نړیوالې ټولنې د غزې پټۍ په رفح ښار کې د لکونو فلسطنیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښکاره کړې خو د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلېنت د جمعې په ورځ وویل چې پوځ یې په دې سرحدي سیمه کې د پوځي علیاتو یو "پراخ پلان" جوړوي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هم ټینګار کړی چې د جګړې د "بشپړې کامیابۍ" لپاره باید په رفح کې د مځکنیو عملیاتو پلان عملي شي.
د امریکې حکومت د حماس خلاف د خپلې دفاع لپاره د اسرایل تر ټولو کلک ملاتړی دی خو صدر جو بایډن له اسرایلي حکومته غوښتي چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره دې دا عملیات تر هغه وخته نه کوي چې د باور وړ پلان یې نه وي جوړ کړی. بایډن غوښتنه ترې کړې چې ډزبندۍ ته پام وکړي.
مصر بیا ویلي که اسرایل د دوی له پولې سره څېرمه په رفح کې پوځي عملیات وکړي، د دواړو هیوادونو سفارتي اړیکې به له خطر سره مخ شي. د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم دې ته ورته اندېښنې ښکاره کړې دي.
د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ وزیراعظمانو د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې سمدستي بشري ډزبندۍ ته په بیړنۍ توګه اړتیا ده، "موږ په دې اړه ژوره اندېښنه لرو چې اسرایل په رفح کې د مځکنیو عملیاتو د پلانولو خبرداری ورکړی دی، په رفح کې پوځي عملیات به یو ناورین وي".
د ملګرو ملتونو په وینا په رفح سیمه کې شاوخوا 1.4 میلین فلسطینیانو پناه اخیستې ده، وایي په دوی کې اکثر هغه خلک دي چې د جګړې له کبله بې کوره شوي دي او په دې سیمې کې په لکونو خلک په دې ساړه ژمي کې په خېمو کې ژوند کوي.
د امریکا صدر جوبایډن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې په تېرو ورځو کې څو ځله په ټیلیفون اوږدې خبرې کړې او د لنډمهال ډزبندۍ غوښتنه یې ځنې کړې چې په نتیجه کې یې پاته یرغمل کسان هم راخوشي شي.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې د ډزبندۍ لپاره د تړون په اړه هیله څرګنده کړه، "هیله لرم چې اسرایل به په دې وخت کې کوم پراخ مځکني عملیات ونه کړي. زما هیله دا ده چې داسې یو څه به ونه شي. باید ډزبندي وشي".
جنوبي افریقې غوښتنه کړې چې اسرایل باید د عامو خلکو خوندیتوب ته پام وکړي او د انصاف له نړیوال عدالته یې غوښتي د رفح ښار د خوندیتوب لپاره دې بیړني اقدامات وکړي خو عدالت یې د بیړني امر کولو غوښتنه رد کړې ده.
عدالت په یوه بیان کې په رفح کې روان حالت "خطرناک" بللی او د 26مې جنورۍ په فیصله کې د لنډمهاله اقداماتو د سمدستي او په اغېزمنه توګه د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
نړیوال عدالت ویلي اسرایل "د نسل وژنې د کنوینشن او له دې حکم سره سم د خپلو ذمه واریو په بشپړ ډول پابند دی چې په غزه کې د فلسطینیانو د خوندیتوب او ضمانت کوي".
د اسرایل او حماس تر منځ څلور میاشتنۍ جګړې نه یواځې د غزې پراخې برخې ویجاړې کړې، د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي یې بې ځایه کړي او خلک یې د کاختۍ له خطر سره مخ کړي دي.
د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل بريد وکړ او د اسرایلي چارواکو په وينا شاوخوا 1200 کسان يې ووژل او شاوخوا 240 يې يرغمل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه 28,576 کسان وژل شوي دي، چې وایي اکثر یې ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.
Forum