لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتن یاهو په رفح باندې د برید ژمنه کړې، د اوربند له خبرو وتلی


د هغو کسانو خپلو خپلوانو د نتن یاهو د هغې پرېکړې پر خلاف احتجاج کړی له د اوربند په اړه د قاهرې له خبرو یې خپل استازي ویستي دي
د هغو کسانو خپلو خپلوانو د نتن یاهو د هغې پرېکړې پر خلاف احتجاج کړی له د اوربند په اړه د قاهرې له خبرو یې خپل استازي ویستي دي

واشنګټن – د اسرایلو وزیر اعظم بېن یمین نتن یاهو د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ژمنه کړې چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به د حماس جنګیالیو پرضد برید کوي.

په ورته وخت کې نتن یاهو په قاهره کې د اوربند په اړه له خبرو څخه اسرایل ویستی ځکه هغه ویلي چې حماس د جګړې د درولو په برخه کې د هغه په وینا "له مسخرې ډکو غوښتنو" په اړه نه دی بدل شوی.

د اسرایلو رهبر داسې څه نه دي ویلي چې کله به هغه په رفح باندې د برید قومانده ورکوي.‌

هغه وویل، په لکونو هغو ملکیانو ته چې اوس له مصر سره پولې ته نېږدې شوي لومړی به اجازه ورکړل شي چې له دغه ځایه وځي خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی به چېرې ځي.

په نتن یاهو باندې د نړۍ د مشرانو لخوا زیاتېدونکی فشار دی چې په رفح باندې به برید نه کوي خو هغه په خپل ټیلګرام اکاونټ باندې ویلي، "مونږ به تر بشپړې بریا پورې جګړه کوو او په دې کې په رفح کې ځواکمن اقدام هم شامل دی او دا به وروسته له هاغې وي چې مونږ ملکیان پرېږدو چې د جګړې له سیمو څخه ووځي."

د نتن یاهو دفتر تر دې مخکې ویلي، چې حماس د قاهرې خبرو ته چې د دغې څلور میاشتنۍ جګړې د درولو او تر سلو زیاتو بندیانو د خوشې کولو لپاره دي کوم نوی وړاندیز نه دی راوړی.

حماس غوښتنه کوي چې اسرایل دې خپل ټول ځواکونه له غزې څخه وباسي او دوی دې پرېږدي چې د مدیتراني د سمندر تر غاړې د غزې کنترول ولري.‌

نتن یاهو یهودي دولت ته د یوې "بشپړې بریا" غوښتنه کړې.

د نتن یاهو دفتر ویلي، چې "د حماس په دریځونو کې بدلون به په مذاکراتو کې پرمختګ شونی کړي."

د حماس لخوا د نیول شویو اسرایلیانو خپلوانو ویلي، چې دا د اسرایلو لخوا د سپکاوي ډکه پرېکړه ده چې د قاهرې د خبرو بل دور ته یې مذاکره کونکي‌ وا نه ستول.

دغې ډلې ویلي، چې د اسرایلو دغه اقدام د حماس په تونلونو کې د پاتې برمته کسانو لپاره "د مرګ تر سزا کمه نه ده."

د اسرایلو پوځ ویلي، دوی غواړي چې د حماس په څلورو هغو کنډکونو باندې برید وکړي کوم چې د رفح په پټنځیو کې دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرایلو د ځمکنیو او هوايي بریدونو د پیل راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۸۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۰۳ تنه یې یواځې تېره ورځ وو.

دغه ډول دوی وايي چې ۶۸۲۹۱ کسان په روانه جګړه کې ژوبل شوي هم دي.

جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کل چې حماس د اکټوبر په اوومه په اسرایلو باندې برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې له ځانه سره وتښتول.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG