په پاکستان کې د تېرې هفتې د انتخاباتو وروستو، چې په کې هېڅ سیاسي ګوند د پارلېمان اکثریت څوکۍ ونشوې ګټلی، د سیاسي عدم استحکام ېره پیدا شوه خو د ګوندونو ترمنځ د اتحاد خبرو دا یره د اوس دپاره لېرې کړې ده. د دې باوجود، په ملک کې د پراخ اقتصادي بحران خطره لا پر ځای پاته ده.
د نړېوالې مالیاتې ادارې (آی اېم اېف) له خوا چې د درې اربه ډالرو قرضې کوم پروګرام پیل شوی و، هغه هم آینده میاشت کې ختمېدونکی دی. د نوي حکومت دپاره اوله ترجیح دا ده چې د دې نه هم بله غټه قرضه واخېستلی شي.
آی اېم اېف د چا سره مذاکره کولی شي؟
د پاکستان مسلم لیګ-ن ګوند د نهې/سې شنبې په ورځ د بل لوی سیاسي ډلې، پاکستان پیپلز پارټۍ حمایت ترلاسه کړ او کوشش کوي چې د یو اکثریتي اتحاد په بنیاد ورسره وفاقي حکومت جوړ کړي.
پاکستان کې چې د اګسټ میاشتې راهېسي اوس کوم نګران حکومت واکمن دی، د آی اېم اېف د قرضې هغه پروګرام عملي کوي چې د خارجي قرضو په ادائیګۍ کې د ناکامه پاته کېدو مخه نیسي. دغه پروګرام په تېره جولائی میاشت کې منظور کړی شو.
د پاکستان د وروستۍ قانونسازۍ په بنیاد، نګران حکومت اوس کولی شي چې د اقتصادي مسئلو په اړه فیصلې وکړي او په انتخاباتو هم نظر وساتي. د آی اېم اېف سره د یوې نوې معاملې په باب چې د نګران حکومت نه پوښتنه وشوه، سمدستي یې په اړه څه جواب ندی ورکړی.
د پاکستان اقتصادي حالت څومره خراب دی؟
د پاکستان د خارجي زرمبادلې ذخیره اوس مهال شاوخوا اته (۸) بلین ډالرو ته رسیږي، چې د ملک د بنیادي درامداتو صرف دوه میاشتې پوره کولی شي. یو کال وړاندې د پاکستان د خارجي زرمبادلې ذخیره درې اعشاریه یو (۳،۱) بلین ډالر وه، چې اوس مهال تر هغه زیاته ده.
که څه هم پاکستان ته به د آی اېم اېف د وړاندې نه منظور کړی شوي پروګرام ترلاندې به اووه سوه (۷۰۰) میلین ډالر هم ورکړی شي، مګر په دوه میاشتې کې چې پاکستان د بانډ په معاملو کې د یو بلین ډالرو ادائیګي کوي، دې سره به یې خارجي زرمبادله نوره هم راکمه شي.
د پاکستان د مرکزي بنک پخوانی نایب، مرتضی سعید وایي، "دا چې د خارجي قرضو د ادائیګۍ د ضرورتونو په نسبت د پاکستان د خارجي زرمبادلې ذخیرې په غیرمعمولي توګه ډېرې کمې دي،" نو د آی اېم اېف د یو بل پروګرام حاصله کول ورته ډېره ضروري ده. د مرتضی سعید په باور، پاکستان سره د دې نه بغیر، بله هېڅ لاره نشته.
پاکستان څومره قرضداره دی؟
د پاکستان د قرضو او د خام ملکي پیداوار (جي ډي پي) ترمنځ نسبت چې کوم دی، هغه اوس د اویا فیصدو (۷۰٪) نه اوچت دی او آی اېم اېف او د کرېډېټ سنجولو ادارې اندازه لګوي چې سږکال به د ادائیګو د سود اندازه دومره زیاته وي چې د حکومت د آمدن پنځوس او شپېته فیصدي (٪۶۰-٪۵۰) به د قرضو سود ته ځي.
دا په نړۍ کې د هر قسمه لوی اقتصاد دپاره د آمدن او سود ورکولو تر ټولو زیات تاواني نسبت دی.
د ټېلېمیر په نوم د څېړنې یوه اداره وایي چې د پاکستان مشکل په اصل کې داخلي قرضه ده، کوم چې د ملک د ټولو قرضو شاوخوا شپېته فیصده کیږي او د سود ۸۵ فیصده بوج د همدې قرضو دی.
د پاکستان خارجي قرضې چې اکثریت یې په ډالرو اخېستل شوي دي، هم د دو طرفه او کثیر جهتي قرض ورکوونکو پورې اړه لري.
د پاکستان په خارجي قرضو کې، صرف اته فیصده (٪۸) یې د بانډز قرضې دي چې د ټولو ملکي قرضو ۳،۴ فیصدي جوړوي.
په عوامو باندې د اقتصادي بحران اثرات
په پاکستان کې یوې خوا ته د ټېکس او د تېلو په نرخونو کې اضافه او بلې خوا ته د کرنسۍ د قدر په کمېدو سره، کال په کال ګراني قریب دېرش فیصدي (٪۳۰) سېوا شوې ده. داسې توقع شته چې د دې کال په آخره کې به د ګرانۍ شرحه یو څه راټیټه شي، خو اقتصاد پوهان پېشبیني کوي چې د ګرانۍ شرحه به د هغه ٪۷-۵ نه چې مرکزي بنک یې هدف ټاکلی، ډېره اوچته پاته شي.
همدا راز اټکل کیږي چې د پاکستانۍ روپۍ قدر به نور هم راښکته شي. د آی اېم اېف د سټاف تازه رپوټ مطابق، په روان مالي کال کې یو امریکایي ډالر په ۳۰۵ پاکستانۍ روپۍ حسابیږي، مګر په ۲۵/۲۴ مالي کال کې به یو ډالر په ۳۳۱ پاکستانۍ روپیو حساب شي، چې د اوسني نرخ په نسبت شاوخوا اته او پنځلس فیصدي فرق ښکاره کوي.
Forum