لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین وايي، روس د سرطان یا کېنسر ناروغۍ د واکسین جوړولو ته نېږدې شوی


واشنګټن –رویټرز خبري ادراې خبر ورکړی چې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، روسي ساینس پوهان د سرطان یا کېنسر ناروغۍ لپاره د واکسین جوړولو ته نېږدې شوي او کېدای شي ژر ناروغانو ته ورسېږي.

پوتین په ټي وي باندې خپلې وینا کې وویل، "مونږ د کېنسر واکسین جوړېدو ته ډېر نېږدې شوي یو او هم د بدن د معافیتي یا دفاعي سیستم د تنظیم د نوي جنېرېشن درملو ته."

هغه زیاته کړه، "زه هیله لرم چې ژر به په اغیزناکه توګه په درملنه کې وکارول شي."

پوتین دغه خبرې د راتلونکې ټکنالوجۍ په اړه د ماسکو فارم په یوې غونډه کې وکړې.

خو پوتین دا و نه ویل چې دغه نوی واکسین به په کوم ډول کېنسر باندې او څه ډول اغېز کوي.

د کېنسر یا سرطان ناروغۍ د واکسین په جوړېدو باندې یو شمېر هېوادونه کار کوي.

برتانیې تېر کال د جرمني د بایونټېک کمپنۍ سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په کلینیکي ډول تر ۲۰۳۰ کاله پورې لسو زرو ناروغانو ته " د کېنسر ځانګړي درمل" ورکوي.

دغه ډول د مډرنا او مرک انډ کو په نامه د درمل جوړولو کمپنیانې هم د کېنسر ازمایشي واکسین جوړوي چې د منځني دور څېړنه یې ښيي چې په کارولو سره یې د پوستکي د کېنسر یا میلنوما بیا راتګ او یا ترې مړینه کمېږي.

دا مهال د هیومن پپېلوما وایرس پرضد شپږ لایسنس لرونکي واکسینونونه دي.

یاد وایرس کولای شي په ښځو کې د رحم د غاړې کنسر (سروېکل کېنسر) په ګډون د ګڼو کانسرونو سبب شي.‌

دغه ډول د هېپټایټس بي پرضد هم واکسین شته کوم چې د ځیګر د کانسر سبب ګرځي.

د کورونا وبا پر وخت روس د سپوتنېک په نامه د کورونا ضد خپل واکسین جوړ کړ او په یو شمېر هېوادونو یې وپلوره خو د خپل هېواد دننه یې زیاتو خلکو وا نه خېست.

پوتین ویلي و چې ده په خپله هم د سپوتنېک واکسین اخېستی تر څو خلک یې د واکسین د اغېز او خوندیتوب په اړه ډاډه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG