لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمل ولي: دا وړومبی ځل نه دی چې پارلیمان ته زمونږ د ننوتلو مخه نیول شوې


Aimal Wali khan
Aimal Wali khan

د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان انتخاباتو کې د خپل ګوند په ماتي ویلي، دا وړومبی ځل نه دی چې پارلیمان ته د دوي د ننوتلو مخه نیول شوې ده .

خو هغه وایي په اتمه فرورۍ چې عامو ټاکنو کې څه وشول د هغې اصل زیان پښتنو ته رسېدلی دی.

په الیګشن کې له ماتې خوړلو وروسته د اتوار په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ایمل ولي خان ویلي دي چې الیکشن کې په ماتې خوړلو نه د هغوي سیاست ختم شوی دی اؤ نه هم مایوسه دي.

د هغه وینا وه "په اتمه فرورۍ چې څه وشول په دې زمونږ سیاست نور هم غوړیدلی دی"

په اتمه فرورۍ پاکستان کې ترسره شوؤ عمومي ټاکنو کې د ای این پي صوبایي مشر ایمل ولي خان، مرکزي سینیر نایب صدر حیدر خان هوتي، میا افتخار حسین، سردار حسین بابک، حاجي غلام احمد بلور، ثمر بلور، جعفرشاه ، ایوب اشاړي اؤ ګڼ شمیر نور وتلي مشران په دې نه دي توانېدلي چې قامي یا صوبایي پارلیمان ته ځان کامیاب کړي.

ددغه ګوند یوازې یو کاندید ارباب عثمان د پېښور نه د صوبایي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

ایمل ولي خان وویل، دا اړینه نه ده چې د قام د خدمت یا د خاورې د حقونو د غږ پورته کولو لپاره دې دوي پارلیمان کې ناست وي.

د هغه په خبره "زمونږ سیاست ختم شوی نه دی ، هن پارلیمان ته زمونږ مخه ونیول شوه،خو که پارلیمان ته مو مخه نیول شوې ده نو دا وړومبی ځل هم نه دی چې مونږ سره دغسې شوي دي، خو زمونږ سیاست یوه نه ختمېدونکې مبارزه مبارزه ده"

په اتمه فرورۍ پاکستان کې په شوؤ ټاکنو کې یوازې د عوامي نیشنل ګوند مشران نه بلکې د نورو ملت پاله پښتنو سیاسي ګوندونو لکه قومي وطن پارټۍ، ملي جهوري غورځنګ اؤ پښتونخواملي عوامي پارټۍ زیاتره کاندیدان اؤ مهم مشران هم پارلیمان ته په بریالي کېدو کې پاتې راغلي دي.

ددې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر، د این ډي‌ ایم مشر محسن داوړ اؤ د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په شمول د مذهبي ګوندونو پښتانه مشران هم نه دي توانېدلي چې پارلیمان ته ځان کامیاب کړي.

په پاکستان د ترسره شوؤ دې انتخاباتو د نتیجو پرضد ګرد هیواد کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو لخوا له قهره ډک احتجاجونه پیل شوي اؤ پکې د درغلۍ سخت تورونه لګول شوي دي.

د امریکې په شمول د نړۍ یو شمیر هیوادونو هم پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د درغلۍ په تورونو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ددې د رڼو پلټنو غوښتنې یې کړې دي خو د پاکستان خارجه وزارت بیا تېره ورځ په انتخاباتو د نړیوالې ټولنې نیوکې رد کړې وې اؤ دعوه یې کړې وه چې انتخابات په راڼه ډول ترسره شوي دي.

د وتلو پښتنو مشرانو پارلیمان څخه په بهر پاتې کېدو به د پښتنو په ستونزو پارلیمان کې هغه شان موثر غږ پورته نه شي لکه څنګه چې اړتیا ده.

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي ، د پښتنو په خاوره دا وخت د ناامنۍ اؤ ترهګرۍ ترڅنګ د اقتصاد ستره ستونزه هم راولاړه ده خو وایي د پښتنو حقیقي استازي که د پارلیمان نه بهر پاتې شي نو په دغو ستونزو به پارلیمان کې هیڅ غږ پورته نه شي چې نقصان به یې پښتنو ته وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG