تمه کېده چې په غزه کې د نوې ډزبندۍ لپاره په جوړېدونکي چوکاټ باندې خبرې اترې د نهې- سه شنبې په ورځ بیا پیل شي او بل لوري ته اسرایل وایي پوځ یې د غزې پټۍ په مرکز او جنوبي برخو کې په لسګونو وسلوال وژلي دي.
ټاکل شوې وه چې په قاهره کې به په دغو خبرو کې د امریکې، مصر، اسرایل او قطر اعلی چارواکي ګډون کوي، تېره میاشت هم دې ته ورته خبرې شوې وې چې مقصد یې په جګړه کې وقفه راوستل دي او په نتیجه کې به یې حماس پاته یرغمل کسان را خوشي کوي.
حماس ډلې هم د ډزبندۍ لپاره خپل یو جوابي وړاندیز ورکړی وو، چې اسرایل رد کړ، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وویل، که څه هم د حماس د پلان "پیلوونکي نه شته" خو وایي اوس هم د خبرو اترو د دوام لپاره ځای شته.
داسې ویل کېږي چې حماس ډلې تر اوسه پورې لا هم شاوخوا 100 کسان له ځان سره یرغمل ساتلي دي، شاوخوا 100 یې د تېر کال د نومبر په لنډمهاله ډزبندۍ کې خوشي کړي وو.
د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرایل د برید په مهال شاوخوا 240 کسان له ځان سره یرغمل غزې پټۍ ته وړي وو. د اسرایل پوځ وایي په دوی کې 31 تنه مړه شوي او یا هم له حماس ډلې سره د بند په مهال وژل شوي دي.
د نوې ډزبندۍ لپاره هڅې په داسې حال کې ګړندۍ شوې دي چې په غزه کې خصوصاً د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې د فلسطیني کډوالو او ځایي خلکو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.
د غزې پټۍ تر نیمایي زیاته ابادي دا مهال په رفح ښار کې مېشته ده، په دوی کې زیات یې د تېرې څلورمیاشتنۍ جګړې په مهال د اسرایلي ځواکونو په خبرداریو بیا بیا هلته ور کډه شوي دي.
د کډوالو زیاتېدو اکثره خلک د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو او خېمو کې ژوند کولو ته اړ کړي چې له مخکې هم پکې زیات خلک مېشت وو. ملګري ملتونه او نورې مرسته کوونکې ادارې اندېښمنې دي چې د دغو ټولو خلکو لپاره به خوراک، اوبه او علاج برابر نه شي.
د امریکې صدر جو بایډن پرون د اردن له باچا عبدالله سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ جګړې کې د شپږو اوونیو د وقفې هڅه کوي چې د اوږد مهاله ډزبندۍ پیلامه به وي.
امریکې د اسرایل او حماس له جګړې را وروسته له اسرایل سره خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړی او د اربونو ډالرو پوځي مرستې یې ورسره کړې دي خو جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر یې اینټني بلینکن په غزه کې د ملکي وګړو پر ژغورلو په سختۍ سره ټینګار کړی دی.
جوبایډن وویل په سیمه کې له خپلو متحدینو سره پر داسې یوه تړون کار کوي چې له مخې یې حماس یرغمل کړي کسان خوشي شي او غزې پټۍ ته بشري مرستې د ورسیږي.
جو بایډن وویل د دې تړون له مخې به په لومړي سر کې لږ تر لږه تر شپږو اوونیو پورې جګړه بنده شي او په همدې موده کې به چارواکي پر یوې دوامداره ډزبندۍ کار وکړي.
د دوشنبې- ګل په ورځ سهار په رفح کې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې لږ تر لږه 67 کسان وژل شوي او دغو تازه بریدونو په دې ښار کې د ممکنه مځکنیو عملیاتو د تېزېدو خبرداری ورکړی دی.
اسرایلي ځواکونه وایي دغه هوایي بمباري یې له حماس ډلې سره د دوو یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره د کېدونکو عملیاتو په ملاتړ کې کړې ده. اسرایلي ځواکونه وایي په عملیاتو کې یې دوه تنه یرغمل را خوشي کړل.
د غزې د روغتیا وزارت وایي په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 28,400 ته رسېدلی او تقریباً 68,100 ټپیان شوي دي، په اسرایل کې د اکتوبر پر اوومه د حماس په بریدونو کې 1200 تنه وژل شوي وو.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum