د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو ژمنو خلاف د افغانو نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګاوه او وایي که اشرف غني له کابله نه وای وتلی طالبان به کابل ته نه وای ننوتلي او حکومت به په جمهوري طریقه سپارل شوی وای.
د امریکا حکومت، طالبانو او مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د خلیلزاد تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی.
زلمي خلیلزاد د فرورۍ پر 15مه د دوحې تړون تر څلورمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ غونډې ته حاضر شو. د دې غونډې سرلیک وو «د بایډن انتظامیه څنګه د دوحې تړون په عملي کولو کې ناکامه شوه" او خلیلزاد پکې خپل تفصیلي معلومات شریک کړل.
خلیلزاد وویل د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي وو، امریکا ترې وغوښتل چې کابل ته له ننوتو ډډه وکړي او له افغان حکومت سره په حکومت کې د شراکت دارۍ لپاره تړون وکړي، وایي دواړه پر دې رضا شول خو اشرف غني له افغانستانه ووت او طالبان کابل ته ننوتل.
اشرف غني تېر کال په یوه مرکه کې تور پورې کړی وو چې د جمهوریت په نسکورېدو کې په ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد او د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مخکینی مشر عبدالله عبدالله لاس درلود. خلیلزاد دا تور رد کړی وو او ویلي یې وو چې غني د خپلو ذمه واریو پړه پر نورو اچوي.
خلیلزاد د غونډې په یوه برخه کې طالبان په دې تورن کړل چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ. له هغه پوښتنه وشوه چې آیا ده پر طالبانو د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې باور درلود که نه، خلیلزاد په جواب کې وویل:
"ما پر طالبانو باور نه درلود. دوی داسې خبرې کولې چې نجونو ته به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو او د ډاکټرۍ [پي ایچ ډي] تر کچې د تعلیم اجازه ورکړي، خو پر خپلو خبرو یې عمل ونه کړ."
خلیلزاد وویل طالبانو دا هم ویلي وو چې ښځې کولای شي د حکومت د وزیرانو په توګه او د ژوند په ټولو برخو کې کار وکړي.
په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړي او د 2022م کال د دسمبر میاشتې له وروستیو یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړي دي.
خو د استازو اېوان غړې کېتي مېنینګ غونډې ته وویل چې د دوحې په تړون کې د افغانو نجونو او ښځو او له امریکایي ځواکونو سره د مرسته کوونکو افغانانو د ملاتړ موضوع ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. مېرمن مېنینګ وویل:
"موږ ونه لیدل چې په دې تړون کې د ښځو او نجونو په ملاتړ څه ویل شوي وي. موږ داسې یو ضمانت هم ونه لید چې که څوک پر نجونو او ښځو ظلم وکړي نو حساب کتاب به ورسره وشي او داسې شرط هم نه پکې وینو چې نجونو ته باید ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي."
زلمي خلیلزاد وویل صدر جو بایډن د دوحې تړون له پامه نه شو غورځولی، ځکه چې وایي که امریکا له دې تړونه وتلې وای، امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له طالبانو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوي وای.
د امریکې د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مایکل مکال د غونډې په پیلوونکې وینا کې طالبان "ترهګر" او د دوحې تړون سرغړوونکي وبلل. مکال وویل خلیلزاد هم تایید کړې چې د دوحې په تړون کې څه ستونزه نه شته، خو وایي ستونزه یې په عملي کولو کې ده.
د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ په غونډه کې د دوحې تړون او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم له خلیلزاده پوښتنې وشوې او د کمېټۍ ځینو غړو په بېړه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکې وکړې.
خلیلزاد په جواب کې ورته وویل چې د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن د حکومت لپاره یو انتخاب وو. سپینې ماڼۍ تر اوسه د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټۍ د غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د نیوکې خلاف تل د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.
د امریکې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د 18 میاشتې خبرو په نتیجه کې د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه د ډانالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د قطر په پایتخت دوحه کې زلمي خلیلزاد او د طالبانو یوه مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ.
په دې تړون کې راغلي چې طالبانو ژمنه کړې د القاعده په ګډون هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې امریکا ته خطر پېښ کړي، د استازو اېوان د کمېټۍ په پرونۍ غونډه کې وویل شول چې اوس هم له افغانستانه د ترهګرو خطر نه دی ختم کړل شوی.
امریکايي چارواکو مخکې هم طالبان د دوحې له تړون پر سرغړونه تورن کړي ځکه د دوی په وینا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې اوس یې نه القاعده پر خاوره فعالیت کوي او نه به یې له خاورو نورو هېوادونو ته خطر پېښ شي.
Forum