د امریکې صدر جوبايډن د شورو/چارشنبې په ورځ يوه حکمنامه لاسليک کړې، د کومې ترمخه به چې په امریکا کې د موجودو فلسطينيانو د خونديتوب په موخه د راتلونکو 18 مياشتو پورې دوی نه شي ايستل کېدای.
د شورو په ورځ د بايډن انتظامیې یو چارواکي ويلي، د صدر له دغه اقدام سره به خواوشا 6000 فلسطينيان په زوره له ايستلو څخه په عارضي توګه پاتې شي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين په يو بيان کې ويلي، په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل د حملې په غبرګون کې چې اسرايل په غزه کې پوځي عمليات پېل کړي، په غزه کې د بشري ژوند حالات په ښکاره توګه ډېر خرابيږي.
هغه ويلي، د فلسطينيانو نه ايستلو امريکايي اقدام سره به امریکا کې موجودو فلسطينيانو ته په عارضي توګه خوندي ځای ترلاسه شي او که څوک په خپله خوښه فلسطين ته ستنيږي نو د خپل خونديتوب څخه به محرومه کيږي.
په غزه کې د څلورو میاشتو د جګړې وروسته، په صدر بايډن غزه کې فلسطينيانو ته د تحفظ ورکولو او ایسارې شوې علاقې ته د مرستو رسولو دپاره فشار دی.
په نوموړي د عرب امريکايانو او مسلمان مشرانو لخوا دا نيوکې هم کيږي چې هغه د شخړې د تل پاتې جنګ بندۍ نه وايي.
د امریکن عرب امتيازي سلوک کمېټۍ مشر عابد ايوب په یو بيان کې ويلي، په امریکا کې د موجودو فلسطينيانو د خوندي کولو دپاره د اقداماتو سخت ضرورت دی.
هغه ویلي، "مونږ ګورو چې په غزه کې حالات نه ښه کيږي او مونږ دې (حکمنامې) ته ګورو، هرکلی یې کوو او عملي کېدو ته یې خوشاله يو".
(خبر د رويټرز په مننه)
Forum