لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکایي ګانګریس غړو د پاکستان انتخاباتو کې د درغلۍ په تورونو ژورې اندېښنې ښودلي


د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې ده. ځینو غړو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د دغو تورونو تر بشپړې څېړنې پورې دې د انتخاباتو نتیجې ونه مني.

د امریکا د استازو ایوان د بهرنیو چارو د کمیټې غړې سوزان وایلډ په انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه د پاکستان له خلکو سره ودریږي.

هغې ویلي امريکا تر هغه وخته پورې کوم نوى حکومت نۀ شي منلی تر څو چې پاکستان کې ډيموکراسي واکمنه نه وي.

د کلیفورنیا ایالت نه د استازو د ایوان غړي روهیت کهنه ویلي دي چې د پاکستان اکثریت خلکو عمران خان ته رایې ورکړې او داسې ښکاري چې د خلکو اکثریت غواړي هغه یو ځل بیا د وزیراعظم په توګه وویني.

په خپل یوه ویډیویي بیان کې د کانګریس ډیموکراټ غړي ویلي چې مونږ باید دا یقیني کړو چې امریکا د پاکستان هغه حکومت چې قانوني جواز نه لري په رسمیت ونه پیژني.

د نیواډا ایالت د استازو د ایوان غړې سوزي لی ویلي دي چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ددې غوښتنې سره خپل غږ یو کوي چې په دغو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه باید وڅیړل شي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل په یو پوسټ کې ، ډیموکراټ سیاستوالې ویلي چې د پاکستان په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه د دې یادونه کوي چې ډیموکراسي نازکه ده او موږ باید د هغې د ژغورلو لپاره په ګډه کار وکړو.

د کانګرس یوې بلې غړې ثمر لي ویلي دي چې په انتخاباتو کې د پاکستان د پوځ د لاسوهنو شواهدو هغه اندېښمنه کړې ده.

د هغې په وینا، امریکا باید دا یقیني کړي چې د پاکستاني ولس تر څنګ ولاړه ده او اجازه دې ور نه کړي چې ریاسي جبر د خلکو اواز غلی کړي.

په پاکستان کې د فرورۍ په اتمه عام انتخابات ترسره شوي خو ددې انتخاباتو بشپړې نتيجې لا تر دې دمه نه دې اعلان شوې۔

په پاکستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ او د نتیجو بدلولو تورونه لګولي اؤ د انتخاباتو د نتیجو د ځنډیدو او درغلۍ د شکایتونو په ضد د هیواد په یو شمیر برخو کې احتجاجونه هم روان دي.

د امریکا د استازو د جرګې یوې غړې الهان عمر د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د پاکستان د انتخاباتو نتایج دې تر هغې ونه مني چې ترڅو د درغلیو د تورونو په اړه ازادانه اؤ د یقین جوګه پلټنې نه وي شوې.

د مني سوټا ایالت څخه ډیمو کراټ غړې ویلي دي چې د هر حکومت مشروعیت په عادلانه ټاکنو پورې اړه لري. د هغې په وينا، د پاکستان خلک د يو روڼ جمهوري عمل او د يوه واقعي استازي حکومت حق لري.

په کانګرس کې د پاکستان د کاکس مشرې شیلا جیکسن لي ویلي چې دا یو تاریخي فرصت دی چې د پاکستان په قامي انتخاباتو کې د خلکو غږ واوريدل شي.

هغې ویلي چې د فبرورۍ د اتمې د انتخاباتو د شفافیت لپاره اړینه ده چې د انتخاباتو څارونکو او د پاکستان متحدینو ته اجازه ورکړل شي چې د دې هدف لپاره کار وکړي.

د ټیکساس نه د کانګریس غړو جیسمین کروکیټ، ګریګ کاسار، یاکین کاسټرو او ویرونیکا ایسکوبار اؤ له د مشي ګن څخه الیسا سلاټکن او جان جیمز هم خپلو بیانونو کې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلۍ په تورونو اندیښنه څرګنده کړې ده.

تر دې مخې د امریکې د خارجه محمې ویاند متهو ملر ویلي وؤ چې امریکا پاکستان کې په ترسره شوؤ انتخاباتو کې د مداخلې په تورونو اندېښمنه ده.

ویاند ویلي وؤ چې انتخابي پروسه کې د مداخلې یا درغلۍ د دعوؤ بشپړه پلټنې پکار دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ انتخاباتو د روڼوالي په اړوند د نړیوالې ټولنې نیوکې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان کې انتخابات په صفا سوتره ډول سرته رسېدلي اؤ لکونو خلکو پکې په ازادانه ډول خپلې رایې په جوش اؤ جذبې سره کارولې دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG