د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ پوځ ته د غزې پټۍ له رفح سیمې د ملکي وګړو د ایستلو امر کړی وو خو پوځ یې د شنبې- خالي په ورځ په سیمه ییز وخت سهار وختي پر دې ګڼ مېشتې سیمه باندې بمباري کړې ده چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رویټرز د ډاکټرانو په حواله ویلي په رفح کې د اسرایلي الوتکو په تازه بمباریو کې 17 تنه وژل شي دي، خو اسوسیېټیډ پریس بیا وایي چې په دغه بمبارۍ کې لږ تر لږه 31 تنه وژل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي په سیمه ییز وخت سهار وختي هوایي بمباري پیل شوه. له خلکو سره دا اندېښنه ده چې له هوایي بریدونو وروسته به مځکني عملیات هم پیل شي.
رفح سیمې ته راکډه شوي یو فلسطیني کډوال محمد جراح فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، " مونږ نه پوهیږو چې چیرته ولاړ شو".
دا سیمه د هغو فلسطینیانو لپاره چې د غزې په نورو سیمو کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي، د سر پټولو یواځینی ځای دی.
اټکل دا دی چې په دې ښار کې 1.3 میلین فلسطینیانو پنا اخیستې او د اسرایل وزیراعظم پکې په داسې حال کې خپلو سرتېرو ته د عملیاتو کولو امر کړی چې امریکې او د بشري حقونو ډلو د دې کار غندنه کړې ده.
په دې سیمه کې مېشتو فلسطینیانو هم ویلي چې د خوندي پاته کېدو لپاره هیڅ ځای نه لري.
رفح د غزې پټۍ یواځینی سرحدي ښار دی چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرایل پوځ نه دی ور داخل شوی.
په دې ښار کې نه یواځې په لکونو فلسطینیانو پناه اخیستې بلکې ډېری د مرستې مواد هم د همدې ښار له لارې د غزې نورو برخو ته لیږدول کیږي.
د اسرایل د وزیراعظم دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل نتنیاهو پوځي چارواکو ته امر کړی چې له رفح څخه د ملکي وګړو د ایستلو او په دې ښار کې د حماس وسلوالو د پناه ځایونو د ختمولو لپاره پلان کابینې ته وړاندې کړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په رفح ښار کې د اسرایلي پوځ د مځکنيو عملیاتو ملاتړ نه کوي او دا خبرداری یې هم ورکړی وو چې که دا یرغل په سمه توګه پلان نه شي، د "ناورین" سبب کېدی شي.
د بې پولې ډاکټرانو تنظیم ایم ایس ایف هم ویلي په رفح کې د اسرایل مځکني عملیات به د "ناورین سبب شي او باید عملي نه شي". دې نړیوالې ادارې په یو بیان کې ویلي "په غزه کې هیڅ خوندی ځای نه دی پاتې او هیڅ امکان نه شته چې خلک له دې ځایه ووځي".
د حماس جنګياليو چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل بريد وکړ او د اسرایلي چارواکو په وينا تقریباً 1200 کسان يې ووژل او شاوخوا 240 يې يرغمل کړل، له هغه راهيسې اسرایل پر غزې هوايي او مځکني بريدونه پيل کړي دي.
د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په پوځي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 28000 زیات شوی دی چې وایي اکثر ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.
Forum