لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي د طالبانو سره د چین، ایران او روس په همکاریو کې محدودیتونه ګوري


له وخته چې په اګسټ ۲۰۲۱ کې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار بیا ترلاسه کړی، چین، ایران او روس په دوامداره توګه کوششونه کوي چې د خپل اثررسوخ زیاتولو دپاره د طالبانو د واکمنۍ خوشامد وکړي. دغو درې واړو ملکونو په کابل کې خپل خپل سفارتونه فعاله ساتلي او په هغو وړومبیو ملکونو کې و چې پخپلو سرښارونو کې یې د افغانستان متعلق سفارتونه طالبانو ته حواله کړل.

تېره میاشت چې طالبانو په کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خپل اولنی کنفرانس جوړ کړ، نو په هغه کې اهم بهرني مېلمانه د تهران، ماسکو، او بجېنګ نه ورغلي سفارتکاران و.

مګر په خطه کې د طالبانو سره د همکارۍ په تعلق، د چین، روس او ایران اصلي خیالات څه دي؟

څېړونکو وي او اې ته ویلي دي چې که څه هم بجېنګ، ماسکو او تهران ممکن په خطه کې د امریکا په مخالفت کې شریک مقصد سره یوځای کړي وي، مګر شاید همدا یوازېنۍ برخه وي چې د دغو درېیو ملکونو مفادات سره شریک شوي دي.

په واشنګټن کې د مېډل ایسټ انسټیټیوټ د ایران پروګرام برخې مشر الېکس واتانکا وي او اې ته وویل چې "انټي-امریکنزم" یا د امریکا ضدیت یوازینۍ نظریه ده چې چین، امریکا، او روس یې سره نږدې کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال د جنوري په نهمه نېټه، د طالبانو خارجه وزیر په تهران کې د ایران د خارجه وزیر سره د ملاقات په وخت کې
د ۲۰۲۲ کال د جنوري په نهمه نېټه، د طالبانو خارجه وزیر په تهران کې د ایران د خارجه وزیر سره د ملاقات په وخت کې

الېکس واتانکا زیاته کړه چې ماسکو، تهران او بجېنګ "غواړي امریکا د یورېشیا او مرکزي اېشیا نه لېرې وشړي... [مګر] دا چې هغوی به په عملیاتي کچه څومره همکاري وکړی شي، دا لوی سوال دی."

د هغه وینا وه چې "انټی-امریکنزم" د روس، چین او ایران مشارکت نشي ساتلی، ځکه "داسې نظریاتي اشتراک یې ترمنځ نشته چې دوی سره رایوځای کړي."

د امریکا د خارجه وزارت لخوا د سټراټېجۍ په تازه خپور شوي دستاوېز کې راغلي چې چین، ایران او روس "د سټراټيجیک او اقتصادي فایدې په لټه کې دي او یا کم از کم غواړي امریکا په نقصان کې راولي."

د امریکا په جارج واشنګټن پوهنتون کې د نړېوالو اړیکو د فاکولتې یوه استاذه نیلوفر سخي وي او اې ته وویل: "چین، ایران او روس د طالبانو سره ډېر نږدې تعلقات جوړ کړي دي او کوښښ کوي چې په خطه کې سیاسي او اقتصادي اثررسوخ ولري."

د دغه نږدې تعلقاتو باوجود، روس، ایران او چین یوه هم په رسمي توګه د طالبانو حکومت په افغانستان کې ندی تسلیم کړی او په خطه کې د هر یوه مفادات مختلف دي.

پراګماټیکه رویه

تېره میاشت چین د اولني ملک په حیث، د طالبانو د سفیر اعتبار نامه یا سفارتکاري دستاویز په یوه دستوره کې ومنلو.

ځیني پخواني سفارتکاران او څېړونکي وایي چې دغه ګام د رسميت پېژندلو یا تسلیم کولو په معنا و. په واشنګټن کې د سټېمسن انسټېټیوټ د چین پروګرام برخې مشره سون یوک دې خبرې سره اتفاق نلري.

سون یوک د وي او اې سره په خبرو کې وویل چې چین لا تر اوسه د طالبانو حکومت په سیاسي لحاظ سره په رسمیت ندی پېژندلی. مګر د دې باوجود، چین د غربي ملکونو په نسبت، طالبانو سره په افغانستان کې "ډېر نږدې تعلقات" جوړ کړي دي.

سون یوک زیاته کړه: "چین په افغانستان کې یوه پراګماټیکه رویه پیل کړې ده." د یوک په باور، بجېنګ د وړاندې نه په دې پوهه شوی و چې د امریکا د حمایت لاندې د افغانستان مخکېنی حکومت، د افغانستان په اداره کولو کې "د عوامو ملاتړ ځان سره نه درلود."

بجېنګ کلونه وړاندې لا د طالبانو سره تعلقات جوړ کړي و.

سون یوک وویل: "هغه څه چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې وشول، دا جاج اخېستنه یې مضبوطه کړه چې د طالبانو رژیم له منځه نه ځي."

د چین دپاره د فکرمندۍ یوازېنۍ خبره دا ده چې د افغانستان نه د چین سرحدي علاقې شېنجیانګ ته تندلاري توب ونه غځيږي.

بجېنګ په افغانستان کې اقتصادي مفادات هم لري، لکه د سي پېک منصوبې ته وسعت ورکول، او د افغانستان د منرالونو په برخه کې سرمایه کاري.

پیچیده تاریخ

که څه هم ایران په رسمي توګه د طالبانو حکومت تسلیم کړی ندی، مګر د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې یې تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته حواله کړ.

د مېډل ایسټ انسټېټیوټ څېړونکي الېکس واتانکا وایي چې د ایران اسلامي رژیم په دې دلیل طالبان تر اوسه په رسمیت ندي پېژندلي چې ځیني دوه اړخیزه مسئلې یې په منځ کې شته، لکه د سرحدي امنیت او د اوبو د تقسیم مسئلې.

تېر کال د ایران او د طالبانو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر کشیدګۍ پیدا شوې او دومره دا کشیدګي زیاته شوه چې په سرحد باندې خونړۍ شخړې وشوې، د ایران دوه امنیتي ساتونکي او د طالبانو یو سرحدي ساتونکی ووژل شول.

ایران او طالبان پخوا هم په تاریخ کې پیچیده تعلقات تېر کړي دي.

د افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو په خانه جنګیو کې ایران د هغو ځواکونو ملاتړ او مرسته کوله کوم چې د طالبانو خلاف جنګېدل، په خاص ډول کله چې طالبانو په کال ۱۹۹۸ کې په مزار شریف ښار کې نهه تنه ایراني سفارتکاران ووژل.

د واتانکا وینا ده چې "ایرانیان دومره ژر دا خبر نشي هېرولی چې طالبان [په ۱۹۹۰مو کلونو کې] څوک و."

د تضادونو ډکه پالیسي

روس هم د ایران په شان یو بل ملک دی چې د ۱۹۹۰مو کلونو په خانه جنګیو کې یې د طالبانو خلاف جنګېدونکو ډلو سره مرسته کوله.

د ماسکو دپاره د افغانستان یو پخوانی سفارتکار، غوث جانباز وي او اې سره خبرو کې وویل چې د افغانستان په اړه د روس پالیسي "د تضادونو ډکه" ده.

ښاغلي جانباز زیاته کړه چې روس په سیاسي لحاظ د طالبانو ملاتړ کوي، مګر په عین وخت کې یې "پوځي او امنیتي چارواکي په طالبانو نیوکې کوي او افغانستان کې د ترهګرو اعمالو د زیاتوالي یادونې کوي."

د جانباز وینا ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه وړاندې، ماسکو د پخواني افغان حکومت سره سفارتکاري تعلقات ساتل، مګر "په هره کچه" یې د طالبانو ملاتړ هم کولو.

روس په ۲۰۱۹ کال کې، د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو نه وړاندې لا، د طالبانو ځیني مشران ماسکو ته وربللي و
روس په ۲۰۱۹ کال کې، د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو نه وړاندې لا، د طالبانو ځیني مشران ماسکو ته وربللي و

هغه وي او اې ته وویل: "اوس هم هماغه قصه ده. روس د طالبانو سره تعلقات لري، مګر د طالبانو ضد یو مشر ماسکو ته بلل شوی و. هغوی وایي چې دا د حکومت له اړخه کومه بلنه نه وه، مګر په روس کې د حکومت د منظورۍ نه بغیر هېڅ کار نشي کېدلی."

د طالبانو ضد ډلې یو مشر، احمد مسعود، د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې روس ته تللی و او هلته کې یې د افغانستان په اړه یو کنفرانس کې برخه اخېستې وه.

جانباز وایي چې د طالبانو سره د ماسکو د نږدې تعلقاتو باوجود، "زه فکر نکوم چې په نږدې آینده کې به ماسکو د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني."

د هغه په باور، د چین او ایران په شان، د روس پالیسي هم د طالبانو په اړه د سیمه ییز جیوپولېټیکس ښکار ده.

دغه پخواني سفارتکار زیاته کړه چې د دغو درېیو ملکونو – روس، ایران او چین – ترمنځ "په ټکنېکي لحاظ شاید د غرب په خلاف یو اتحاد موجود وي، مګر په اسټراټيجیک ډول یې ترمنځ اختلافونه شته دي."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG