لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان چيف جسټس: پوځ د ودونو هالونه او نورې دندې پېل کړي


د پاکستان چیف جسټس قاضي فايز عيسا په دفاعي ځمکو د کاروباري هلوځلو ضد قضیې په اورېدنه کې ویلي، پوځ په سرکاري ځمکو «شادي هالونه» یا د ودونو هالونه او نورې دندې پېل کړي، وایي ټولو ته په خپله دايره اختیار کې پاتې کېدل پکار دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، چيف جسټس په کراچۍ کې د تجاوزاتو او دفاعي مقاصدو دپاره ترلاسه کړو ځمکو باندې د کاروباري هلوځلو په اړه قضيې اورېدنه کړې ده، د اورېدنې په وخت اټارني جنرل او وقف املاکو د وکيلانو په ګډون نور هم په عدالت کې موجود وو.

چيف جسټس اټارني جنرل ته ويلي، پوځ ته په ورکړل شوو ځمکو باندې شادي هالونه او نورې دندې پېل کړل شوي، باور دې ورکړل شي چې پوځ به يواځې د دفاع کار کوي کاروبار به نه کوي.

چيف جسټس فايز عيسا ویلي، ټول دې په خپل واک يا دايره اختیار کې پاتې شي، پوځ دې خپل کار کوي او عدالتونه خپل کار، او اټارني جنرل بيا ويلي، اصول هم دغه دي چې ټول دې خپل کار کوي.

چيف جسټس بيا اټارني جنرل ته ویلي که تاسو ته دغه لارښوونه وي نو عدالت ته باور ورکړئ.

په کراچۍ کې د تجاوزاتو په قضيه کې سپريم کورټ د پوځ په استعمال کې ځمکو باندې په کاروباري هلوځلو کولو وړاندې هم د غصې څرګندونه کړې ده.

په نومبر 2021م کې د قضيې په اورېدنه کې پخواني چیف جسټس اعجازالاحسن هم ويلي وو، د دفاعي ادارو کار دا نه دی چې سنېماګانې او نور د ګټې وټې کارونه پېل کړي.

ویل شوي په نننۍ اورېدنه کې د متروکه وقف املاک بورډ وکیل عدالت ته ويلي په کومه ودانۍ چې لانجه جوړه شوې دا د متروکه وقف املاک بورډ ده، او چا چې په جعلي اسنادو دغه ځمکه په خپل نوم کړې او خرڅه کړې وه هلته اوس پينځه منزله ودانۍ جوړه ده.

د قضيې اورېدونکي بنچ کې شامل جسټس محمدعلي مظهر ویلي، چې پينځه منزله ودانۍ جوړېده هغه وخت د متروکه املاک بورډ نندارې کولې؟.

او چيف جسټس ويلي، د سيند بلډنګ کنټرول اتارټۍ (اېس بي سي اې يا ودانيو د انتظام ادارې) د جوړ جاړي بغېر يوه غېر قانونه ودانۍ نه شي جوړېدی، د اړونده محکمې د انسپکټرانو او نورو لوړو پوړو چارواکو شتمنۍ کتل پکار دي.

چيف جسټس زياته کړې، پکار ده د کراچۍ د سب رجسټرار د شتمنو اډټ/يا پلټنې دې د امدن مرکزي پلټنيزه بورډ وکړي او د امدن نه د زیاتو ټولو اثاثو څخه ترلاسه شوې پېسې دې د ورانو شوو ودانيو اوسېدونکو ته ورکړل شي، د سيند حکومت به کله هم دا پلټنې ونه کړي.

د سیند بلډنګ کنټرول اتارټۍ ډايکټر جنرل هم عدالت ته وړاندې شوی، او چیف جسټس ترې پوښتنه کړې په اداره کې یې څومره انسپکټران او افسران دي؟ هغه په ځواب کې ويلي، ټول ورسره 1400 ملازمين دي، 600 پکې د ودانيو انسپکټران او 300 پکې سینير انسپکټران شامل دي.

د سپريم کورټ په حکم د کراچۍ انتظاميې د کال 2021م په نومبر کې په شاهراه فېصل سړک دپاسه د نسله ټاور په نوم څو منزله ودانۍ غورځولې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG