د امریکا سنېټ د نهې/سې شنبې ورځې په سهار وختي، د اوکراین، اسرایل او ټایوان دپاره د مرستو پنځه نیوي (۹۵) بلین ډالري بسته منظوره کړه، مګر دا مسوده به د استازو په اېوان کې، چېرته چې رېپبلېکنان اکثریت دي، د چلېنج سره مخ شي.
سنېټ کې دغې مسودې ته اویا (۷۰) موافقې او نهه ویشت (۲۹) مخالفې رایې ورکړی شوې چې اکثریت ډېموکرېټان یې په حق کې و، او یو شمېر رېپبلېکنان هم ورسره یوځای شول.
د سنېټ د دې ګام نه سمدستي وروستو، د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د مننې اظهار وکړو او ویې ویل چې د امریکا امداد "د روس د دهشت نه د انسانانو د ژوند ژغورلو کي مرسته کوي.
زېلنسکي په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې ولیکل: "امریکنۍ مرسته په اوکراین کې عادلانه امن رانږدې کوي او نړېوال استحکام پرځای کوي، چې نتیجه کې یې د ټولو امریکاییانو او د ټولې آزادې نړۍ دپاره امن او خوشحالي سېوا کیږي."
د سنېټ د اکثریتو ډېموکرېتانو مشر، چک شومر وویل چې دا ګام به "نه صرف زمونږ په قامي سلامتیا، نه صر زمونږ د اتحادیانو په امن، بلکې د غربي ډېموکراسۍ په امن غټ اثر ولري."
په سنېټ کې د ووټونو د آخري اعلان نه پس، سنېټر شومر وویل: "په دې قانوني بل سره، سنېټ اعلانوي چې د امریکې مشرتابه به سترګې پټې نکړي، تزلزل به ونکړي، او ناکام به نشي."
هغه د دوه ګوندیزې همکارۍ یادونه وکړه او یقین یې څرګند کړ چې په اېوان نمایندګان کې به هم د رایو نتیجه همداسې وي.
مګر د اېوان نمایندګان رېپبلېکن غړو ژمنه کړې چې که چېرته اوکراین سره مرسته منظوره کیږي، نو په کار ده چې د امریکا او مکسیکو د مشترک سرحد د تحفظ په اړه هم اقدامات وشي، او دا دوه ګامونه دې سره تړلي وي.
د اېوان نمایندګان سپیکر مایک جانسن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، ترجیح دا ده چې "دنیا کې نورو ته د اضافي بهرنیو مرستو پر ځای، د امریکا خپل سرحد تحفظ دې وکړی شي"، او بل دا چې د سنېټ دغه منظور شوی قانوني بل "زمونږ ملک ته د وړاندې شوې مسئلې په باب چې ډېر زیات فشار یې راوستی دی، څه ندي ویلي."
د امریکا د سنېټ رېپبلېکنانو تېره هفته د یوې مسودې مخه ونیوله کوم کې چې د بهرنیو ملکونو دپاره مرستې او ترڅنګ یې د مکسیکو-امریکا سرحد په سر د محدویتونو لګول په کې شامل و.
پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د هغې مسودې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې په هغې کې د سرحد د تحفظ او د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په حوالې سره کافي اقدامات نه و شامل. د ټرمپ نه پس، رېپبلېکن قانونسازانو هم همدا دریځ غوره کړ او هغه قانوني مسوده ناکامه شوه.
وروستو بیا سنېټ کې یوه بله مسوده وړاندې کړی شوه چې هغې کې صرف بهرنیو ملکونو ته امداد شامل و. دا مسوده د نهې/سې شنبې په سهار وختي سنېټ کې منظوره کړی شوه.
په دې منظور شوې مسودې کې یو شپېته (۶۱) بیلین ډالر د اوکراین دپاره، څوارلس (۱۴) بلین ډالر د اسرایل دپاره، او قریب پنځه (۵) بلین ډالر د ټایوان په ګډون د انډوپسېفیک د اتحادیانو مرستې ته ځانګړې شوې دي.
Forum