لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوي


پاکستان کې د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوي، يو ليټر ډيزل اته روپۍ ‏‎۳۷پېسې او پټرول دوه روپۍ او۳۷ پېسې ګران کړل شوي ‏دي. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه ۶۷‏ فيصده زيات کړل شوي دي.‏

د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو نوې بيعې اعلان کړي، چې نن د ‏‎۱۶مې فرورۍ نه به عملي وي.‏

د خزانې وزارت ویلي، د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه يو ليټر پټرول دوه روپۍ او۳۷‏ پېسې ګران کړل شوي چې ورسره د یو ليټر ‏پټرولو بيعه ۲۷۵،۶۲‏ روپو ته رسېدلې ده.‏

د اعلاميې ترمخه، د يو ليټر هايي سپيډ ډيزل اته روپۍ او ۳۷ ‎پیسې ګرانولو يو ليټر ډيزل ۲۷۸،۹۶ روپو ته رسېدلې دي.‏


د نګران حکومت د منظورۍ وروسته اوګرا د ګېسو بيعې هم سېوا کړي او د ګېسو په قيمتونو کې ‏‎67‎فيصده سېوا والي اعلاميه جاري کړل شوې ده.‏

د اعلاميې ترمخه، په کورنو کې کارېدونکی ګېس کې د مياشتې په سر د ‏‎۲۵‏ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس د ۷۹ ‎روپو سېوا کولو سره ‏د ۱۲۱ روپو نه ۲۰۰ روپو او د میاشتې د ۵۰ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس په قيمت کې د ۱۰۰ روپو اضافه شوې او د ۱۵۰ نه ۲۵۰ ‏روپو ته رسول شوی دی.‏

په دغه حساب د میاشتې په سر د ۱۰۰ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس په يو اېم اېم بي ي ټو کې د ۲۵۰ روپو سېوا والی شوی او د ۱۰۰۰ ‏اېم اېم بي ټي يو قيمت ۱۲۵۰ روپۍ کړی شوی دی.‏

همدا راز د ۴۰۰ کیوبک ميټره کورنيو صارفينو دپاره کارېدونکي ګېس په قيمت کې ۳۰۰ روپۍ اضافه شوې، ۳۸۰۰ ‎روپو ته رسول شوی دی.‏

له دې وړاندې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هیواد کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې ۱۳ روپۍ ‏او ۵۵ پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.‏

همدا شان د هاي اسپیډ ډیزلو په نرخ کې دوه روپۍ او ۷۵ پیسې اضافه اعلان شوې وه.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG