د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند صدر او مخکيني وزيراعظم شهباز شريف ویلي، ګوند یې په انتخاباتو کې غټ سياسي ګوند مخې ته راغلی دی، خو وایي که ازاد امېدواران حکومت جوړولی شي جوړ دې کړي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم ګوند سره به اتحاد ونه کړي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د اتمې فرورۍ د قومي اسمبلۍ په 265 څوکیو په شوو انتخاباتو کې د 264 څوکو غېر حتمي نتيجې اعلان کړي دي.
د الېکشن کمېشن په وېبپاڼه د ورکړل شوو نتيجو ترمخه، 101 څوکۍ ازادو امېدوارانو، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، څلور جمعيت علمااسلام، درې پاکستان مسلم ليګ، استحکام پاکستان او بلوچستان نيشنل ګوند دوه دوه دوه څوکۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، نيشنل پارټۍ بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ضياالحق او مجلس وحدت المسلمين يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.
پاکستان کې ترسره شوو انتخاباتو باندې په څلورو واړو صوبو کې د بېلابيلو سياسي ګوندونو لخوا نيوکې روانې دي چې درغلي شوې او نتيجې ګډې وډې کړل شوي دي، د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجونه هم دوام لري.
خو د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي د انتخاباتو په کولو او انتخابي عمل کې ورته ګڼ چېلنجونه ورمخې ته وو، خو بيا یې هم انتخابات په ټاکلې نېټه کړي دي.
پاکستان کې د انتخاباتو وروسته په مرکز او صوبو کې د حکومتونو په جوړولو د سياسي ګوندونو تر منځ خبرې روانې دي خو تراوسه د وزيراعظم په امېدوار نه دي سلا شوي.
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف نن په يوه خبري غونډه کې وويل، په انتخاباتو کې برخه اخستونکو ګوندونو کې پاکستان مسلم ليګ ن غټ ګوند مخې ته راغلی بيا پيپلز ګوند دی او نور دي. وایي ازادو امېدوارانو زياتې څوکۍ ګټلي په دې کې هيڅ شک نشته، نتيجې مخې ته راغلي او اوس بل پړاو پېليږي.
هغه زياته کړه، "که ازاد امېدواران حکومت جوړوي، هغه د پي ټي آی پلويان دي، جوړ دې کړي مونږ به په اپوزيشن کې کښېنو، خو که ازادو غړو په پارلیمان کې اکثريت ثابت نه کړو نو بيا د نورو ګوندونو د حکومت جوړولو حق جوړيږي".
هغه زياته کړه، "زما د پيپلز ګوند او اېم کيو اېم سره رابطې شوي دي"، شهباز شریف وويل،"په پنجاب کې د مسلم ليګ ن اکثريت دی، په مرکز کې مونږ غټه پارټي يو، ازاد امېدوار زمونږ سره ملګري شوي دي زمونږ غړي 80 ته رسېدلي دي".
پاکستان پيپلز ګوند تېره شپه ويلي، د مجلس عامله غونډه یې تېره ورځ شوې او نن به هم روانه وي.
او د ځايي مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان نن په اډياله جېل کې خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو کې ویلي، ګوند ته یې لارښوونه کړې چې د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم نه علاوه نور ټول ګوندونه رايو ځای کړي.
د رپورټونو ترمخه نوموړي ویلي، د خېبرپښتونخوا دپاره علي امين ګنډاپور د وزيراعلا په توګه نومول شوی او د وزیراعظم دپاره تراوسه په کوم نوم اتفاق نه دی شوی.
ويل شوي، عمران خان دا هم ويلي، پاکستان تحریک انصاف ګوند به د انتخاباتو نتيجې په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.
له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګون مشر بېرسټر ګوهر علي خان ويلي وو، "مونږ به د کوم سياسي ګوند سره يو ځای کيږو د دې فېصله به نن د عمران خان سره په ملاقات کې کيږي، د دې نه علاوه د وزيراعلا، سپيکر، ډپټي سپيکر او وزيراعظم د امېدوارانو اعلان به هم په ورځ، دوه کې وشي".
Forum