لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په ضد احتجاجونه اعلان کړي


پاکستان تحریک انصاف په اتمه فرورۍ شوو عمومي انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په ضد په ټول ملک کې د خالي (شنبې) په ورځ د امن ناکه احتجاجونو اعلان کړی.

د پاکستان پایه تخت اسلام آباد کې یو خبري کانفرنس ته د تحریک انصاف مرکزي ویاند رووف حسن وېلي دا ځل په انتخاباتو د ملک د تاریخ ترټولو زیاته درغلي شوې ده. نوموړي وېلي تحریک انصاف به د دغه درغلیو په ضد ټولې قانوني اؤ آیني لارې خپلوي.

رووف حسن زیاته کړه، " که چرته د انتخاباتو کمیشن زمونږ اپیلونو باندې غور ونه کړو نو بیا به مونږ د ملک اعلا عدالت ته ځو، اؤ دا خبره به یقیني کوو چې خپل حق واخلو، سبا به د دې درغلیو په ضد ټول هیواد کې احتجاج کوو".

د پاکستان تحریک انصاف تر څنګ نور سیاسي ګوندونه، عوامي نېشنل پارټي، جماعت اسلامي، جمعیت علما اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند اؤ پاکستان مسلم لیګ (ن) هم په اتم فرورۍ شوو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي.

بلوچستان کې د څلورو ګوندنو اتحاد د تېرو څو ورځو نه په ښکاره توګه شوو درغلیو په ضد احتجاج کوي. احتجاج کوونکي ګوندونه تور لګوي چې داسټېبلشمنټ په مرسته د انتخاباتو کمېشن لخوا درغلۍ شوي دي او انتخابي نتیجې بدلې کړی شوي دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.‏

اسلام اباد کې یو خبریال مدثر حسېن ډیوه ته وېلي دي پاکستان تحریک انصاف د داسې تورونو او احتجاج له کبله د انتخاباتو قامي کمېشن، عدالتونو او او د ملک طاقتوره پوځي ادارو باندې فشار اچول غواړي چې ورته د حکومت جوړولو موقع ورکړي او دا چې د عمران خان په شمول ددوي په مشرانو جوړې شوې مقدمې ختمې کړی شي.

د پاکستان په انتخابي نتیجو نه صرف د ملک دننه پوښتنې کيږي، امريکې، ‏برتانيې او يورپي اتحاد هم د انتخاباتو په روڼوالي او ټولو سیاسي ګوندونو ته برابر موقعو نیشتوالي باندې ژورې اندېښنې څرګندې کړي. ‏

خو د پاکستان حکومت د بهر ملکونو فکرمندۍ رد کړي او دا يې د هیواد دننه معامله بللې ده.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG