لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د انتخاباتو په روڼوالي د نړیوالې ټولنې نیوکې رد کړې 


پاکستان د انتخاباتو په مهال د موبایل فون د خدماتو په ځنډولو د ځېنو هیوادونو لخوا شوې نیوکې رد کړې دي اؤ ویلي یې دي چې د الیکشن په ورځ په ټول هیواد کې د انټرنیټ خدمات نه وؤ ځنډول شوي.

د جمعې په ورځ یورپي اتحاد، امریکې او برتانیې په جلا جلا بیانونو کې په پاکستان کې د انتخاباتو پر نتایجو د شکونو په اړه هم اندېښنې ښکاره کړې وې او په دې اړه یې د بیړنیو او بشپړو پلټنو غوښتنه کړې وه. په پاکستان کې دننه هم ګڼ شمېر ګوندونه په نتایجو کې د درغلۍ تورونه لګوي.

د خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې د پاکستان خارجه وزارت پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د انتخاباتو په ورځ ملک کې د ترهګرۍ د اندېښنې په اساس یوازې د موبایل فون خدمات تړل شوي وؤ.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې د شوؤ انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو د عمل پېل کېدو نه لږه شېبه وړاندې د کورنیو چارو وزارت په ګرد هیواد کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ د خدماتو د ځنډولو اعلامیه خپره کړې وه .

امریکې پاکستان کې د عامو ټاکنو په مهال د تشدد په رامنځته شوؤ پېښو، د موبایل فون اؤ انټرنیټ د خدماتو به تړل کېدو اندېښنه ښودلې وه اؤ ددې غندنه یې کړې وه.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویند میتهیو ملر ویلي وؤ چې پاکستان کې په انتخابي عمل کې د لاس وهنې یا درغلیو د دوؤ باید بشپړه پلټنې وشي.

اروپایي اتحاد هم ویلي وؤ چې پاکستان کې ځېنو سیاستوالو ته الیکشن لپاره په هوار میدان نه ورکول کیدو مایوسه شوی دی.

د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې د خالي په ورځ خپل یو بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي اسلام اباد د ځېنو بیانونو په منفي لهجو حیرانه شوی دی.

بیان کې ویل شوي چې په دغو ځېنو منفي لهجو کې نه خو د انتخاي عمل کږلیچونه یا پیچیدګۍ په نظر کې نیول شوي دي نه پکې د لکونو پاکستانیانو لخوا په ازادۍ اؤ د جوش په جذبې سره د خپلې رایې ورکولو د حق استعمال ته پام ګرځول شوی.

خارجه وزارت ویلي چې پاکستان کې عامې ټاکنې په پرامنه ډول په کامیابۍ سره ترسره شوي دي اؤ داسې بیانونه د انتخاباتو د پرامنه انعقاد یا سرته رسیدو ناقابل تردید حقیقت نظر انداز کوي .

په اتمه فرورۍ د پاکستان د قامي اسمبلۍ په 265 څوکیو انتخابات شوي ؤ چې دې کې اوس پورې مخې ته د راغلیو غیرحتمي نتیجو له مخې په 100څوکیو ازاد امیدواران کامیاب شوي دي چې زیاتره پکې د تحریک انصاف ګوند ملاتړ لرونکي دي.

د الیکشن کمیشن لخوا مخې ته د راغلو نتیجو له مخې پاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند تر اوسه 70 اؤ پیپلز ګوند 54 سیټونه ګټلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG