لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: که حکومت د هر چا جوړیږي خو د پښتونخوا د ترهګرۍ اؤ اقتصادي بدحالۍ ستونزې به پرځای وي


پاکستان کې د ترسره شوؤ انتخاباتو د نتیجو مخې ته له راتلو وروسته څیړونکي د خیبر پښتونخوا ددوؤ غتو ستونزو ترهګرۍ او اقتصادي بدحالۍ کې راروانو وختونو کې کوم بدلون نه ویني.

دوي وایي د امنیت ساتنې فیصلو کې د صوبایي حکومت کردار کمزوری وي او وفاق کې د مخالفو ګوندونو د حکومت په وجه به د اقتصادي ستونزو د هواریدو امکانات هم نه وي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په 113 څوکیو په اتمه فروۍ انتخابات شوي چې دې کې په 90 څوکیو د تحریک انصاف ګوند ملاتړي ازاد کاندیدان بریالي شوي دي.

هر څو که د تحریک انصاف غړي صوبه کې د حکومت جوړولو جوګه شوي دي خو په تکنیکي لحاظ دوي د ګوند په توګه نه بلکې په ازاد حیثیت انتخابات ګټلي دي.

اوس سوال پیدا شوی دی چې راروان حکومت به آیا د صوبې د دوو غټو ستونزو یعني د ترهګرۍ او معاشي بدحالۍ مخنیوی څنګه کوي؟

پوهان وایي. د ترهګرۍ ضد تګ لارې کې د صوبایي حکومت کردار کمزوری وي نو ځکه که دلته هر څوک حکومت جوړ کړي د امنیت ساتنې په منصوبه بندۍ به ددوي اثر نه وي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر سید اختر علي وایي،څو پورې چې دلته اوس د دهشتګردۍ یا تندلاریتوب ستونزه ده نو امنیتي ادارې هغې سره د مقابلې توان لري.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " دا ادارې شته. او ددې ادارو دومره لویه تجربه شوې ده. دلته چې کومه دا ستونزه ده. د هغې مطابق هغوي خپل رسپانس جوړ کړی دی. او بیا ورسره ورسره دلته ګوره چې کله نه د فوج سره یو لیډنګ رول دی دلته. هغه په خپل ځایې موجود دی"

سید اخترعلي شاه وایي د صوبې دننه خلکو ته تحفظ ورکول د صوبایي حکومت ذمه واري وي خو د پولې د تحفظ فریضه فوځ سره وي.

د نوموړي په وینا،د پوځ‌ او صوبایي حکومت نزدې اړیکې او یو بل سره همکاري به د ترهګرۍ اندیښنې تر ډیره حده راکمې کړي.

خو بل پلو ته که مرکز کې هر څوک حکومت جوړولو کې بریالي شول څیړونکي وایي د پښتونخوا حکومت اقتصادي ستونزې به هم دغه شان پځای وي.

دوي وایي د اتلسم آییني ترمیم نه پس مرکز اوصوبې کې د یو بل مخالفو ګوندونو حکومتونه هم راغلي دي او یو ګوند هم دواړو ځایونو کې واکمن پاتې شوی دی. خو دواړو صورتونو کې د پښتونخوا اقتصادي ستونزې نه دي حل شوې.

د اقصادي چارو ماهر پروفیسر ډاکټر ذلاکت خان د پنجاب په پرتله خېبر پښتونخوا کې بې روزګاري اؤ بې وزلي سیوا ده اؤ سرمایه کاران دلته د خپلې سرمایې په مصرفولو ډاډه نه دي.

"زمونږ په صوبه کې که مونږ پنجاب سره کمپیرزن وکړو. نو دلته بې رزوګاري ډیره ده. غربت ډیر دی. زمونږ په صوبه کې نو انډسټري نیشته. چې کومه وه نو هغه هم د سیکیورټي وجوهاتو یا نورو حالاتو په وجه باندې پنجاب ته منتقل شوه یا بهر ملکونو ته هغه سرمایه دارو خپله سرمایه یوړه هلته یې کاروبار شروع کړو".

ډاکټر ذلاکت خان زیاتوي صوبه او وفاق هر وخت مرکز کې د صوبې د برخې یعني این ایف سي ایوارډ په معامله لاس او ګریوان وي. د بجلۍ او ګیس د خالصې منافعې پیسې پښتونخوا ته د عدالتي فیصلو باوجود نه ورکړی کیږي.

پوهان وایي د پښتونخوا ددغه مالي ستونزو باوجود پنځه کاله وړاندې فاټا هم پښتونخوا سره په دې ژمنه ضم کړی شوه چې هر کال به ددغو سیمو د پرمختګ لپاره وفاق او نورې صوبې پښتونخوا ته یوسل لس اربه زوپۍ ورکوي خو دغه ټول بوج هم صرف په پښتونخوا غورځول شوی دی.

د سیاسي چارو څیړونکي وایي راروانو پنځوؤ کالو کې د پښتونخوا د اقتصادي ستونزو د هواري امکانات تت دي. البته کیدای شي چې پارلیمان کې د پښتونخوا د حق خبره د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره مخالف ګوندونه په زیات شدت سره وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG