشن د هغه د ټاکنو نتیجه کې درغلي کول غواړي خو الیکشن کمیشن د انتخابي کمپین په مهال پرله پسې ویلي وؤ چې ټاکنو کې یې ځان بې پلوه ساتلی دی.

د محسن داوړ تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان الیکشن کمیشن د هغه د حلقې این ۴۰ نتیجې مخې ته راوړي دې چې له مخې یې محسن داوړ په ټاکنو کې ناکام ګرځول شوی اؤ ویل شوي دغه څوکۍ د جمعیت علما اسلام ګوند کاندید مصباح الدین ګټلې ده.

د الیکشن کمشن د نتیجې له مخې محسن داوړ 32768 اؤ مصباح الدین 42994 رایې اخستي دي.

خو د ملي جمهوري غورځنګ پلویانو بیا په ټولنیزو رسنیو دعوې کړې دي چې د محسن داوړ اصل مقابله د پي ټي آی د ملاتړي کاندید اورنګزیب سره وه اؤ تر پرون شپې اورنګزیب په محسن داوړ پسې په دویم نمبر راروان ؤ ، د مصباح الدین د ګټې هیڅ امکان نه ؤ خو وایي شپه په شپه نتیجه کې درغلي شوې اؤ مصباح الدین کامیاب ګرځول شوی دی.

د جمعیت علماء اسلام کاندید مصباح الدین یا الیکشن کمیشن لا دې تورونو ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

محسن داوړ تر دې وړاندې د کال 2018م په ټاکنو کې د شمالي وزیرستان څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG