لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د انتخاباتو د نتیجو په ضد نن بشپړ کاربندیز وو، وکیلانو او تاجرانو یې هم ملاتړ کړی


په بلوچستان کې د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه بدلون پر ضد د صوبې ملتپالو ګوندونو په ټولو ښارونو کې نن کاربندیز یا هړتال کړی او د کوټې ښار په ګډون د بلوچستان په ټولو ښارونو کې بازارونه او دوکانونه تړل شوي وو.

د بلوچستان د وکیلانو او د کوټې د وکیلانو تنظیم هم د دې کاربندیز ملاتړ کړی او نن یې عدالتونو ته له ورتلو بایکاټ کړی وو، همدارنګه د صوبې د تاجرانو تنظمونو هم له دې کاربندیز سره خپله همږغي ښکاره کړې ده.

په بلوچستان کې د انتخابي نتیجو د ممکنه بدلون پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، ھزارہ ډیموکریټک ګوند، نېشنل ګوند او بي این پي مینګل پرلت نن پینځمه ورځ ھم دوام لري.

د بلوچستان د سر ښار کوټې کمیشنر دفتر مخته د ایچ ډي پي او ھزارہ ډیموکرېټک ګوند په لسګونو ښځینه غړ‎ې هم په پرلت کې ناستې دي.

پښتونخوا نېشنل ګوند د احتجاج په توګه د کوټې او ږ‎وب تر میان لویه لارہ په قلعه سیف، ږ‎وب او شېراني سیمو کې بندہ کړ‎ې ده چې د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب ته منځ تلونکي مسافر وړ‎ونکي بسونه، لوی او واړ‎ہ مال وړ‎ونکي موټران او ځایي ټریفک درول شوي.

عوامي نېشنل ګوند د چمن او کوټې لارہ پر کوږک او په لورالایي کې لویې لارې بندې کړ‎ې دي. د کوټې او کراچۍ تر میان لویه لارہ په بېلابېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې تړ‎ل شوې ده.

په چمن سرحدي ښاﺭ کې عوامي نيشنل ګوند له مظلوم ولسي تحریک سره د ضلعي کمپليکس ودانۍ مخته هم له تېرو څلورو وﺭځو څخه احتجاجي پرلت ﺭوان کړی دی.

دغه احتجاج ته د عوامي نيشنل ګوند صوبایي مشر اصغرخان اڅکزي وويل دوی د فاﺭم 45 په مطابق نتيجې غواړي، وایي دا مهال چې د کوم کانديد بريا اعلان شوې ده هغه د ټولټاکنو له عمل سره برابره نتیجه نه ده:

"د هغه پولنګ څخه ماته، پښتونخوا ګوند او جميعت او مظلوم ولسي غوﺭځنګ ته چې پر 45 فاﺭم باندې نتيجه راکړل شوې ده ﺯموږ دا يوه نتيجه ده خو دلته په دفتر کې بله نتيجه ده، په شپږ پولنګ سټېشنانو کې خو دلته د شپې ټاپې وهل شوې دي او پولنګ افيسران د شپې ﺭا وبلله شول بيا نوﺭ فاﺭم 45 ډک کړل شول، ﺯموږ يواځینۍ غوښتنه دا ده چې د فاﺭم په مطابق دې نتيجې ﺭاکړي".

د پاکستان اليکشن کميشن د بلوچستان مشر فريد اپريدی په صوبه کې د دﺭغلۍ توﺭونه ﺭدوي او په خپل يوه بيان کې یې ویلي، په بلوچستان کې انتخابي حلقې پر ډېره لرې فاصله باندې دي ځکه یې نتيجې په ځنډ ﺭاځي، وایي کومه نتيجه چې څنګه ﺭاشي دوی یې اعلان کړي.

د اليکشن کميشن چاﺭواکو پر اين اې 266 چمن قلعه عبدالله باندې د پښتونخوا ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د بريا اعلان کړی خو پر دې برسېره پشتونخوا ګوند په صوبه کې پر دﺭې قامي او شپږو صوبایي څوکیو باندې له خپلو کانديدانو سره د دﺭغلیو توﺭ پر چاﺭواکو پوﺭې کوي او په چمن کې یې يو ستر احتجاجي لاﺭيون وکړ.

د احتجاجي مظاهرې په مهال د چمن څخه صوبایي اسمبلۍ ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کانديد اباسين خان اڅکزي وويل چې د بلوچستان صوبې په ﺯياتره حلقو کې د دوی له ګوند سره په منظم ډول دﺭغلي شوې ده:

"د اولې وﺭځې په تسلسل کې تر نن وﺭځې پوﺭې ﺯموږ خبره نه ده منل شوې، پولنګ سکيم ټول جانبداﺭه وو پولنګ سټيشن د خلقو په بېټکانو کې جوړ کړل شوی وو ټوله عمله جانبداﺭه وه".

په بلوچستان صوبه کې چې د کومو ګوندونو اميدواﺭانو په کومه سيمه کې خپلې څوکۍ بايللې دي د هغو ګوندونو غړي په خپلو ضلعو کې پر احتجاج ناست دي خو بريا تر لاسه کوونکي کانديدان بيا خوشحالۍ لمانځي.

د پښتونخوا نېشنل ګوند مشر خوشحال خان کاکړ دوې وﺭځې مخکې پر این اې 251 ږوب، شېراني او کلاسیف الله باندې کامیابه اعلان شوی وو خو تېره وﺭځ په سرکاري شمېرنه کې بیرته الیکشن کمیشن د هغه د مخالف کانديد د ګټلو اعلان وکړ، پښتونخوا نېشنل ګوند له دغې نتيجې انکاﺭ کړی دی.

د کوټې، لوﺭالای، قلعه سيف الله او ږوب لاﺭه پر څلوﺭو مقاماتو باندې دا وخت بنده کړل شوې خو د کوټې، سبۍ، کوټې- خضداﺭ کراچۍ، کوټې- تفتان دالبندين نوشکي لاﺭه، کوټې چمن لاﺭه د کوږک درې پر مقاماتو بندې وې خو احتجاج کوونکو تېره شپه خلاصې کړې دي.

د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي دوې وﺭځې وړاندې په خپل بيان کې ویلي وو چې سياسي ګوندونه دې قانوني لاﺭې خپلې کړي، وایي د لویو لاﺭو په بنديدو عوام له مشکلاتو سره مخامخ کيږي، هغه د احتجاجونو په ضد عملي ګامونه پوﺭته کولو خبرداﺭی وﺭکړی وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG