واشنګټن – د ملګروملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د راتلونکې په اړه د دوحې کانفرانس د طالبانو له ګډون څخه پرته د اتوار یا یکشنبې په ورځ پيل شوی.
د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو او مدني فعالانو دغه غونډه رابللې چې پکې د ښځو، د اسلامي همکارۍ د تنظیم، اروپايي ټولنې او شنګهای همکارۍ سازمان استازو هم برخه اخېستې.
ګډونوال به په دې خبرې وکړي چې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د تېر کال د ارزونې په رڼا کې څه ډول چلند وکړي.
طالبانو ته هم د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شې وه خو هغوی پکې ګډون رد کړ و.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د وټس اپ له لیارې په یو استولي پیغام کې ویلي دي، "مونږ ځینې شرایط درلودل، چې مونږ باید په ټولو غونډو کې بشپړ ګډون ولرو، هغه و نه منل شول نو ځکه مونږ ګډون و نه کړ."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کانفرانس د پيلېدو په شپه په ټولنیزې رسنۍ اېکس (پخواني ټوېټر) باندې وویل، د ملګروملتونو لخوا طالبان د افغانستان د یواځینیو رسمي استازو له پېژندلو پرته په دې کانفرانس کې ګډون "بې ګټې" و.
"د بهرنیو چارو وزارت ملګروملتونو ته واضحه کړې، کچېرې اسلامي امارت د افغانستان د یواځیني رسمي استازي په توګه ګډون وکړي نو بیا به ګټور وي. تر دې پرته له دې امله د امارت لخوا غیر ماثر ګډون بې ګټې و."
طالبان د اسلامي امارت کلیمه د خپلې ادارې لپاره کاروي.
یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې ځینې ګډونوال خوښ نه وو چې ملګروملتونو طالبان میز ته نه دي راوستي.
یوه استازي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د طالبانو له نه ګډون سره هم کانفرانس مهم دی او دا څرګندوي چې نړیواله ټولنه په داسې حال کې چې په اوکراین او غزې کې جګړې روانې دي افغانستان ته توجه لري.
د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان استازي عبید الرحمن نظاماني وویل، چې کانفرانس د طالبانو له شتون پرته هم ښه و.
نظاماني وویل، "زه فکر کوم چې کانفرانس د افغانستان په اړه دی نه د طالبانو په اړه."
پاکستاني پلاوي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني تر مشرۍ لاندې په دوحه کې په جلا ډول له شاهین سره لیدلي.
د افغانستان په چارو نظر ساتونکي خبریال سمیع یوسفزي امریکا ته په دوحه کې وویل، چې طالبانو په نه ګډون سره یوه موقع له لاسه ورکړه.
"زه فکر کوم چې طالبانو په نه ګډون سره یوه غلطي وکړه چې ورسره به د طآلبانو او نړیوال ټولنې ترمنځ واټن زیات شي. نړیواله ټولنه دا مني چې طالبان یو حقیقت دی او غواړي له هغوی سره خبرې وکړي خو د هغوی غیر حاضري زه فکر کوم چې د افغانستان خلک هم ژوبلوي."
طالبانو په کابل کې په واک باندې له قبضې وروسته له شپږم ټولګي پورته د جونو په زده کړو باندې بندیز لګولی، ښځې پوهنتونونو او زیاترو کارونو ته نشي تللی او له نارینه پرته یې په بهر کې د هغوی په ګرځېدو باندې بندیز لګولی او دغه ډول عامه پارکونو او حمامونو ته یې هم نه پرېږدي.
Forum