په اتمه فرورۍ پاکستان کې ترسره شوو انتخاباتو باندې په نړیواله کچه اندېښنو او څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د پاکستان انتخابي عمل د داخلي خودمختارۍ معامله ده.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند پاکستان کې په ترسره شوو انتخاباتو کې د درغليو او بندنظمۍ په اړه لګېدلو تورونو د پوښتنې په ځواب کې ويلي، "مونږ د دغو تورونو د پلټنو دپاره غږ کړی او ګڼو چې په دغه لړ کې به سم قدم پورته کړل شي، او د بدنظمۍ په اړه يواځې د پاکستان نه، چې چرته هم وشي زمونږ ځواب ورته دغه وي".
د ملګرو ملتونو عمومي مشر هم د پاکستان له چارواکو او سیاستوالو غوښتي چې له شخړو ډډه وکړي او مسایل له قانوني لارو حل کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویاند سټیفین ډوجاریک د ګل- دوشنبې په ورځ په نیویارک کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، سیکرټري جنرل د پاکستان له انتخاباتو وروسته حالات له نزدې څاري.
ډوجاریک ويلي، د ملګرو ملتونو مشر غوښتنه وکړه چې له انتخاباتو وروسته پیدا شوې ستونځې او شخړې دې د شته قوانینو په چوکاټ کې دننه هوارې کړل شي چې پکې د پاکستان د خلکو ګټو ته په پام بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته پوره درناوی وشي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې په ملک کې دننه سياسي ګوندونه د نتيجو بدلولو او درغليو کېدو تورونه لګوي، او امريکې، برتانيې او يورپي يونين هم په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو د ګډون په نشتوالي او موبايل ټيليفون او انټرنېټ په بنديز ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په 12مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو په کې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.
هغه ويلي وو، که د انتخاباتو په اړه پلټنې کوي هم، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.
د پاکستان الېکشن کمېشن هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د اتمې فرورۍ انتخاباتو ته په نړيواله کچه ويل شوي غبرګون په ځواب کې ويلي، په کروړونو پاکستانيانو ووټرانو په عامو انتخاباتو کې د رای حق کارولی، خو د انتخاباتو په اړه چې د مبصرينو کوم بيانونه مخې ته راغلي هغه حقيقت نه دي.
Forum